د اختر اوښکه

سهار وختی چی کله له خوبه  راپاڅیدم په بیړه می ځان تیار کړ او د بازار په لور روان شوم ، که څه هم د شپی له خوا د فیسبوک له ملګرو او د اختر په اړه د  مبارکۍ ايمیلونه می دا زیری راکړ چی صبا اختر دی خو سهار وختی بیا دا رانه هیر و چی اختر دی .  
بازار ته په دیره بیړه راورسیدم ، دوکان می خلاص کړ ، مګر اختر بیا هم راځینی هیر و ، ځکه چی ما سره د سودا غم و نه د اختر ! او بل په ما لږ ناوخت شوی و ځکه می ډیره بیړه کوله چی هر څه زر برابر کړم .
پدی لحظه کی می زما کشر ورور چی هغه هم زما سره  یو ځای د مسافری شیبی د غربت په دیار کی صبا کوی پام شو ، په څېره کی يې خفګان څپی له ورایه معلومیدی او ګیلا من ښکاریده .
زه پوه شوم چی ځوان ته د خپل وطن اختر ورپه یاد شوی دی .  دا حقیقت دی چی په وطن کی اختر ، سره لاسونه ، نوی جامی ، ټولو خپلو او پردیو سره یوی ځای د اختر لمانځل ، یو بل ته غاړه ورکول او خوشحالی وی .
که ریښتیا راباندی وایی  زه یی هم ګیله من کړم ، خو د دی په خاطر چی راباندی پوه نشی چی زما هم زړه ډک ډک کیږی ، د ټپو په زمزمه می شروع وکړه .
خو زما شروع هم په داسی ویرجنه ټپه وه چی بیا می څومره ځان ته زور  ورکړی دی ، اوښکه رانه تم نه شوه .   
 
خدای به می بیا د کلی خان کړی                                              
د ملنګی کچکول می ډیر و ګرځونه               
  
 
هلمند (پردیس )
 
 د اوکراین جمهوریت د ادیس ښار