[زه] او [ته/تا] په ازدواجي ژوندانه کښې

هغه ورته وویل چې زه په لسو دقیقو کښې راځم. لس دقیقې تیرې شوې، نیم ساعت تیر شو، یو ساعت تیر شو، او وروسته له یوه ساعت څخه راغی.
ښځې ورته وویل، تا لس دقیقې ویلي ول مګر دادی یو ساعت کیږي چې زه درته منتظره یمه.
میړه ورته وایي: بخښنه غواړم لارې ډیرې بندې وې.
ښځه ورته وایي: دا لومړی ځل ندی، ته هر ځل نا وخته راځې خو تا باید ما ته زنګ وهلی وو.
میړه ورته وایي: زما تلیفون کې پیسې نشته او نشم کولای زنګ ووهم.
ښځه ورته وایي: زه څنګه په تا اعتبار وکړم؟ آیا زه احمقه یم او زه باید هر وخت تا ته منتظره واوسم؟
میړه په حیرانۍ او تعجب خپلې ښځې ته ګوري او نور چوپ پاتې کیږي.
ګرانه خاونده او ښځې؛
ستا میړه له یوه واقعي او حقیقي معذرت څخه تا ته شروع وکړه او خپل نکاحي تړون یې د چوپتیا له لارې وژغوره.
« ته/تا » « زه » ته بدل کړه:
د « ته/تا» حرف بل څه ندی مګر یوه غلطه کلمه ده چې ته یې له خپل خاوند سره په خبرو کولو کې استعمالوې، او ددې معنې افاده کوي چې، ته ملامت یې او ته مسؤول یې او ته باید خپلې رویې ته تغیر ورکړې او پر ما هیڅ رنګه ملامتي نشته او نه مسؤله یم. »
«زه» دا معنا لري چې ته د غوسې د لامل د څیړلو او تفسیر لپاره کوښښ کوې. په پورتني مثال کښې ښځه غوسه ده او دا په دې خاطر نه چې خاوند یې ناوخته راغی مګر ددې لپاره چې داسې فکر کوي چې دا ورته هیڅ اهمیت نلري او دا احساس یې د خفګان او وروسته د غوسې لامل کیږي. دا احساس د وخت په تیریدو سره پرمختګ کوي، او په فکر کولو یې دېته نور چورتونه هم لویږي لکه:
هغه همیشه ما ته پام نه کوي؛
ما ته هیڅ کوم اهمیت نه راکوي؛
د هغه کار له ما څخه ډیر ورته مهم دی؛
هغه داسې فکر کوي چې زه دهغه لپاره هیڅ کوم احساس نلرم؛
بل احساس،
د هغه ناوخته راتلو ته ولې په بل رنګ ځواب نه ورکوي او بل رنګ عکس العمل ولې نه ښيي؟
د خفګان احساس کوي ځکه چې هغه یوازې ده؟
له دې څخه ویره چې خاوند به یې پر داسې څیز مصروف وي چې له دې څخه به ورته زیات وي؟  
د ملامتۍ احساس کول چې ګواکې دې به داسې کوم کار کړی وي چې هغه دې د میړه د ناوخته راتلو لامل وي؟
د ویرې احساس کول چې ښایي خاوند ته یې کوم څه بده پیښه ورپیښه شوې وي.؟
ځینې وختونه کیدای شي هغه پر دې خوښه شي چې د میړه تر راتلو یې وکولای شول ځان برابر کړي.
نو کله یې چې ورسره لیدنه وشوه، کولای شي ووایي:
زه پر دې خفه یم چې ته کور ته ناوخته راځې، ځکه دا ددې معني لري چې زه تا ته کوم اهمیت نلرم. \"
که چیرې یوازې ته پر دې پوهیدلی چې زه څومره ویریدلې وم چې تا ناوخته کړه ... ما فکر وکړ چې تا ته څه درپیښ شویدي او ستا په اړه ډیره اندیښمنه ومه ..»
که چیرې ته پوهیدلای چې ما په څومره شوق کور ته ستا د راتلو انتظار کاوه! »
نو بیا د خپل خاوند د سترګو ځلا ته وګوره چې ستا په لوري اوړي او په کتو کتو کښې کوښښ کوي ستا د خبرې برعکس ثابته کړي. دځمکې پر مخ داسې څوک نشته چې ددې جملو او دا رنګه پذیرایۍ سره دې مقاومت وکړي. که چیرې سړی پر دې پوهیدلای چې دی کور ته د ناوخته راتلو سره له دا رنګه عمل سره مخ کیږي نو وروسته به کوښښ کوي چې تر هر څه مخکې کور ته راورسیږي. او که چیرې قضیه ددې برعکس وي نو له ځآنه سره به وایي چې: « هسې هم جنګ راته په مخه کې دی نو څه پروا کوي چې لس دقیقې او یا نیم ساعت ناوخته لاړ شم»
ددې لپاره چې دا وضعیت نور هم خراب نشي نو خاوند یې کولای شي ورته ووایي: زه پوهیږم چې ته خفه یې ځکه چې زه ناوخته شوم او تا زما لپاره انتظار وکیښ نو ګرانې زه بخښنه غواړم. »
که چیرې له جانبینو د « ته/تا » فارموله لمنځه یوسي نو کوم مشکل به نه وي، او که داسې ونشي نو غوسه به رامنځته شي، ارتباطات به یې خړ پړ شي او د کور فضاء به له کرکې او نفرت او بې باورۍ څخه ډکه وي.
 
« زه » دا معنا لري چې باید له خپله ځآنه پوښتنه وکړې چې: زه ولې غوسه یم؟ که چیرې ددغه سوال رښتینی ځواب پیدا کړ نو غوسه او خفګان به له منځه ولاړ شي، دردونکي احساسات به نه راپاریږي او ځواب به هم منفي نه وي.
نارینه باید پر دې پوه شي چې ښځې د نورو په نسبت ژر منحرفې کیږي او په کامله توګه دغه کار ته ځآن وقف کوي، کله چې د یوې ښځې خاوند ناوخته کړي نو دا یې پر اړه تشویش کوي، او ښایي دا تشویش یې شدت واخلي، او له خپلو ورځنیو کارونو او د کور له کارونو څخه پاتې شی.
ښځه باید پر دې پوه شي چې د «ته» له ځآیه د « زه » استعمالول، او د خپلو مرموزو او نیکو احساساتو ښکاره کول ښایي ددې او د میړه تر منځه یې د روابطو په ساتلو کښې ډیره مرسته وکړي، او چوپتیا او د خبرو د بندولو مخنیوی وکړي. 
ابلیس او آدم علیه السلام .... زه او ته !
ګرانه لوستونکیه: لږ فکر وکړه ددې دواړو خبرو تر منځه څومره توپیر دی چې آدم علیه السلام او ابلیس علیه اللعنة ویلې دي. په قران کې د ابلیس خبرې داسې راغلي دي؛ [ زما ربه، ځکه تا زه په خطا کښې واچولم]، دا ددې معني لري چې؛ ددې ټولو سبب ته یې، نعوذ بالله. او بل طرف ته آدم علیه السلام فرمایي: زموږ ربه، موږ خطا وکړه] قران، ۷:۲۳. او دا ددې معنی لري چې دی د خپلې ګناه پړه پر خپله په غاړه اخلي.
ژباړن: عبدالبصیر عتیق زی