غزل


 اوس راته ښکلی مفهوم نلري ژوندون شرینې
په مرګ خوشال یم نه له تا نه په بیلتون شرینې
 
مینه مې دومره زوروره ده که مړ شم پکې
قبر مې وکړي په دویمه ورځ ډډون شرینې
 
ژوند مو ددرد هینداره شو درد به ټول عمر وینو
زما او ستا تر منځ په درد وشو تړون شرینې
 
پښتون محیط کې محبت بله مانا نلري
بس زړه چودون دی زړه چودون دی زړه چودون شرینې
 
ستا  ټول دردونه ټول غمونه دې جلان ته راشي
په تا دې راشي د خوښیو سباوون شرینې
 
 
 
                            سیدجیلاني جلان