حجاب په قرآن او سنتو کښې، دوهمه برخه

حجاب د الله عزوجل او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت دی:
الله تعالی په قران کښې فرمایي چې: وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا} (36) سورة الأحزاب، هیڅ یو له نارینه مؤمن یا ښځینه مؤمنه ددې حق نلري کله چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم کوم امر اختیار کړي (یعنې پر کولو یې امر وکړي) او دوی پکښې اختیار ولري (دالله په فرمان او امر کښې)، او هر چا چې د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني وکړه په ښکاره ضلالت او ګمراهۍ کښې واقع دی.
بل آیت شریف کښې الله عز وجل فرمایي: {فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا} (65) سورة النساء: په پرودرګار دې قسم دی چې دوی مؤمنان ندي مګر دا چې په خپلو اختلافاتو کښې تا قضاوت او فیصلې ته دعوت نکړي، او ستا له فیصلې وروسته په زړه کې ناراحتي احساس نکړي او په بشپړه توګه تسلیم شي.
نو حجاب په قران او سنتو کښې فرض دی او یو الهي امر دی او چې څنګه یې امر شوی پر مؤمناتو او مؤمنینو هغه رنګه ددغه امر تعمیل فرض دی او باید چې ترسره یې کړي. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: المرأة عورة (صحیح)، ښځه ټوله عورت دی. نو چې څنګه ټول عورت شو همدارنګه باید پټه وساتل شي او محارم او محاسن یې نامحرمو ته ښکاره نشي.
حجاب طهارت دی:
الله سبحانه وتعالی فرمایي: { وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ } (53) سورة الأحزاب، او کله چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له زوجاتو څخه څه غواړۍ نو د پردې تر شا یې وغواړۍ، دا ستاسو او ددوی د زړونو د پاکۍ لپاره غوره دی. نو لدې آیت مبارکه څخه څرګندیږي چې د زړونو پاکي د نر او ښځې پّه اختلاط کښې نشته مګر قضیه ددې عکس ده او کله چې دواړه سره بیل او جدا وي، او راکړه ورکړه یې د پردې تر شا وي نو دا د دواړو د زړونو د پاکۍ لپاره غوره لاره ده.
حجاب ستر دی: رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې إن الله تعالى حيِيٌّ سِتِّيرٌ , يحب الحياء والستر: الله تعالی حیاناك او مستور دی، او حیاء او ستر خوښوي. (صحیح)
حجاب حیاء ده: رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: إن لكل دين خُلُقًا , وخُلُقُ الإسلام الحياء، په تحقیق سره ټولو ادیانو لره ځآنګړې خاصه وي او د اسلام خاصه حیاء ده. پر بل حدیث شریف کښې راځي چې: (( الحياءُ من الإيمان , والإيمان في الجنة )). [صحیح]، حیاء له ایمان څخه ده او ایمان په جنت کښې دی، (یعنې هر هغه چا چې حیاء وکړه، حجاب یې پر ځان عملي کړ نو هغه مؤمن دی او د ایمان خاوند دی او د ایمان خاوند لره جنت دی.
وعن أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها قالت: \" كنت أدخل البيت الذي دُفِنَ فيه رسول الله صلى الله عليه وسلم وأبي رضي الله عنه واضعةً ثوبي , وأقول: ( إنما هو زوجي وأبي ) , فلما دُفن عمر رضي الله عنه , والله ما دخلته إلا مشدودة عليَّ ثيابي , حياءً من عمر رضي الله عنه. له أم المؤمنین بي بي عائشة رضی الله عنها څخه روایت دی: کله چې زه هغې کوټې ته داخلیدم چېرې چې رسول صلی الله علیه وسلم دفن وو او زما پلار رضی الله عنه دفن وو نو حجاب به مې لرې کړ، او ویل به مې؛ دا مې میړه او پلار دی، او کله چې عمر رضی الله عنه ورسره دفن شو، والله نه یم داخله شوې مګر په خپلو جامو کې پټه او په ستر کښې، په سبب د حیاء له عمر رضی الله عنه څخه. (صححه الحاکم علی شرط الشیخین).
حجاب غیرت دی: حجاب غیرت دی ځکه چې یو څوک نشي قبلولی چې دده ښځه، لورګانې او خویندې دې نور خلک ورته وګوري او ددوی له حسن او جمال څخه پوزخند جوړ کړي او د نورو خوراک شي...! او که چیرې څوک دیوث (دووس) وي نو بیا پر هغه څه پروا نشته چې دده ښځه، لورګانې او خویندې په عام بازار کښې بربنډې ګرځي او له حسن څخه یې نور خلک خوند اخلي.
تبرج یا لوڅوالی: تبَرُج د الله تعالی څخه سرکښي او طغیان دی، له الهي اوامرو څخه په ښکاره ډول سرغړونه کول دي، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: كل أمتي يدخلون الجنة إلا من أبى \" , فقالوا : يا رسول الله من يأبى ؟ قال : \" من أطاعني دخل الجنة , ومن عصاني فقد أبى \" . (البخاري)، زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه چې په خپله نه ورځي او ابا وکړي، موږ وویل: یا رسول الله څوک به ابا وکړي او نه به ځي؟ ویې ویل: چا چې زما اطاعت وکړ جنت ته داخل شو، او چا چې زما څخه سرغړونه وکړه نو ابا یې وکړه (یعنې له جنت څخه محروم شو)
او په بل حدیث شریف کې رآځي: جائت أميمة بنت رقيقة إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم تباعيه عللى الإسلام , فقال : \" أُبايعك على أن لا تُشركي بالله , ولا تسرقي , ولا تزني , ولا تقتلي وَلَدَكِ , ولا تأتي ببهتان تفترينه بين يديك ورجليك , ولا تَنُوحي ولا تتبرجي تبرج الجاهلية الأولى \" [صحيح)، أمیمة بنت رقیقة رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په اسلام د بیعت لپاره راغله، او ورته یې وویل: له ما سره بیعت وکړه چې الله تعالی سره به هیڅ څوک شریک نه نیسې، غلا به نه کوې، زنا به نه کوې، خپل اولاد به نه وژنې، او داسي بهتان به چا پوری نه تړې کوم دې چي له خپلو لاسونو او پښو نه جوړ کړي وي یا او دا هم ويلو سو چې په خلکو پسي به مخامخ او نه تر پرده شا ( پس شا)) تهمت لګوې، او په مړي به په اوچت اواز سره ژړاګاني نه کوۍ، او د جاهليت د دورې په شان به لوڅ والی نه کوۍ .
وعن عاصم الأحول قال : كنا ندخل على حفصة بنت سيرين وقد جعلت الجلباب هكذا : وتنقبت به ، فنقول لها : رَحِمَكِ الله قال الله تعالى : ( وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللاَّتِي لاَ يَرْجُونَ نِكَاحاً فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ ) ، قال : فتقول لنا : أي شئ بعد ذلك ؟ فنقول : ( وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ ) فتقول : هو إثبات الحجاب . رواه البيهقي ( 7 / 93 )
له عاصم الاحول څخه روایت دی چې وایي: موږ حفصة بنت سیرین ته ورغلو او هغې جلباب اچولی وو او خپل مخ یې پر پټ کړ، موږ ورته وویل؛ الله تعالی دې پر تا رحم وکړي یا حفصة، الله عزوجل فرمایي: وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللاَّتِي لاَ يَرْجُونَ نِكَاحاً فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ ) او له کاره لویدلې ښځې چې واده ته یې امید نه وي، پر هغوی کومه ګناه نشته که یې خپل لباس (د مخ پرده) پر ځمکه کښیښودله، او بیا هغې راته وویل چې وروسته لدې څه دي؟ ما ورته وویل چې، ( وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ ) او که خپل ځآنونه (مخونه) پټ کړي نو دا بهتره ده، حفصې راته وویل چې دا د حجاب او ستر ثبوت دی.
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : \" سيكون في آخر أمتي نساءٌ كاسيات عاريات , على رؤوسهن كأسْنِمَةِ البُخْت , العنوهن , فإنهن ملعونات \" [صحيح]، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: زما د امت په آخره کښې به داسې ښځې پیدا شي چې ډیر تنګ او تروش لباس به یې اغوستی وي ( د وجود غړي به یې معلومیږي)، ویښتان به یې داسې جوړ کړي وي لکه د اوښ بوکام، پر دوی لعنت ووایۍ دا پر دې چې دوی ملعونې دي (د الله او د هغه د رسول له طرفه پرې لعنت ویل شویدی). الهي تاته پناه دروړو!!

وعن أسماء بنت أبى بكر رضي الله عنهما قالت : كنا نُغطِّي وجوهنا من الرجال. رواه ابن خزيمة ( 4 / 203 ) ، والحاكم ( 1 / 624 ) وصححه ووافقه الذهبي . وصححه الألباني في كتاب جلباب المرأة المسلمة
له أسماء بنت أبي بکر رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایي: موږ به د نامحرمو سړیو مخ کې خپل مخونه پټول. ابن خزیمة روایت کړی، (۲۰۳/۴) الحاکم هم روایت کړی او ذهبي رحمه الله ورسره موافق دی، او الباني رحمه الله د مسلمانې ښځې په جلباب نومي کتاب کښې هم صحیح بللی دی.
او په دې اړه یو حکایت دی چې یو دهري او یو عالم او فاضل په لاره او سفر کې سره ملګري ول، دهري له عالم څخه پوښتنه وکړه چې تاسې ولې دا خپلې ښځې په کوټو او کورونو کې بندیانې کړي دي او نه پریږدۍ چې هغوي لوڅ مخ وګرځي، او له آزاد طبعیت څخه ګټه پورته کړي؟؟ په ضمن کې یې دا هم ورته وویل چې نقلي دلیل به راته نه وایې عقلي دلیل به راته وایې؟؟
عالم ورته وویل چې سمه ده ؛ په دې لحظه یې ورته څه ونه ویل او همداسې یې خپل سفر ته ادامه ورکړه، لږه شیبه وروسته دا وړوکی کاروان یو چیرته تم شو څو خپله ستړیا او ستومانتیا رفع کړي؛ عالم له خپله جیبه یوه ښایسته او تکه سره مڼه راوایسته او په ډیر خوند یې پرې شروع وکړه، اول یې پوست کړه او بیا یې په خوند خوند ترازې ترازې کړه او دهري ته یې ونیوه دهري هم بې له وقفې پرې خیز کړ او د عالم له لاسه یې مڼه واخیسته او ویې خوړه!
عالم له دهري وپوښتل: آیا ته پوهیدې چې زما په جیب کې مڼه ده؟
دهري وویل : نه زه نه پوهیدم چې ستا په جیب کې څه دي.
عالم: کله چې ما له جیب څخه مڼه راویسته نو آیا ستا خوښه شوه؟
دهري: هو بالکل ډیره ښایسته وه نو ځکه مې خوښه شوه.
عالم: کله چې ما پوست کړه نو تا څه احساس کاوه؟
دهري: کله دې چې پوست کړه نو زړه مې وو چې ستا له ست نه بغیر پرې ورټوپ کړم او له لاسه دې واخلم او ژر ژر ېې وخورم.
عالم دهري ته وویل چې زمونږ مؤمنینو ښځې هم د همدې مڼې مثال لري، کله چې په کور کې وي او حجاب مراعتوي نو هیڅ څوک نه پرې پوهیږي چې دا ښایسته ده او که بدرنګه، که کله له کوره ووځي او بې حجابه شي او بیا پوست شي لکه همدا مڼه نو ژر ده چې ستا غوندې بشري لیوان به پرې حمله وکړي او د هغې عصمت به لوټ کړي. کله چې یوه ښځه څومره په خوندي او پټو کالیو کې له کوره بهر ووځي په هماغه اندازه د بشري لیوانو له ښکار څخه په امان وي اوکه چیرې یې بې حجابۍ ته بډوهلې نو بیا لکه ددغې سرې مڼې په شان ګرځي چې وار له واره یې یوه مړۍ ګرځوي.


عبدالبصیر عتیق زی