په جرمني کې د ((يوويشــتمه پيړۍ او افغانســتان)) د سيمينار رېپوټ:

 سپينتمان
  د دوهم بون د کنفرانس د پيل کيدو نه مخکې، د 2011ز کال د ډسمبر په دوهمه نېټه،په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا،يوويشــتمه پيړۍ او افغانســتان او( د بون د کنفرانس څخه د افغانانو هيلې ) تر سرليک ﻻندې يو سيمينار جوړ کړ.
په دغه سيمينار کې د راز  راز مدني ټولنو  استازي او علمي او فرهنګي شخصيتونو،چې د افغانستان امريکا او اروپايي هېوادنو څخه رابلل شوي، ګډون درلود.

\"\"
د سيمينار د وياندويۍ چارې  ښاغلي شيرولي شير پر مخ بيولې او د سيمينار په پيل کې يې ، ښاغلي سيدهاشم پاچا ته بلنه ورکړه، چې غونډه د اسلامي او افغاني دود سره سمه، د عظيم الشان قران د پاکو ايتونو په تلاوت سره پيل کړي.

\"\"
ښاغلي سيد هاشم پاچا تر تلاوت وروسته، د ځينو ديني فريضو او ﻻرښوونو يادونه وکړه.
\"\"
\"\" 
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې  په استازيتوب، ښاغلي استاد سيدحسن، راغلو ميلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر ويلو وروسته، پرانيستونکي وينا واوروله او په افغانستان کې يې  د پرمختګونو  او د تاريخ په ځينو پېرونو کې، دبهرنيو  هېوانو سره پر اړيکو  خبرې وکړې.
\"\" 

د دعوت ورځپاڼې او ويب پاڼې مشر  ښاغلي طارق بزګر په خپله مقاله کې، په افغانستان کې د جګړې د زياتيدلو او اوږديدلو ﻻملونو، څېړنيزه شننه وړاندې کړه او په اوسني وخت کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د وتلو د هڅو ﻻملونه يې په ډاګه کړل.
\"\" 
ښاغلي بزګر د لومړي بون د کنفرانس (پيترزبورګ) باندې هم نيوکه وکړه او  ځينې تيروتنې يې په ګوته کړې؛ د ده په وينا په لومړي کنفرانس کې شمال ټلوالې او د دوی جنګساﻻرانو ته  د غوښنې برخې ورکول، د ولس د استازيتوب نه شتون ، د حکومتي څوکيو په ويش کې د قومونو د تناسب او انډول نه ساتل، پښتنو ته په ټيټه کتل په هېواد کې ډېرې ستونزې  رامنځته کړې او اوس بهرنيان د وتلو ﻻرې چارې لټوي.
ښاغلي بزګر زياته کړه، چې د لومړي بون د کنفرانس د زياتو نيمګړتياوو سره سره، بيا هم  په افغانستان کې د ابادۍ او بيارغاونې په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي.
 \"\"

د سيمينار بل ويناوال ښاغلی زرغونشاه شينواری و، چې په امريکا کې د افغاني تلويزيون  د ځينې پروګرامونو د چلولو چارې هم پر مخ بيايي. نوموړي ((په ختيځ کې د لويديځ لويه لوبه)) تر سرليک مقاله درلود.
ښاغلي شينوارې خپله وينا په دې بيت سره پيل کړه:
چې دنيا ته د ډيوې په شان سوځيږي
د خپل ولس دغه خصلت ته مې سلام دی
 \"\"
ښاغلي شينواري د افغانستان د حاﻻتو په هکله خبرې وکړې او د اوسني حالاتو يو روڼ انځور يې وړاندې کړ. نوموړي وويل، چې په افغانستان کې د دموکراسۍ په نامه د ناټو جګړه پيل شوه او د لومړي بون په کنفرانس کې تر پوځي فشار ﻻندې د افغانستان د حکومت لپاره يو ناانډوله ترکيب رامنځته شو.
نوموړي زياته کړه: د بون کنفرانس د افغانستان په نوم جوړ شوی و، خو په حقيقت کې نورو هېوادنو د خپلو موخو لپاره ترې ګټه واخيستله. د ښاغلي شينواري په وينا، پر افغانستان باندې د ناټو يرغل د هېواد په تاريخ کې يو نوی فصل و، خو دا چې څه ډول و، پايلې به يې وروسته څرګندې شي. ښاغلي شينواري ناټو په دې پړه وبلله، چې په افغانستان کې يې په سياسي او اقتصادي برخو کې هم انحصار رامنځته کړی او هر څه يې په خپل ﻻس کې نيولي او د (ان جي او) رامنځته شوی سيستم سره يې مخالفت وښود.
 \"\"
ښاغلي غوث الدين فروتن د ((هندارې)) مدني ټولنې مشر،  له افغانستان نه دغې غونډې ته رابلل شوی و. ((افغانستان او فرهنګي يرغلونو)) مقاله کې نوموړي، په افغانستان کې  فرهنګي ناخوالو او ستونزې په ډاګه کړې. ښاغلي فروتن وويل:
په تيرو ديرشو کلنو کې د ګاونډيو او ځينې ځانګړو کړيو لخوا، د افغانستان پر فرهنګ يرغل شوی او هڅه شوې، چې خپل فرهنګ پر افغانستان وروتپي. نوموړي زياته کړه، چې له ټولو خنډونو سره سره  په  فرهنګي ساحه کې د ځينې مهم کارونه شوي او يو زيات شمېر نوي ټولنې هم راټوکيدلي. ښاغلي فروتن په ځانګړې توګه ((د افغان کلتوري جرګه)) د هلو ځلو ستاينه وکړه او د دوی د مهمو کارونو يو بېلګه يې هغه سيمينار وبللو، چې په اوسني ناساز  وخت کې يې د سرشمېرنې مخنيوی وکړ.
ښاغلي فروتن د نوي ټولنو او بنسټونو ټولنې شمېر يې ډېر زيات وښودلو، چې له سوونو هم زيات دي او څو بېلګې او دشوي کارونو يادونه يې داسې وکړه: د ميرمن ټولنيز کلتوري بهير جوړيدل، پښتو نړيوال کنفرانس(په غونډه کې يې له دوه زرو زياتو ليکواﻻنو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه )، په کابل کې د اسانه پښتو تر سرليک د سيمينار جوړيدل او ........داسې نور.

\"\"
ښاغلي فروتن د وينا په پای کې ځينې وړانديزونه هم درلودل؛ د ده په اند د تخنيک پر مټ نړۍ ډېره سره نږدې شوې او بايد فرهنګي هڅې نوره هم ګړندۍ شي؛ ده د يوه نړيوال سيمينار د جوړيدو، د يو ګډ مرکز او صندوق د جوړيدلو لپاره لېوالتيا وښودله او له ټولو يې وغوښتل، چې خپل کور موږ بايد په خپله جوړ کړو.
 \"\"
اغلې شينکۍ کړوخيل، چې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې او د ښځو د نهضت  سرﻻرې ده، د افغانستان د سياسي حاﻻتو او د ښځو د ژوند په هکله يې برخه والو ته مالومات وړاندې کړل.
اغلۍ کړوخيل وويل، چې د بون(بن) لومړني کنفرانس نه وروسته داسې هيلې راټوکيدلې وې، چې د نوي نظام په رامنځته کيدو سره به د ښځو ژوند بهتره شي. نوموړې زياته کړه، چې له بده مرغه په افغانستان کې داسې کړۍ رامنځته شوې، چې د دوی تر منځ د کرسيو ويش يوازې پر قومي بنسټ تر سره  شو، چې مشکلات او ستونزې يې رامنځته کړې او  هيلې نهيلې شوې.
مېرمن کړوخيل زياته کړه: زه د دوهم ځل لپاره هم وکيله شوم خو زما زياتره وخت پر دې تيريږي، چې خلک له تورونو وژغورم. نوموړې زياته کړه: په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې توازن په پام کې نه نيول کيږي؛ يوه بېلګه يې داسې ياده کړه، چې د ښځو لپاره 150 بورسونه راغلي وو او وزير صيب يوازې يوه قوم ته 50 بورسونه ورکړل. هغې زياته کړه، چې ښاغلي ولسمشر هم په دې هکله ګيله کوله!!!
اغلې کړوخيل نيوکه وکړه، چې په افغانستان کې داسې مثلث رامنځته شوی، چې په هر کار کې خپله ونډه غواړي او بايد په کې دخيل وي. د داسې ښځو يادونه يې هم وکړه (بې له دې چې نوم يې واخلي)، چې په رسنيو کې يې ترې اتلې جوړې کړي او ويبپاڼې ورته جوړې شوي، خو په اصل کې د مخدره توکه کار وبار کوي. نوموړې په دې ټينګار وکړ، چې زه له طالب نه دفاع نه کوم خو هغه چا چې کابل وران کړ، برائت يې واخست.
په پای کې يې  له دې امله خوشالي څرګنده کړه، چې له هېواده ليرې په بهر کې بيا هم افغانانو خپل هېواد نه دی هېر کړی او د زړه له کومې يې د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي او هيله يې څرګنده کړه، چې په خپلو غونډو کې د ښځو په شمېر کې زياتوالی راولي.
 \"\" 
د پژواک خبري اژانس مشر ښاغلي دانش کړوخيل هم په دغه سيمينار کې ګډون درلود.  ښاغلي کړوخيل د افغانستان اوسني شرايط د خلکو او  خبرياﻻنو لپاره ډېر ناوړه او ناامنه وبلل. ده په بهرميشتو افغانو غږ وکړ، چې د افغان ولس غږ پورته کړي، ځکه هلته خلک د خپل غږ د پورته کولو وس نه لري ځکه دا ولس يرغمل شوی.
نوموړي په شاه جوی کې د يوې پېښې کيسه د بېلګې په توګه وړاندې وکړه، چې  يو پوليس سيمې ته ورغلی و او کوم سپين ږيري د پښتنو د دود خلاف ورسره ستړي مشي نه وه کړې. ﻻمل يې دا وښودل شو، چې يو ځل مخکې همدلته د يو بل تن لخوا دا کار شوی و، چې د وسله والو لخوا بيا ووژل شو.
ښاغلی کړوخيل همدا راز د دوهم بون په کنفرانس کې هم د ګډون په نيت جرمني ته رسيدلی او د ځينو کړيو پر انحصاري چارو  يې نيوکه وکړه. نوموړې يادونه وکړه، چې د مدني ټولنو په استازيتوب 34 تنه راغلي، چې يوازې 7 تنه يې پښتانه دي. همدا راز يې د پښتو ترجمان او د ژبې د فونټ د نه موجوديت ستونځو ته يې هم اشاره وکړه.
\"\" 
ډاکټر محمد نواب ويساند، د افغانستان د اقتصاد په هکله مالومات وړاندې کړل. نوموړي وويل، چې په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې پوهنيزې څېړنې نه دي تر سره شوي؛ د خلکو اقتصادي حالت يې د اندېښنې وړ وبللو. نوموړې زياته کړه، چې په هېواد کې تر نيمايي زيات خلک په فقر کې ژوند کوي.
نوموړې په خپله څېړنيزه مقاله کې په مختلفو پېرونو کې د افغانستان اقتصاد ته لنډه کتنه وکړه او د ځينو هېوادنو سره  يې د افغانستان يو پرتليزه انځور د ارقامو او جدولونو په  ورکولو سره  وړاندې کړ.
نوموړي د افغانستان اقتصاد ته د رسيدلو زيانونو کچه په ډاګه کړه او د اقتصادي پرمختګ لپاره يې خپل وړانديزونه هم وړاندې کړل.
\"\" 
د جرمني د بوخوم پوهنتون نه هم يو شمېر استادان، چې د زده کړې په موخه دغه پوهنتون ته راغلي دي، سيمينار ته رارسيدلي وو. د دوی له ډلې ښاغلي رضا فرزان چې د کابل پوهنتون استاد دی، هيله څرګنده کړه، چې ټول افغانان وکړئ شي يوه ورځ په ګډه سره کښيني او  خپل هېواد ته په ګډه کار وکړي او د دوی تر منځ هېڅ ډول پولې موجودې نه وي.
د ښاغلي فرزان تر خبرو وروسته يوه لنډه تفريح اعلان شوه او يو شمېر فرهنګيان او ليکواﻻن وټاکل شول، چې د سيمينار د پرېکړه ليک مسوده  چمتو کړي.
 \"\"

تر دمې وروسته دوه تنه نور وينا والو خپلې مقالې وړاندې کړې.  ښاغلي محمدظاهر حاذق ((د بن د دوهمي غونډي لپاره وړانديزونه)) تر سرليک ليکنه درلوده، چې هر اړخيز  وړانديزونه په کې وړاندې شول.  ښاغلي حاذق د بون غونډې پر اجندا، سياسي ﻻملونو باندې  خبرې وکړې او نوي  وړانديزونه يې وړاندې کړل. بشپړه ليکنه په دې پته لوستی شئ: ( د بن د دوهمي غونډي لپاره وړا�.. ).

\"\"
ښاغلي اسدالله هلالي په افغانستان کې د بشر د حقوقو اړوند تفصيلي ليکنه درلوده، چې مهم ټکي يې د سيمينار له برخه والو سره شريک شول. نوموړي  د يوويشتمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې، په افغانستان کې د بشر د حقوقو جاج  په ښه توګه وړاندې کړ او په دغه مساله کې يې د کورنيو او بهرنيو ﻻملونو يادونه وکړه.
 \"\"
ښاغلي هلالي د بشر د حقوقو په تعريف او څرنګوالي هم علمي بحث وکړ او  همداراز يې  د راز راز حقوقو اړوند شننه يې وړاندې کړه. ښاغلي وينا وال په افغانستان  کې د بشر له حقوقو  نه  سرغړونو ته  په اشارې سره، زموږ په ګران هېواد کې د بهرنيانو د ﻻسوهنې او د دوی د لګښتونو  د مثبتې پايلې نه ورکول ﻻملونه په ډاګه کړل.
د سيمينار د لومړۍ برخه په پای کې د پرېکړه ليک مسوده ولوستل شوه، د ځنيې سمونتيا وروسته د نشر او ترجمې لپاره يې د حاضرينو لخوا سپارښتنه  وشوه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار ته د کورنيو چارو پخواني وزير او  جمهوري رياست ته نوماند کانديد ښاغلی علي احمد جلالي هم د راتګ ژمنه کړې وه خو له بدمرغه  ګډون يې ونکړ او نه يې په دې هکله تر پايه يې د سيمينار سمبالوونکو ته  خبر ورکړ. هيله ده، چې کومه جدي ستونزه ورته پيدا شوي نه وي.
 همداراز د سيمه ييزو څېړنو مرکزمشر، تکړه ليکوال او شاعر ښاغلی عبدالغفور لېوال هم دغه سيمينار ته رابلل شوی و، چې له بده مرغه په افغانستان کې  د جرمني سفارت، د ناڅرګندو ﻻملونو له مخې  ورته ويزه ورنکړه.
 \"\"

د غونډې دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې د چلولو چارې يې ښاغلي محمد اجان يار پر غاړه درلودې. شاعران خپل شعرونه ولوستل او زړه بړاس يې په کې راکم کړ. دغه شاعرانو په کې ګډون درلود:
 \"\"
ښاغلی مصطفی بهار
 \"\"
ښاغلی سجاد
\"\" 
ښاغلی مبارز څاپی
 \"\"
ښاغلی مطيع الله رووفي
 
 غونډه د شپې ناوخته پای ته ورسيده.