
د
خيبراحمد ترور په وياندۍ د ١٣٩٠ل کال د
ليندۍ د مياشتې ١١مه نېټه جلالکوټ ادبي خوځښت ٥٦مه غونډه د ننګرهار ټولنيز
مرکز(ميديوتيک)په انګړ کې وکړه.
غونډه
د جمعې ماسپښين په دوه بجې د قاري سيدامين په تلاوت پيل شوه،مشر يې ځوان شاعر محمد
آصف صادق،مشر مېلمه يې شاعر او ليکوال نورولي سعيد شينوارى او کوربه يې له ننګرهار
پوهنتون نه راغلى تکړه شاعر ساجد بهار و.
جلال
جمال د تېرې غونډې رپوټ ولوست او محمود خزان په ذهني ادبي ازمېښت کې څو پوښتنې
وکړې،چې څو يې د غونډې ګډونوالو او يوه يې پخپله ځواب کړه.
بيا
توحيد الله کوټوال په ادبي درس کې د پراګراف په اړه لنډ معلومات ورکړل.
ورپسې
طارق تسل له ژمنې سره سم خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ،چې مطلع يې وه:
د
محبت د سوال کچکول زړه دى
د
عشق شرابو ته کنډول زړه دى
رغاند
يې په اړه وويل:موضوع يې زړه ده،خو ده په نوي ډول کړې،د ده په وينا،د محبت د سوال
کچکول او د عشق شرابو ته کنډول نوي ترکيبونه دي او ښکلې مطلع ده.
بيا
لومړى بيت و:
ياره
زما د خوا نه لرې مه ځه!
زما
خو تاباندې راټول زړه دى
ساجد
بهار وړانديز وکړ:که دويمه نيمه بيته داسې شي:
زما
په تاباندې راټول زړه دى
نو
سهي به وي،ځکه چې د خوکليمه پکې يو ډول سکته ګي پيداکوي.
خو
امان الله پيوند او نوروز احمدزي بيا وويل:په دغه بيت کې خو خوند زيات کړى.
سعيد
شينواري وويل:که لومړۍ نېم بيته داسې شي:
ياره
زما لخوا نه لرې مه ځه!
نو
ښه به وي،ځکه چې دده په وينا،(د)د ملکيت لپاره استعماليږي،که د (د)پرځاى(له)راشي،د
ژبپوهنې له مخې د سربل او ستربل د ناسمې کارونې ستونزه به حله شي.
رغاند
د سعيد نظر تاييدکړ او زياته يې کړه:دغلته د(له)راوستل دغه بيت ته يو ډول موسيقيت
ورکوي،خو په هر شعر کې په کار نه ده،چې د ژبپوهنې د اصولو د تطبيق لپاره شاعر خپل
خيال متضرر کړي،ځکه چې شعر سل،په سلو کې د ګرامر تابع نه دى.
بيا
دويم بيت و:
ياره
ما مه ګڼه،زما سينه کې
ستا
محبت سره په تول زړه دى
محمود
خزان وويل:که لومړۍ نېم بيته داسې راشي:
کم
مې ونه ګڼې،زما سينه کې
ښه
به وي.
آصف
صادق بيا په دې نظر و چې:که لومړۍ نېم
بيته داسې شي:
کم
يې ونه ګڼې،زما سينه کې
سم
به وي.
رغاند
وړانديز وکړ،چې داسې دې شي:
اى!ما
کم مه ګڼه،زما سينه کې
مطيع
الله صالح بيا وويل:که په دې ډول شي،ښه به شي:
کم
به يې نه ګڼې،زما سينه کې
بيا
درېيم بيت و:
ما
د جنون په فتوا مه ککړوه!
زما
ټټر کې غزلبول زړه دى
خوشال
دراني وويل:ککړوه پکې سکته ګي لري،که داسې شي:
ککړ
مې نه کړې،د جنون په فتوا
نو
سم به شي.
صادق
وويل:فتوا ورکول کېږي،لګيږي نه،د ده په نظر دغه نېم بيته دې داسې راشي:
په
ما فتوا د جنون مه ورکوئ!
رغاند
د صادق نظر تاييد کړ او زياته يې کړه:فتوا ته موږ د نارواوو په مقابل کې د اسلامي
علماوو د يوه غبرګون په توګه په احترام قايل يوو او په دغه بيت کې ککړوه يوه ستغه
خبره ده،که پرځاى يې(ورکوه)راشي،سهي به وي.
بيا
مقطع ولوستل شوه:
چې
قناعت کوي،پخپله برخه
د
تسل زړه هم د بهلول زړه دى
دغه
بيت ټولو وستايه او پر غزل خبرې پاى ته ورسېدې.
بيا
طارق تسل ته بلنه ورکړل شوه،ده له ټولو مننه وکړه چې پر غزل يې خبرې وکړې.
تر
کره کتنې وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه،چې تر څلوېښتو ډېرو ځوانانو پکې شعرونه
وويل.
د
غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې بلې اونۍ ته به ساجد بهار ادبي درس ورکوي او امان
الله پيوند به لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړي.