
زه په ژوند کې يو داسې بد خبر په اول ځل اورم ، بارو وکئ په اوريدلو سره مې د وجودټول ويښتان نيغ ، نيغ ودريدل ، او الله (ج) ته په توبوشوم . ما هيڅ داسې فکر نه کاوه چې د الله (ج)په بنده ګانو کې به دا سې يو وحشي انسان هم وي چې د مړيو سره به بد عمل ترسره کوي ، نورې خبرې به پريږدو او رابه شو د( محمدرياض ) کيسې ته يوه ونۍ وړاندې د پاکستان کراچی ښارپوليسو يوکس په دې تور ونيولو چې مړيو سره يې په قبرونو کې بدعمل تر سره کړی، ورسته په کراچی کې د (جيو) تلويزوني شبکې خبرياله (راضيه) وغوښتله چې دا وحشي انسان وګوري او مرکه هم ورسره وکړي ، همداسې يې وکړل خبرياله راضيه سره د يو تن کامره مين د پوليسو تهاڼي ته راغلل اول يې وغوښتل چې د پوليسو قومندا سره وګوري، د اجازت ورکولونه پس راضيه د قومندان کوټې ته ننوته او مخامخ ورته کيناسته . د روغبړ کولونه پس يې له قومندانه پوښتنې پيل کړې ، قومندان صيب مونږ خبر شوي يو چې تاسو يو داسې سړی نيولی چې په مړيو باندې يې جنسي تيری کړی ؟ قومندان وويل هو همداسې ده ، هغه محمد رياض دی او د اته څلويښت ښځينه مړيو سره يې بدعمل ترسره کړی ده ،ايا زه کولی شم چې د نږدې نه دا سړی وګورم ؟ هو ولې نه راځی چې ورشو.
خبرياله راضيه د دقومندان سره څنګ په څنګ چې يوکامره مين هم ورسره و د زندان په لوري راهي شول ، محمد رياض د زندان په يوه لويه او وږده کوټه کې يواځې ناست و او سريې په زنګون ايښې و، کله چې يې قومندان وليدو نو سمد ستي ودريدوقومندان راضيی ته اويل دغه دې هغه ځوان بيا راضيه خپلې پوښتنې ترې شروع کړې. څوک يې ته ؟ زه محمد رياض يم ، د کوم ځای يې ؟ د ( سرګودې ) يم ، دلته په کراچی کې څه کوې ؟ په قبرستان کې کار کوم ، څه کار؟ قبرونو ته اوبه اچوم او پالنه ترې کوم ، څومره وخت کيږي؟ اولس کاله به کيږي ، څومره عمر لرې ؟ د ديرشو کالو به يم ، پوليسو په کوم تور نيولی يې ؟ د مړيو سره مې بدعمل ترسره کړی ، ولې ؟ ( زما يو ملګرئ و، هغه به هره ورځ هديرې ته زما د ليدلو لپاره راتلو اوزما سره يې شپې هم کولې ، يوه ورځ يې هديرې ته يوه مړه شوې پيغله جينۍ د دفن کولو لپاره راوړه د جنازې کولونه پس يې جينۍ خاوروته وروسپارله او خلک ترې لاړل ، بيا ماښام ماته ملګري وويل ، راځه چې دا قبرخلاص کړو او دا جينۍ وګورو، څو، څو واره يې راته دا خبره تکرار کړه ، اخر ما هم ورسره ومنله ، د قبر د پښو طرف نه مو خاورې لرې کړې ، د تيږو تبۍ راښکاره شوې دوې تبۍ موترې لرې کړې ،او بيا مې اول ملګرئ قبرته ورښکته شو، لاسي چراغ يې پکې چالاند کړ ورسته يې کفن هم سرترپښو خلاص کړ، او بيا يې بدعمل ورسره ترسره کړ. هغه چې راپورته شو، بيا يې ماته وويل چې ځه اوس ته ورښکته شه زه هم ورښکته شوم کار مې وکړ او راپورته شوم په قبرمو بيرته خاورې واچولې او بيا ترې خپلې ګوټې ته لاړو، بيا ورسته مونږ دواړه عادت واخيستو اموښته شو هر کله چې به يې ښځينه مړي هديرې ته راوړل ما به ملګري ته احوال ورکړ هغه به راغی او د ماښام نه ورسته به مونږ دواړو په ګډه خپل کار تر سره کړ. راضيه چې ډيره وارخطا ښکاريده بيا يې ورته وويل د څومره مړيوسره دې دا عمل ترسره کړی ؟ محمد رياض وويل د اته څلويښت مړيوسره ، هغه بل ملګری دې چرته دی ؟ هغه دوه کاله کيږي چې مړ دی ، ولې ؟ مريض و ، بيا ورسته چې کله دې ملګری مړ شو څوځله دې دا کار کړی ؟ بيآ دوه ځله ، دوه ځله وکه ډير؟ نه صرف دوه ځله ښه څنګه پوهيدې چې په دې قبر کې يې ښځه خښه کړه ؟ د جنازې په وخت به مې پوښتنې کولې او بله داچې د ځوانې جينۍ په قبربه يې سورشال اچولو ، نو مونږ ته به ښکاره شوه چې دا جينۍ ده ، ښه نو اوس دا ووايه چې پوليسو څنګه ونيولې ؟ (هغه داسې په اخرځل چې کله ما قبرخلاص کړو ورننوتم نو د ښځې خله وازه وه او غاښونه يې ښکاردل سترګې يې هم وازې وې کله چې زه ورنږدې شوم نوله سترګو يې سره لمبه راووته زما په ټټکر ډيره په زور سره ولږيده ما ډيره سخته ضربه ورسره وخوړه له قبرنه مې بهر ټوپ واچوو، منډه مې کړه په لاره د يوې ونې سره ټکرشوم ، بيا په ځان پوئ نه شوم سهرته خلک خبر شول او زه يې پوليسوته وسپارلم ).
خبريالې راضيه چې کله دا ټولې خبرې واو ريدلې له سترګو يې اوښکې وبهيدې په ژړا شوه او په ژړا، ژړا کې يې محمد رياض ته داسې وويل ښه نوتاته بايدکوم رنګ سزا درکړل شي ؟ محمدرياض اويل زه بخښنه غواړم مانه غلطي سره داکاورنه شوي ، راضيه غصه شوه ورته يې وويل ته دې ته غلطي وايې؟ غلطي خو ديو ژوندي اسان سره کيدی شي نه د مړيو سره ، آيا ته مور خور لرې ؟ او لرمه يې ، ښه که ستا د مور او خورسره څوک داسې وکړي ته به بيا څه ورسره کوې ؟ محمد رياض وويل زه به يې ووژنم ، نوته هم بايد ووژل شې ته انسان نه يې ته د يو بدځناور نه هم بد او بتر ځناور يې تا ته بايد داسې سزا درکړل شي چې د پاکستان ټولو وګړو لپاره يو لوعبرت او فن پاتې شي.
بيا يوبل مشهورتلويزوني شبکه (ايکس پريس ) هم دمحمد رياض سره مرکه وکړه پدې مرکه کې بيا درې څلور نورې خبرې هم برسيره شويدي،يوخود محمد رياض په ګونډو زخمونه ښکاره شوي او هغه وايې چې په قبر کې د بدعمل کولوله وجې په ګونډو يې داسې زخمونه پيدا شوي ،او بله خبره داکوي چې يوځل مو قبرخلاص کړ وروسته مو وکتل چې هغه ښځه نه وه يو سپين ږيرئ و بيا مو بيرته خاورې پرې واچولې،او بل ځل داسې وشول چې دقبرنه موخاورې لرې کړې جسد مو ترې راووست خو کله چې مووکتل هغه وړه جينۍ وه بيا مونږ ترې لاړو سباته خلک خبرشول مونږ هم راغلو هرچابه ويل چې دا کار چاکړی خو معلومه چاته نه شوه چې مونږيو
پای
ګرانو مسلمانانو ورڼو دا ټولې خبرې زړه بوږنونکې وې کله چې يو انسان په هديره يا
(قبرستان ) تيريږي ، نو د ډار احساس کوي مرګ ورياديږي، توبې اوباسې او د الله ج نه د ګناهونومعافي غواړي قبر پرانستل او بيادمړي سره بد عمل ترسره کول خو د انسان د فکرنه وتلي خبره ده ، خو محمد رياض داهرڅه په ريښتيا کړيدي دا مرکه تاسو کولې شی چې په انټرنيټ کې هم وګوئ. الله دې داسې ځناورتبعه انسان ديو مسلمان په کورکې هم نه پيدا کوي ... په ډيره مينه
بادشاه دين مشکور کابل