
د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د نوامبر په ۲۸-مه نېټه د روسیې په پلازمېنه کې د«افغانستان او په منځنۍ اسیا کې د امنیت سیمه ییز سیستم جوړولو» تر سرلیک لاندې نړیواله پوهنیزه جرگه کې د گډون لپاره د افغانستان د اولسي جرگې لوړپوری پلاوی مسکو ښار ته ورسېد.
دنوامبر په ۲۹-مه نېټه د روسیې په دوما (پارلمان) کې د نوموړي لوړپوري پلاوي له تود هرکلي څخه وروسته د لورو تر منځ خبرې اترې پیل شوې. د خبرو اترو په ترڅ کې دواړو خواوو ته ټولې په زړه پورې موضوعگانې په ډېره ځېرکتیا او ژورتیا وڅېړل شوې. پاتې دې نه وي، چې په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولې او د افغان کډوالو د نړیوالې ټولې مشر ښاغلي الحاج اختر محمد صافي په خبرو اترو کې ډېره فعاله او گټوره ونډه درلودله. همدا راز په خبرو اترو کې د لرغونپوهنې پوهاند او د روسیې د پوهنې د ټولنې دختیځ پېژندنې د انستیتوت مرسیال بیلا کرینسکی ویچسلاوه ایکولوویچ او د انترناسیولیستو سرتېرو د جرگه گۍ مرسیال الکساندر لورنتوف برخه اخیستې وه.
د افغانستان په پلاوي کې لاندینیو وکیلانو غړیتوب درلود: عبدالقادر قلات وال، سيد اسحاق گېلاني، ډاکټر ځلمي زابلي، روشن آرا الکوزي، جنرال نظیفه ذکي، رڼا ترین ، وحیدې صافي، نادر خان کټوازي، حبیب الرحمن افغان او ډاکټر شاه جهان.
د خبرو اترو په اوږدو کې د دوو هېوادونو د پارلمانونو د همغږۍ، د افغانستان په بیارغونه کې د روسیې ونډه او د پخوانۍ شوروي په پېر کې د پنځول شوو پروژو په بیا رغونه کې د پانگه اچونې په هکله هراړخبرې خبرې وشوې.
د روسیې د پارلمان استازو له خپلو افغانو سیالو څخه پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل په مهال د ورک شوو روسي سرتېرو په موندلو کې د مرستې هیله وکړه او افغاني مېلمنوپه خپل وار د اړینې مرستې کولو ژمنه وکړه.
له بلې خوا، د روسیې لوري د افغاني مخدره توکو له سیند څخه، چې روسیه یې ډوبه کړې سرټکونه وکړه او روسیې ته د دې شر د راوړلو په مخنیوي کې یې مرسته وغوښتله. د افغانستان د اولسي جرگې وکیلانو د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی به د خپل وس سره سم په دې کې مرسته وکړي او څه به و نه سپموي.
د ویلو وړ ده، چې د خبرو اترو په ترڅ کې په افغانستان او په ټولیزه توگه په سیمه کې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د امنیت په اړه داندونو راکړه ورکړه وشوه. روسانو په افغانستان کې د امریکايي اډو د جوړولو له کبله خپله اندېښنه څرگنده کړه، خو افغانانو دوی ته ډاډ ورکړ، چې دا اډې یوازې او یوازې د ځېنو گاونډیو هیوادو له خوا د دوی هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي لپاه جوړېږي، نه د نورو هېوادونو د ننگونې او یا تېری کولو.
افغاني لوړپوري پلاوي پر دې ټینگار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د سیمې د امنیت په ټینگښت کې د پام وړ رول ولوبوي . دا هم وویل شوه، چې د دواړو هېوادونو اولستونو له پخوا څخه ښې اړېکې درلودلې او دا اړېکې باید ویال پښت ته وساتل شي.
یاد دې وي، چې د«افغانستان او په منځنۍ اسیا کې د امنیت سیمه ییز سیستم جوړولو» تر سرلیک لاندې نړیواله پوهنیزه جرگه د دېسمبر په لومړۍ نېټه د روسیې د اولسونو د ملگرتیا په پوهنتون کې په روسیه کې د مېشتو افغانانو د سراسري ټولنې په نوښت په بریالۍ توگه ترسره شوه.
په روسیه کې دمېشتو افغانانو سراسري ټولنه
فرهنگي څانگه
د ډله ییزو رسنیو جرگه گۍ