
افغانستان دخپل جيوپولېټيک موقعيت پربنسټ تل دنړۍ د زبرځواکونو ترمنځ دسيالۍ ډګر پاتې شوى، چې له همدې کبله د خپل ټولنيز ژوندانه په هر پړاو کې د پرديو له خوا تر بريدونو او تاړاکونو لاندې راغلى او دا لړۍ تردا نن ورځې دوام لري او خداى زده،چې لا به نورڅه پېښيږي. د کمونېزم له ماتې وروسته نړۍ په عملي توګه يوه قطبي شوه او دنړۍ په سياسي، اقتصادي او پوځي صحنه کې د امريکې متحده ايالتونه په يوې نوې بڼې سره را څرګند شول. د پخواني شوروي اتحاد له وېشاک سره جوخت سړه جګړه ه پاى ته ورسېده او د امريکې متحده ايالتونو ته د نوي نړيوال سياسي، اقتصادي او پوځي نظام د سمبالګر اوسمونوال په توګه سترګې ورواوښتې، چې که ورته وکتل شي، نو ترنن ورځې پورې يې همدغه رول ترسره کړى دى.
د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر ١١ مې نېټې پېښې په نړۍ کې يو نوى باب پرانېست . د ١١ سپټمبرپېښې د امريکه متحده ايالتونو پرضد تر سره شوې ،چې په پايله کې دهغه هېواد واشنګټن ښار پرتمينې او برميالۍ ودانۍ اود نيويارک ښار آسمان څکي برجونه د ترهګريزو بريدونو په پايله کې په عملي ډول سره والوزول شول، او دا چاره ددې لامل شوه،څوامريکه او دهغې ملاتړې ټلواله په ټول سياسي، اقتصادي او نظامي زور او ځواک سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې په رڼاکې پر افغانستان بريد وکړي او له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې د طالب واکمني ړنګه او په هېواد د بن لومړني کنفرانس د پرېکړې په رڼا کې نوې ا داره جوړه شوه. د لومړني بن کنفرانس د پرېکړې پر بنسټ حامد کرزى ولسمشر وټاکل شو اود دۀ د مشرتابه په اډانه کې افغان دولت په خوځښت او پرمخيون پيل وکړ، چې دادى ، يوه لسيزه يې وشوه ، او لاهم د بريا او سوبتيا منزل ته په ستړياوتې توګه يون کوي . په دې کې شک نشته، چې د ولسمشر حامد کرزي حکومت او دولت د افغانستان په تاريخ کې د رنسانس دوره پيل کړه او ددغه هېواد سياسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري، او داسې نور ... بنسټونه يې ورغول، خو تر څنګ يې نيمګړتياوې هم درلودې، چې له بده مرغه تردامهاله يې افغان دولت فلج او شنډ کړى او د خلاصون شونتيايې خوراکمه ده. له هغې ورځې را په دې خوا، چې په هېواد کې نوى نظام واکمن شوى ، نو په تشکيلاتي اډانه کې يې د ضوابطو ار پر ځاى روابط واکمن دي او دغې چارې له افغان دولت څخه د سالمې ادارې په جوړښت او ټينګښت کې دعمل نوښت اقدام تروړلى او پر وړاندې يې پرخپلې بېوسۍ او بېوزلۍ باندې په ښکاره اعتراف کوي. د ولسمشر حامد کرزي ترمشرتوب لاندې رژيم له راتګ څخه لس کاله تېر شول، خو لاهم ددغه نظام په دولتي او حکومتي اډانه کې اداري فساد، ناسالمه اداره، زورواکي، بډې او رشوت، قوماندان واکي ، د نېشه ييزه توکو قاچاق وړونکي، د دولتي او نادولتي ځمکود غصب او نيواک مافيا او داسې نورې ناوړه او پليته ټولنيزه پديدې شتون لري او افغان دولت او دولتمشران يې پر وړاندې هېڅ اقدام نشي کولى اوداکار ددې لامل ګرځېدلى، څو دافغان دولت او په ځانګړې توګه د ولسمشر حامد کرزي او دهغه حکومت په نړيواله کچه تر نيوکو لاندې راشي او افغانستان په نړۍ کې د ترټولو زيات فاسد دولت په ډول سره وپېژندل شي. په دې لړکې نړيوالې ټولنې او په تېره بيادامريکې متحده ايالتونو له افغان دولت څخه په ځلونو غوښتي، څو اداري فساد له منځه يوسي، ځکه اداري فساد د اوسني نظام دننه د ټولو ناخوالو او ستونزو زېږنده ناروغي ده. د روان کال د لېندۍ مياشتې په ١٣ مه نېټه، چې د ٢٠١١ زېږدي کال د نومبر مياشتې له ٥ مې نېټې سره يې سمون درلود، د افغان دولت د لس کلن سياسي، اقتصادي، او پوځي ژوند دجاجونې په موخه په المان کې د بن دويم کنفرانس جوړشو اوپه نوموړي کنفرانس کې د نړۍ ٩١ هېوادونو د بهرنيو چارووزيرانو، پلاوو ،خپلواکو سازمانونو او د مدني ټولنو فعالانو ګډون درلود. په ياد کنفرانس کې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته له افغانستان سره تر ٢٠٢٤ کاله پرسياسي، اقتصادي، او پوځي مرستواو همکاريو باندې ټينګار وشو.همدا شان د اوسني نظام له مخالفينو سره د خبرو د پيل د ميکانېزم په جوړښت باندې هم بحث تر سره اوله طالبانو څخه وغوښتل شول، چې له افغان دولت سره روغه جوړه وکړي. خو! د دويم بن کنفرانس اصلي او اساسي موضوع له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو او مرستو پر دوام باندې هوکړه وه، چې ګډونوالو هېوادونو په هراړخيزه توګه ورسره موافقه وکړه. د کنفرانس د ګډونوالو هېوادونو استازو او پلاوو له افغان دولت او دولتمشرانو څخه په جديت او قاطعيت سره هيله او غوښتنه وکړه، څو په کور دننه سالمه اداره رامنځ ته کړي او داداري فساد جرړې له بېخه وباسي. په دې لړکې تېره اوونۍ ولسمشر حامد کرزي د اداري فساد پرخلاف د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت په پلازمېنه کابل کې په يوه کنفرانس کې ګډون وکړ. ولسمشرکرزي په خپله ويناکې پرنړيواله ټولنه له دې امله، چې له افغانستان کې اداري فساد دوى رامنځ ته کړى، سخته نيوکه وکړه. دنوموړي پر وينا همدا لوېديځوال دي، دافغان دولت جګپوړو چارواکواومسؤولانو ته دولتي او نادولتي قراددادونه او تړونونه ورکوي،او بيادا چارواکي د مېليونونو ډالرو لپاره ناقانونه کارونه ترسره کوي ، چې دا چاره په لوى لاس اداري فساد ته هرکلى او ښه راغلاست وايي. ښاغلي حامدکرزي په خپله وينا کې دکابل بانک له دوسيې سره اړوند دافغانستان بانک مشرقدير فطرت يادکړ، چې نوموړى يو فاسد کس دى او اوس يې په امريکه کې په اصطلاح سياسي پناه اخېستې ده . دغه راز ولسمشرهغه دوه پاسپورټي چارواکي هم،چې ددۀ په حکومت کې دندې لري، تر انتقاد لاندې ونيول او زياته يې کړه، چې هغوى په فساد کې ښکېل دي، خوکله، چې رسوا شي، نوبيا له هېواد څخه د باندې وتښتي او په واشنګټن، لندن، پاريس، برلين او يا نورو هېوادونو کې پناه واخلي او د مزو او چړچو ژوندپيل کړي. که چېرې دولسمشر حامد کرزي څرګندونو ته پام وکړو ، نو تر ډېره د ګيلې او درېيمګړي بڼه لري. د نوموړي وروستنۍ سپينې خبرې پر واقعيت او حقيقت ولاړې دي. خوبايد ولسمشر داهم ومني، چې هغه دافغان ولس ټاکل شوى ولسمشر دى،او د افغانستان ټولو وګړوهغه ته د باور رايه ورکړې اودوه ځله يې نوموړى د رښتيني، ملي، افغان او مسلمان ولسمشر په توګه وټاکۀ . د افغانستان اساسي قانون ٦٤ مه ماده په صراحت سره حُکم کوي او وايي، چې افغان ولسمشر مجبور او مکلف دى، څو په هر حالت کې قانوني پلى او عملي کاندي. نو پرهمدې توسن ولسمشر غوڅ او کوټلى واک او صلاحيت لري، څود هېواد اساسي قانون عملي کړي . بايد په افغانستان کې د معافيت کلتور پاى ته ورسيږي . د بن په دويم کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې سره د کړې ژمنې په اډانه کې بايد د اداري فساد پرضدکوټلې مبارزه پيل او د مجازاتو او مکافاتو ار او پرنسيپ په عام او خاص يو شان پلى او عملي شي. بايده دي، چې ولسمشر د خپلې دورې په پاى کې له خورا جديت او قاطعيت څخه کار واخلي او د افغان ولس د اکثريت غوښتنې پامنيوي ته په کتو سره د روابطو پر ځاى ضوابط دغوره حکومتوالۍ لپاره معيار وټاکي. يوازې له نيوکو، ګيلو او ژمنو څخه څه نه جوړيږي. ولس عمل غواړي . د يو څو تنو غلو،درغلکارو، فساديانو او خاينانو په خاطر بايد ولس قرباني نه کړى شي. له ولسمشر حامدکرزي څخه ټول افغان ملت په غوڅ او چورلټ ډول هيله او غوښتنه کوي،چې دشعار او عمل ترمنځ غځېدلى واټن را لنډکړي، او هرې خبرې ته دعمل بڼه ورکړي، څو په دې توګه افغان بې وسه او بې کسه ولس له روان ناوريجن کړاو څخه را ووځي او د سپېڅلي او شريفانه انساني ژوند په لور پرمخيون پيل کاندي. په همدې هيله!
فضل وزير هيله من