
مطبوعاتي خبرپاڼه
کابل، افغانستان (د سمبر٣، ٢٠١١ ميلادي کال )
د پښتو تلوېزيون څخه خپرېدونکى د لېوال د ليرې ښوونځي د جنوبي اسيا په کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله
پښتو ټلويزيون او د لېوال د لېرې ښوونځي خپل ښوونيز مواد د اسيا په کچه يو نندارتون، چې د هندوستان په ډيلي ښار کې و، نندارې ته وړاندې کړل، دغه نندارتون د ډسمبر د ١ څخه تر ٢ پورې و. د لېوال ښوونځي نندارځي ته په زرګونو نندارچيان راتلل او د پښتو ټلويزيون څخه خپريدونکى ښوونځي ستاينه يې کوله او ډېرو وغوښتل چې د همدې په څېر ښوونځى دې دوى ته په هندي او اردو کې هم جوړ شي.
همدارنګه د نندارتون ترڅنګ ښاغلي ن.ر. لېوال د الکټرونيکي- ښوونيزو لارو چارو سيمنار ته عالمانه وينا وکړه، چې د ګډونوالو د تود هرکلي وړ شوله، نوموړي وويل چې ل نن څخه ١٥ کاله مخکې ده د پښتو او دري سره سره اردو او هندي ژبو لپاره هم د کمپيوټر پروګرامونه جوړ کړي وه چې تر ننه په هندوستان او پاکستان کې کارېږي.
د هندوستان رسنۍ هم د پښتو ټلويزيون او لېوال د لېرې ښوونځي څخه اغېزمن او په خپل وار يې له ښاغلي لېوال سره مرکې وکړې.
د سيمنار او نندارتون په پاى کې د پښتو تلوېزيون څخه خپرېدونکي د لېوال د ليرې ښوونځي د جنوبي اسيا په کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله. د لېوال د لېرې ښوونځى چې د ښاغلي ن. ر. لېوال نوښت او جوړښت دى او مو خه يې دا ده چې ټول د ښوونځي زدهکړه د راډيو، ټلويزيون، ويډيي وسايلو او غږيزو وسايلو له لارې اسانه په خپل کور کې وکړائ شي. د خوشالۍ ځاى دا دى چې همدا اوس دغه ښوونځى د پښتو تلويزيون له لاري خپرېږي . پښتو تلويزيون چې يو کورنيز چينل دى، ډېرې په زړه پورې ځانګړې او د خلکو د اړتياوو سره سمې خپرونې برابروي، يوه کورنۍ کولاى شي چې په ګډه يې سره وګوري، پښتو راډيو تلويزيون خپلو ليدونکو او اوريدونکو ته ډيرې له محتوا ډکې، سياسي، خبري، ښوونيزې او تفريحي خپرونې چمتو کوي چې ډېر څه ورڅخه زده کېداى شي.
"لېوال وويل: دا کار يو غوره مثال دى چې موږ څنګه کولاى شو د ښوونکي او ښوونځي کار له تخنيکي وسايلو څخه واخلو او له دې لارې زدهکړې ته د ټولو ترلاسى اسانه شي، موږ ددې کار لپاره له څو لسيزو راهيسي هلې ځلې کوو او اوس مو ډېره تجربه ترلاسه کړي، موږ د ډېرو کالونو څخه د معلوماتي او مخابراتې ټکنالوجي د کارونې ژوره تجربه لرو همدا وجه ده چې اوس د پښتو تلويزيون څخه موږ ښوونيزې خپرونې پيل کړي، له نيکمرغه دا چينل د سيمې په کچه له هندوستان څخه تر عربستان پورې نژدي سل ميلونه څخه زياتو پښتنوته خپرونې کوي.
د لېوال د ليري ښوونځي خپرونې چې د افعانستان او د نړيوالو تعليمي نصابونو د معيارونو په نظر کې نيولو سره جوړې شوي، له لومړي ټولګي تر دريم ټولګي په بر کې نيسي چې د دريم ټولګي په بشپړلو سره زده کوونکي د دې جوګه کېږي، چې اساسي ليک لوست او حساب زده کړي، د دې لپاره چې زده کوونکي له ټلويزيون، راډيو، کمپيوټر، ځانګړو کتابونو او نورو د اورېدلو الاتو له لارې ښې او موثرې زده کړې وکړي. ځانګړي کتابونه او ويډيوګانې جوړې شوي، چې په کارونې سره يې زده کوونکي کولاى شي د کتابونو په واسطه او يا د تلويزيون ، راډيو او نورو اورېدلو الاتو څخه په ګټه اخيستنې سره پرته له ښوونکي زده کړې وکړي. د پښتو ټلويزيون له لارې هر سبق هره ورځ څو ځلي په مختلفو وختونو کې خپرېږي لکه سهار١٠:٩ غرمې ١ بجه او د شپي ١١ (ناوخته د هغو ليدونکو لپاره خپرېږي چې د افغانستان څخه د باندې ژوند کوي). موږ هڅه کوو چې ډېر ژر د انټرنټ له لارې هم خپرونې پيل کړو چې د نړۍ په هر ګوټ کې اوسېدونکي ورڅخه زده کړې وکړي. په پام کې ده چې پښتو ټلويزيون به د لېوال د لېرې ښوونځي د برياليو زده کوونکو د زده کړو د برياليتوب د بهير کيسې خپروي چي نور زده کوونکي وهڅېږي څو زده کړې وکړي.
همدرانګه ښاغلي لېوال وويل: چې "اړتيا د اختراع مور ده" ددې کار مفکوره د دې دريو علتونو له امله رامنځته شوې:
د دې لړۍ مالي لګښت ته په افغانستان کې لېوال مخکښې کمپنۍ IT (مالوماتي ټکنالوجۍ) ICT (مخابراتي ټکنالوجۍ) اوږه ورکړې چې د دوو لسيزو را په دېخوا يې په دې ډګر کې بې سارې په زړه پورې ښوونيزې او نوښتګرې اسانتياوې برابرې کړي.
ښاغلى لېوال اوس هم په هندوستان کې دى که څوک ورسره مرکه کول غواړي، موږ سره دې په لاندې پته اړيکه ونيسي.
مطبوعاتي اړيکو لپاره:
ټيلفون: ٠٠٩٣٧٧٧٧٢٧٤٨٦
برېښناليک: arika@pashtotv.tv
ويبپاڼه: http://www.pashtotv.tv