په بلجیم کښي د افغان کلتوري بهیر دریځ د دوهم بن په هکله


۱= افغان دولت او په هغه پوري تړلي اداری دي وهڅول شي تر څو د پخوانیو جنګسالارانو لاس له دولت او دولتي ادارو څخه لنډ کړي ، موازي اداری ړنګي کړي چي په دې وسیله به مرکزي اداره قوی او انتقالي عدالت پلۍ کړي .
۲= په نظامي برخه کښي کوښښ وشي د تنظیم او جنګي ډلو لاس د ملي پوځ له جوړښت څخه لنډ شي ، پوځ له افغان اولس څخه جوړ شي نه له تنظیمي ډلو څخه . افغان اولس د خپلو ملي ګټو ، د سیمي او نړیوالو موخو ګډه لاره پیژني . نړیوال مسولیت او مکلفیت دا اوسني بنیادګر نه پیژني او نه یې هم د درک توان لري .
۳= د بن له غونډی څخه مو هیله ده چي د خپل دپلماتیک ، سیاسي او اقتصادي فشارونو ، اړیکو د تاثیراتو له اړخه پاکستان ، ایران ، سعودي عرب او نورو عربي هیوادونو ته ګوتڅنډنه وکړي تر څو د مذهبي افراطیت صادرول افغانستان ته بند کړي .
۴= د نړۍ له دولتونو څخه غواړو تر څو دا اوسنۍ اقتصادي مافیا له پښو وغورځوي او له قدرت څخه یی لاس لنډ کړي . د دې جنګسالارانو او حرفوي مجرمینو ( مافیا ) خلع کول هغه وخت ناشوني دي چي ژوند یې د افغان اولس په وینه تامین شي . بیا به تر حد ډیر ژوند وکړي او د افغان اولس پر مرۍ به چاړه تیره کړي .
۵= د افغان اولس هیله دا ده چي د خپلو هغه وینو د تویدلو چي د نړۍ په سمون کي یې توی کړي دي د خپلي مړیني په بیه تمامي نه شي . افغانان په دی عقیده دي چي که تاسو په سیمه کښي د اړون بدلون توان لری نو په سیمه کښي د ارامولو او سم سمکۍ توان هم درسره شته .
نور وخت راغلی چي موږ ( افغانان ) هم د نړۍ له اولسونو سره د نړۍ د ښیرازۍ په سفر کښي برابر روان شو ، او دا نړۍ ښیرازه کړو . د نړۍ په ښیرازۍ کښي د افغانستان د جنګسالارانو او حرفوي مجرمینو مرګ نغښتۍ دۍ .
موږ له دی شره خلاص کړۍ !
۶= دیموکراتیک ریاستي جمهوري نظام د افغان اولس که ښځه ده که نارینه حقوق خوندي کولای شي که زموږ سره د مدیریت په لاره کي مرسته وشي . افغانستان لا داسي بچیان په خپل غیږه کي لري چي دا وطن او اولس له اوسني کړکیچن حالت څخه وباسي . دا اوسني ستاسو انتصاب سوي لیډران چي یو عمر یې د خپل وطن او اولس پر ضد مسلح جنګ کړی دۍ نور ستاسو سره لکه د پاکستان حکومت ، دوه مخی سیاست لوبوي . داسي چي پاکستان په سیمه کښي د یو لړ هدفونو لپاره جوړ شو او اوس د نړۍ لپاره د سرطان دانه ګڼل شوی ده ، داسي ستاسو په لاس ایښودل شوې ونه هم ، چي زهرجیني ریښی ځغلوي ، تاسو او ټولي نړۍ ته د سرطان مرګونۍ ګذار کیدای شي .
افغان اولس او خپل راتلونکۍ نسل له دې شره خلاص کړۍ !
افغان کلتوري بهیر
بلجیم