
دا دى اوس د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د برهان الدين رباني په نوم نومول کيږي، څلور لارې، واټونه او نور خو يې رانه واخيستل، خو کاشکې د يو رښتينې تاجک، ازبک او نورو خدمتګارانو په نوم شوي واى، خو سړي ته زور په دې ورکوي، چې هم خاين يې او هم اتل، هم قاتل يې او هم مظلوم، هم د کور خاوند يې او هم غل.
پښتانه څه بلا خوړلي، چې هم يې اتل خاين دى، هم يې مظلوم ظالم او هم يې کور پردى دى او په خپل وطن کې څوک د خدمت حق هم نه ورکوي او خپل خادم ته د لمانځنې اجازه هم نه لري، فکر کوم چې کيداى شي ډېر لږکي وي او وس يې نه رسيږي او کيداى شي رښتيا د دې خاورې نه وي په رښتيا به له اسراييلو راغلي مهاجر وي او حق به نه لري چې په دې وطن کې ياد شي؟.
د پښتنو هر خادم خاين، غل، متعصب او بداخلاقه دى، خو د نورو هر غل، خاين، بداخلاقه، قاتل او وطن پلورنکى، اتل دى، قهرمان دى او د دې خاورې هر څلى يې بايد په نوم شي.
که موږ په دې ځانونه خلاصوو، چې موږ د دوى په څېر قاتلان او خاينين نه لمانځو او غندو يې، ښه خبره ده، خو ولې خپل رښتيني خادمان نه شو لمانځلى، ولې د دوى په نوم کوم دولتي پوهنتون، څلورلارې او يا بل کوم ځاى نه شو نومولى، که څوک دا دليل وايي، چې دا د خپلو خپلو خادمانو کوچني کول دي، چې يواځې يو ځاى پرې ونوموو، خو دا غلطه ده، ټوله دنيا په دې لګيا ده او د خپلو اتلانو او خادمانو د ياد ساتلو په موخه همدغه چاره کوي، د ډېرو لويو لويو خلکو په نوم ډېر کوچني شيان نوموي، خو د دې موخه يواځې دا وي چې نوم يې همېش د خلکو په خولو او زړونو کې وي او تل په دې فکر وکړي چې دغه کس کوم داسې کار کړى و، چې دا ځاى يې په نوم شوى دى.
او بله د پوښتنې او اندېښنې وړ خبره دا ده، چې موږ ولې تل په تېر پسې ګرځو او همېش له تېرو يادونه کوو، دا سمه ده چې موږ بايد په تېر تاريخ ووياړو، خو ايا د نن او سبا ورځې فکر مو کړى، که د دې پر اهميت نه پوهيږو، که قصدي نه غواړو چې پرې شو او يا پوهيږو خو څه نه کوو.؟
نور قومونه هره ورځ يو اتل زيږوي او پښتانه هره ورځ يو مشر رټي او سپکې سپورې ورپسې وايي، ايا موږ په اوس وخت کې هېڅ داسې څوک نه لرو، چې زموږ مشري وکړاى شي او لږ تر لږه خپل خادم يې ومنو، نور خلک لوچک او لنډغر خپل اتلان قبلوي او موږ خپل خادمان نه شو پېژندلاى.
دا حالت ډېر ځوروونکى دى او ډېر خطرناک دى.
ميوند فدا