د اسلامي امت یووالی !!

موږ په کراتو کراتو د اسلامي امت له مقتدرینو او حکامو څخه دا اوریدلي دي چې: واعتصمو بحبل الله جمیعاً ولاتفرقوا، د الله په رسۍ (په قران او سنتو) باندې ځآنونه کلک کړۍ څو تاسې بیلارۍ او ګمراه نشۍ، او تیت او پرک مه کیږۍ. دا د هر چا په خوله ده او هر څوک ددې نارې وهي خو ګورو چې ورځ په ورځ اسلامي امت نور هم سره پاشل کیږي او د وحدت او یووالي بدن یې نور هم سره خوړل کیږي. ددې ټولو بدبختیو عوامل باید وڅیړو د حل لارې یې پیدا کړو او وروسته د هر یوه مسلمان ځوان، سپین ږیري، او مؤمناتو فریضه ده چې پر دې لاره کې خپل کوټلي ګامونه پورته کړي او اسلامي امت له دې خوارۍ او ذلالت څخه وژغوري.
داکتر سید سوهاروردي په خپله څیړنیزه مقاله کې ددغه جلاوالي لاملونه دوه ښودلي دي؛
۱: سیمه ایز نشنلیزم
۲: د مذاهبو تعدد د اسلام په نامه
سیمه ایز نشنلیزم دا معنی چا مسلمانان د نژاد، ژبې، توکم او سیمې او علاقې پر بنسټ سره جلا سوي دي او نشي کولای چې ددغه پوچ عصبیت له منګولو څخه ځان پاک او وژغوري او د یوه واحد بیرغ لاندې سره راټول شي. هر چا ته د هغه شخصي ګټې ډیرې مهمې برېښي او روڼ آیتونه او احادیث چې الله تعالی او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم پر دغه اړه ویلي دي هیر کړي دي او که یې اوریدلي هم وي نو ځآن تیر باسي.
د مذاهبو تعدد بله مهمه مسئله ده چې مسلمانان اوسمهال نشي کولای ددې لارې ځانونه سره متحد کړي، ځکه د هر مذهب مقلدین جنت او د الله تعالی رضا پر دې کښې ګڼي چې د بل مذهب پیروان او مقلدین پړ کړي، ویې وژني، او بندي او تبعید یې کړي. د یوه مذهب تر اغیزې لاندې سیمه کې د بل مذهب مقلد او پیرو نشي کولای چې ښه زړه وګرځي او یا حتی لمونځ په هغه طریقه اداء کړي کوم چې دده مسلک یې تقاضا کوي. که چیرې پر یوه مسلمان هیواد یا یوې مسلمانې ډلې د دین د دښمن له خوا یرغل کیږي نو بله ډله ددې پر ځآی چې ددغه مسلمان تر څنګه ودریږي او حمایه او ملاتړ یې وکړي له دښمن سره یو ځای شي او د مسلمان پر ضد چلوټې او ورانکارۍ پیلوي.
الله تعالی په قران کښې په سورة انفال ۴۶ ایت کښې فرمایي  چې: أطیعوا الله ورسوله ولا تنازعو فتفشلوا وتذهب ریحکم ان الله مع الصابرین: د الله عزوجل او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت او پیروي وکړۍ او خپل منځ کې نزاع او جګړې مه کوۍ څو سست نشۍ، او قدرت او شوکت مو له منځه ولاړ نسي او په تحقیق سره چې الله تعالی له هغو کسانو سره دی چې صابرین دی.
سورة انعام ۱۵۹ آیت کې داسې فرمایي چې: ان الذین فرّقو دینهم وکانو شیعا لست منهم في شیءٍ انما امرهم الی الله ثم ینبئهم بما کانو یفعلون. هر هغه چا چې خپل دین تیت او پرک کړ او په ډلو ډلو (مختلفو مذهبونو) یې ځآنونه وویشل، ته هیڅ رقم اړیکه له هغو سره نلرې، د هغوی سراوکار یوازې له الله تعالی سره دی، نو الله تعالی به هغوی له هغه څه څخه چې دوی کول خبر کړي.
په صراحت سره الله تعالی دا ویلي دي چې تیت او پرک کیږۍ مه چې ستاسو باد (قوت او استحکام) به له منځه ولاړ شي او کفارو ته به داسې پاتې شۍ لکه تیاره شوې مړۍ. نن همدا حال دی په اسلامي نړۍ کښې چې دوی د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اوامرو څخه په ښکاره سرغړونه کوي، یو مسلمان وژل کیږي، وهل کیږي، ټکول کیږي، ځورول کیږي، بندي کیږي، تبعید کیږي، خو بل مسلمان ته هیڅ رنګه تکلیف او غم نه ورځي او نه یې کومه پروا ورځي؟ دا ولې ؟ پر یوه مسلمان هیواد باندې یرغل کیږي هلته په میلیونو مسلمانان له لوږې، قحطۍ او غربت څخه وژل کیږي او سوځل کیږي خو بل مسلمان هیواد د هغه په مقابل کې هیڅ رنګه اقدام نه کوي او حتی له ویرې څخه دا عمل محکوم کولای نشي او ددې پر ځای چې محکوم یې کړي تقدیروي یې!
أنس بن مالک رضی الله عنه روایت کوي، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هر هغه څوک چې زموږ په څیر لمونځ کوي، زموږ و قبلې ته مخامخ دریږي، او زموږ حلال کړل شوي حیوانات خوري دا مسلمان دی، او د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تر حمایې لاندې دی، نو له الله تعالی سره خیانت مه کوۍ په خیانت کولو د  هغه چا سره چې د الله تعالی د حمایې او ساتنې لاندې دي. رواه البخاري ۳۸۶.
له نعمان بن بشیر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د مسلمانانو مشابهت په مینه، عاطفه او همدردۍ کې داسې دی لکه یو بدن، کله چې په سبب د بې خوبۍ او تبې د بدن یو غړی په درد شي نو ټول بدن ورسره په درد شي. صحیح مسلم ۶۲۵۸.
پر بل حدیث کښې راځي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: اسلامي امت داسې دی لکه یو بدن کله چې په بدن کې سترګه په درد شي نو ټول بدن ورسره په درد شي او کله چې سر په درد شي نو ټول بدن ورسره خوږ شروع کړي.
أبوهریرة رضی الله عنه روایت کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې ویې ویل: هر هغه څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو د خپل میلمه عزت او تکریم دې وکړي، هر هغه څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ایمان لري باید د خپلوۍ پیوند ټینګ وساتي، او هر هغه څوک چې پر الله او د آخرت په ورځ ایمان لري باید هغه څه ووایي چې غوره وي او که نه وي نو چوپ دې پاتې شي. رواه البخاري،
عن عرفجة قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول؛ انه ستکون هنات و هنات فمن أراد أن یفرق هذه الأمة و هی جمیع فاضربوه بالسیف کائنا من کان ( رواه مسلم و أبوداود والنسائي)
له عرفجة نه روایت دی وایي چې ما له رسول کریم صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې ویې فرمایل: ډیرې پیښئ او فتنې به راشي نو کله چې دا امت یو وؤ او چا غوښتل چې دا امت جلا کړي او ډلې ډلې یې کړي نو هر څوك چې وو په توره یې ووهۍ (ویې وژنۍ).
رسول علیه الصلاة والسلام فرمایي: عن حذیفة قال:  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : تکون النبوة فیکم ما شاءالله أن تکون ثم یرفعها اذا شاء أن یرفعها ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة فتکون ما شاءالله أن تکون ثم یرفعها اذا شاءالله أن یرفعها ثم تکون ملکاً عاضاً فیکون ما شاءالله أن یکون ثم یرفعها اذا شاء أن یرفعها ثم تکون ملکاً جبریةٌ فتکون ماشاءالله أن تکونه ثم یرفعها اذا شاء أن یرفعها ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة ثم سکت.
ژباړه: حضرت حذیفة بن الیمان رضی الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په تاسې کې به تر هغو چې دخدای خوښه وي نبوت وي، خو بیا چې لوی څښتن وغواړي وابه یې خلي، بیا به د نبوت د دود او دطریقې سره سم خلافت وي دا به تر هغه مهاله وي چې د لوی څښتن اراده وي بیا چې وغواړي پای ته به یې ورسوي. بیا به غاصبه واکمني وي دا به هم ترهغه مهاله وي چې د لوی څښتن اراده وي بیا چې الله وغواړي پای ته به یې ورسوي بیا به د جبر او ظلم واکمني وي دا به هم تر هغه مهاله وي چې د لوی څښتن اراده وي بیا چې الله وغواړي پای ته به یې ورسوي. ورپسې به د نبوت پر طریقه خلافت وي بیا حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پټه خوله شو. (الطیالسي ۴۳۸ مخ، او د مجمع الزوائد په ۱۸۸/۶ مخ کې وایي چې رجال یې ثقات دي.
د اسلامي امت یو والی فرض عین دی او نن ورځ باید ګرده نړۍ (مسلمانان) سره راټول شي او پر دې سره متفق شي چې دا پاشلی او څیرلی امت څنګه سره یوځای کړي؟ دوی باید نژادي، ژبني، توکمیز او مذهبي تعصبات له منځه یوسي او ددغه خوار او زبون امت غمه وکړي، په درد یې ودردیږي، په اوښکو یې اوښکې توی کړي او په خندا یې وخندیږي. داسې نه چې ورته ووایي چې دا بمونه واړه دي او غټ غټ واچوه!!!!!!! داسې نه چې هوایي او ځمکنۍ اډې ورکړي څو له هغه ځآیه په مسلمانانو باندې بریدونه وکړي، داسې نه چې د هغوی طیارو ته تیل ورکړي، ټانګونو ته یې تیل ورکړي، بمونو ته یې باروت برابر کړي او غریب، بې وسه، بېکسه، بې لاسه او بې پښو مسلمانان چې له لوږې یې د نسونو پوستکي وچ شويدي پرې ووژني!!
دوی وژل کیږي او ددوی کریږې او چیغې اووم آسمان لړزوي خو د سعودي،کویټ، قطر او اماراتو دا غټ غټ فیل مرغان د شرابو په ډنډونو کې له اروپایي کنجرو سره داسې پراته دي چې حتی د حی علی الصلاة غږ هم ښه نه پرې لګیږي؟؟ په نایجیریا کښې صلیبي یرغلګرو په میلیونونو مسلمانان قتل عام کړل، آیا د هغوی د پوښتنې کولو هم څوک شته؟ په چیچن کښې روسي یرغلګرو په میلیونونو مسلمانې عفیفې او طاهرې پیغلې بې عفته کړې، آیا د هغوی د پوښتنې هم څوک شته؟؟ د عراق د أبوغریب د افغانستان د بګرام زندانونه همدرانګه د صلیبي یرغلګرو د وحشتونو او بربریو داستانونه په خپلو وریتو شویو ژبو غږوي خو دا داستانونه غوږونه غواړي چې په الهي نور سره وینځل شوي وي، دا داستان زړه غواړي چې په الهي عشق آباد وي!!
د اسلامي امت د یو والي په هیله !
ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین ولکن المنافقین لا یعلمون !
 
لیک: عبدالبصیر عتیق زی