غزل

د ستا په شان نه یم منم د ګل په رنګ هم نه یمخو دا به هم منې اشنا چې ډیر بدرنګ هم نه یم
... لکه پښتون ولاړ پر برید د ناقراره ژوند یمسوله مې هم زړه نه مني راضي په جنګ هم نه یم
یو څوک خوشته چې مې په ستړي وخت کې مخ وراوړيشکور د اوسپنې په شان خاورو کې زنګ هم نه یم
چې ته مې زړه کې ژوندی ساتې لکه بله ډیوهزه به دې هیر کړم؟ نه قربان دومره بې ننګ هم نه یم
د خلکو مینه ده ،دنګ خیال مې بولي دنګ مې بوليګنې جلانه زه خو خاورې یمه دنګ هم نه یم
سیدجیلاني جلان .کابل ژوندون راډیو تلویزیون