د2011 ز کال د ډسمبر2 مه نېټه
هيورت، جرمني
په جرمني کې ((د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې)) په نوښت، ،يوويشــتمه پيړۍ او افغانســتان، او( د بن د کنفرانس څخه د افغانانو هيلې ) تر سرليک ﻻندې سيمينار جوړ کړ.
په دغه سيمينار کې، چې د افغانستان د مختلفو مدني ټولنو استازو ، علمي او فرهنګي شخصيتونو په کې ګډون درلود، ﻻندې ټکي يې د يوه پرېکړه ليک په توګه تصويب کړل:
د دوهم بن په کنفرانس کې بايد هغه تيروتنې بيا تکرار نشي، چې په لومړي کنفرانس کې رامنځته شوي وې. پرېکړې بايد داسې وشي، چې په افغانستان کې د جنګساﻻرانو اغيز پای ته ورسيږي او نور له دغه پياوړې سياسي، پوځي، اقتصادي مافيا څخه هېواد وژغول شي.
د غونډې برخوال په دې اند دي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د حل ﻻره نه ده او بايد د سولې رامنځته کولو لپاره د قضيې پر سياسي حل باندې فکر وشي. د بن په کنفرانس کې بايد تر ټولو زيات د سولې د بهير په پياوړتيا ټينګار وشي او په دې ﻻره کې د خنډونو د منځه وړلو لپاره دې عملي ګامونه واخستل شي.
تر 2014 ز کال پورې، چې د افغانستان امنيتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، د افغانستان امنيتي ځواکونه بايد له تنظيمي، حزبي او سياسي کړيو له منګولو وژغورل شي او يوازې د افغانستان د ملي کټو ته د ژمنتوب پر بنسټ دې جوړ شي.
له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، اقتصادي چارې بايد داسې تنظيم شي، چې افغانستان وکولی شي خپلو اړتياوو ته ځواب وويل شي او داسې حالت رامنځته نشي، چې د اقتصادي ستونزو له امله بيا هېواد د بې ثباتۍ په لور روان شي. نړيوالې اقتصادي مرستې دې، د شفاف ميکانيزم له ﻻرې په دولتي سيستم کې تنظيم شي.
په افغانستان کې د مرکزي حکومت د پياوړتيا لپاره دې، له موازي ادارو او ځواکمنيو جوړولو څخه ډډه وشي.
له افغانستان نه د نړيوالو ځواکونو د وتلو سره سم دې، د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادنو د ﻻسوهنې د مخنيوي لپاره دې، د نړيوال تضمين د ورکولو ميکانيزم جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې په همدې اړه د بلجيم کلتوري بهير، په نيدرلنډ کې د افغانانو کلتوري ټولنې او په امريکا کې د خپلواک بهير هم خپلې پرېکړې له دغه پرېکړه ليک سره همغږي کړې.