غزل

له صواب ، صواب کتلو دې قربان شم څنګ ته راشه چې مې ځان شې چې دې ځان شم ته باران غوندې راښکيل زما په تن شه زه به سم په غور ځنګونو شم طوفان شم غورزيدلئ له مستيو يم زهير يم راپيرزو شه چې سرور راشي بيا ځوان شم لاس په نام د بهارون په طلب يم خو چې هر لوري ته ځم سم په خزان شم بيلتانه دې غورزولئ يم له پښو نه
ديدن راوړه چې بيا ودريږم راوان شم خو بيا هم له خپله ربه زه مشکور يم چې داستا د محبت په دولت خان يم ــــــــــــــــــــــــــــــــــ بادشاه دين مشکور