د عاشوراء په ورځ د روژې فضیلت

عاشوراء د محرم د میاشتې لسمه ورځ ده او پر دغه ورځ د روژې نیول ډیر فضیلت لري، پر دې اړه ډیر احادیث نبوي صلی الله علیه وسلم موجود دي چې ددغې ورځې لویي او عظمت موږ ته راپه ګوته کوي. ډیره غوره ده که څوک پر دغه ورځ روژه ونیسي او دا باید په پآم کې ولرو چې ددې ورځې روژه نیول فرض ندی مګر نفل دی.
 معاویه بن سفیان رضی الله عنه روایت کوي چې ما له رسول کریم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویل یې: د عاشوراء د ورځې په مناسبت، دا فرض ندی چې حتمي باید روژه ونیسۍ لکه زه یې چې نیسم، که چیرې د چاخوښه وي نو ودې نیسي او که یې خوښه نه وي نه دې نیسي. رواه البخاري و المسلم.
 د نوموړې ورځې روژه نیول ډیرې ځآنګړنې لري. رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: د عاشوراء د ورځې روژه نیول د ډیرو خصوصیاتو لرونکې ده، امید دی چې الله تعالی به دا روژه د تیر کال د ګناهونو د کفارې په توګه قبوله کړي. رواه مسلم. 
 ابن عباس رضی الله فرمایي: ما رسول کریم صلی الله علیه وسلم ندی لیدلی چې دومره دې ددغې ورځې روژه نیولو ته په شوق کې وي او د بلې ورځې روژې ته یې ددې ورځې پر روژې باندې لومړیتوب ورکاوه، د عاشوراء ورځ او دا میاشت، یعنې د رمضان میاشت. رواه البخاري.
 ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوي: ما له رسول کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې وروسته له فرض لمانځه څخه کوم لمونځ ډیر غوره دی، مبارک راته وفرمایل چې: د نیمې شپې لمونځ کول، بیا مې وپوښتل، چې کومه روژه وروسته د رمضان له روژو څخه ډیر فضیلت لري؟ مبارک راته وفرمایل: د الله تعالی میاشت چې تاسو ورته محرم وایاست. رواه مسلم، احمد في مسنده و أبوداؤد.
 
 د اسلام په اوایلو کښې د عاشوراء د ورځې روژه نیول فرض وو، خو د هجرت په دوهم کال چې کله د رمضان میاشت فرض وګرځول شوه نو رسول صلی الله علیه وسلم یو نفر ولیږه څو خلکو ته اعلان وکړي چې د عاشوراء د ورځې روژه نیول اختیاري ده.
 رسول صلی  الله علیه وسلم له خپلو اصحابو کرامو سره چې کله پر مکه کې وو نو دا ورځ به یې روژه نیوله او چې کله یې مدینې ته هجرت وکړ او ویې لیدل چې یهود دا ورځ روژه نیسي نو مسلمانانو ته یې هم اعلان وکړ چې دا ورځ روژه ونیسي، او مسلمانانو هم روژه نیوله تر هغو چې د رمضان میاشت فرض وګرځول شوه او دا ورځ اختیاري شوه.  په یوه بل روایت کښې داسې راغلي دي چې یهودوانو به پردې ورځ میلمستیاوې کولې او رسول کریم صلی الله علیه وسلم اصحابو کرامو ته امر وکړ چې روژه ونیسي. رواه البخاري.
 
 عائشة رضی الله عنها فرمایي، قریشو مخکې له اسلام څخه دا ورځ روژه نیوله او رسول صلی الله علیه وسلم هم نیوله، کله چې مدینې ته راغی نو بیا یې هم دا ورځ روژه نیوله او خلکو ته یې هم امر وکړ چې روژه ونیسي، خو کله چې د رمشان میاشت فرض شوه نو یې خلکو ته وویل چې که غواړي دعاشوراء ورځ روژه ونیسي ودې نیسي او که یې نه نیسي هم پروا پرې نشته.رواه البخاري و المسلم.
 کله چې مدینې ته راغی نو هغه صلی الله علیه وسلم ولیدل چې یهودان دا ورځ روژه نیسي، نو یې له هغوی څخه ددغې ورځې د روژې نیولو په هکله وپوښتل، دوی وویل: دا یوه پربرکته ورځ ده، په دې ورځ موسي علیه السلام او د اسراییلو بچي الله پآک د هغوی له دښمنانو وژغورل نو موسي علیه السلام دا ورځ روژه نیوله، نو رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: زه له تاسو څخه د موسي ډیر مستحق یم. بیا یې مسلمانانو ته امر وکړ چې دا ورځ روژه ونیسي. رواه البخاري.
 
 أبوموسي أشعري رضی الله عنه روایت کوي: یهودان دا ورځ د میلسمتیا په توګه لمانځي او احترام یې کوي، رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو مسلمانان باید پر دغه ورځ روژه ونیسۍ. رواه البخاري والمسلم.
 
 که چیرې چا ته دا سوال پیدا شي چې ولې رسول کریم صلی الله علیه وسلم دا ورځ روژه نیوله چې یهودو هم نیوله او حال دا چې امر یې کړی دی چې باید د کفارو متابعت ونشي. د معتبرو احادیثو مطابق رسول کریم صلی الله علیه وسلم دا ورځ حتی په مکه کې هم مخکې له هجرت څخه روژه نیوله. او عربانو هم ددې ورځ د حرمت په خاطر روژه نیوله او دا ورځ یې لمانځله او پر دې ورځ به یې د کعبې پوښ بدلاوه.
 
 په را وروستو کې رسول صلی الله علیه وسلم د ژوند په آخرو کښې مسلمانانو ته امر وکړ چې نهمه ورځ یې هم روژه ونیسي، که چیرې څوک دغه ورځ روژه نیسي نو دا غوره ده چې نهمه ورځ یې هم روژه ونیسي یعنې یوه ورځ مخکې او یوه ورځ وروسته له لسمې یعنې یوولسمه 11 ورځ یې هم، څو له یهودو سره فرق وشي.
 
 مسلمان علماء چې یو د هغو له ډلې څخه ابن قیم الجوزیة رحمه الله دی ویلي چې د عاشوراء د ورځې روژه نیول درې مرحلې لري:
1. روژه پر دریو پرله پسې ورځو نیول یعنې نهمه، لسمه او یوولسمه، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: د عاشوراء په ورځ روژه ونیسۍ مګر له یهودو سره فرق وکړۍ او یوه ورځ مخکې له لسمې او یوه ورځ وروسته له هغې څخه روژه ونیسۍ. رواه احمد.
 
 2. د نهمې او لسمې ورځې روژه نیول. ابن عباس رضی الله عنه فرمایی: موږ باید په دوو ورځو روژه ونیسو: په نهمه او لسمه څو له یهودو سره مو فرق وشي، رواه الترمذي.
  ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که چیرې روان کال ته ژوندی وم نو زه به نهمه او لسمه ورځ هم روژه ونیسم. رواه احمد.
3. یوازې لسمه ورځ روژه نیول.
دا د رسول صلی الله علیه وسلم د عاشوراء د ورځې په مناسبت هدایت دی، د هغه مبارک اصحاب رضی الله عنهم همدا لاره تعقیب کړې ده. رسول صلی الله علیه وسلم، اصحابو کرامو او علماء کرامو ددې ورځې توپیر ندی کړی مګر په روژې سره.
مګر ځینې خلک شته چې پر دې ورځ داسې بدعات ترسره کوي چې د اسلام رنګه بدوي او دوی له قران او حدیث څخه هیڅ دلیل او حجت نلري. دا کارونه ددې ورځې لمانځل دي، د مخ وهل، د کالیو څیرل، ځانونه په زنځیر وهل، په تورو او نورو داسې شیانو وهل چې دوی ته تکلیف رسوي او حال دا چې دا میاشت حرامه ده او ظلم کول او بیا په تیره په ځآن باندې ظلم کول بیخي ناروا کار دی او هیڅ کوم شرعي اساس او بنسټ نلري. دوی یا خو غولیدلي دي او یا دا چې د کفارو جاسوسان دي او همدې کار ته ګومارل شويدي چې د اسلام رنګه وربده کړي.
ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین ولکن المنافقین لا یعلمون.
ژباړن: عبدالبصیر عتیق زی.