سپرلي راغلي په وطن دي ياره ته هم راشه
نګاره ته هم راشه د ګل دوران دی
په چم رنګورنه وريدلي اشنا
سم ښايستونه وريدلي اشنا
هرخوا ګلونه وريدلي اشنا
يمه يواځې ما د پاره ياره ته هم راشه
نګاره ته هم راشه دګل دوران دی
ګلونه شته خو اشنا ته نه ښکارې
چرته يې ورک وايه په څه نه ښکارې
درپسې وريت مې شولو زړه نه ښکارې
نګاره ته هم راشه د ګل دوران دی
دسرو ګلونونه جدا دلبره
درپسې مرمه په ريښتيا دلبره
ای د مشکور د زړه کراره ياره ته هم راشه
نګاره ته هم راشه د ګل دوران دی
وروستي