پکتيا: د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت  ښوونځی ته ودانۍ جوړه شوه

 د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د مرکزی لیسی لپاره دوه بلاکونه بشپړ او ګټی اخیستنی ته وړاندی شول
په دغو دوه بلاکونو شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی چی د پوهنی وزارت له پرمختیایی بودجی یی لګښت ورکړل شوی
دغه ودانۍ په ۲۵ جریبه ځمکه کی له ټولو اړینو ملحقاتو سره  د سادات مومند شرکت لخوا په پاخه او اساسی ډول د ۱۸ میاشتو په ترڅ کی بشپړه شوه
ددی ودانی د پرانیستی پر مهال د پکتیا د پوهنی ریس انجنیر محراب الدین شفق وویل چی ددی ودانۍ په جوړیدو د اریوب ولسوالۍ د مرکزی لیسی ستونزی تر ډیره بریده حل کیږی
د غه ښوونځی کی  ۲۵۰۰ زده کوونکی زده کړه کوی  چی د زرو نورو زده کوونکو کنجایش ه