(٣٩) مې ناندرۍ ييزې شمېرې لويې جرګې ته هم مخه کړه !


 
دګران افغانستان اوږده کورنۍ غميزه نه يوازې د افغان ولس د ځاني مرګ ژوبلې لامل وګرځېده، بلکې د هېواد مادي او معنوي بنسټونه يې هم په ژوره توګه ونړول . ددغې کورګډې خونړۍ جګړۍ له امله دوه مېليونه افغانان شهيدان شول اود شپږسوه زرو په شاوخوا کې معيوب او معلول شول . د همدې ناروين له کبله زموږ دافغاني ټولنې د ښوونې او روزنې څانګې ته  خورا ژور او بنسټيز زيانونه  ور واوښتل، چې په پايله کې د افغان ولس يو نسل د زده کړې له خوږ نعمت څخه بې برخې را لوى شو او دغې چارې د هېواد مادي او معنوي اړخ ته خورا درانه زيانونه ورواړول، چې بيارغېدنه به يې کلونه _کلونه وخت ونيسي. په دې کې شک نشته، چې د هېواد څه کم څلور لسيزې خونړۍ کورنۍ جګړې د افغان ملت د ناپوهۍ کچه لوړه کړه، او دا اتل او مېړنى ولس په جسمې اورواني توګه ډېر بد وځپل شواو په ټولنيز اوسياسي ژوندانه کې يې د ښه او بد د توپير او تفکيک ځواک له لاسه ورکړ، چې دا کار دوى له يو بل سپېره اوبدمرغه برخليک سره مخ کړل. د افغان سرپلوراندي او حماسه پنځاندي ميړني ولس د ملي،افغاني اواسلامي احساساتواو جذباتو څخه د سيمې او نړۍ هېوادونواو زبرځواکونو په خپله ګټه استفاده وکړه اودافغانانو يوازې او يوازې د هېواد ورانى، لوږه، تنده، ناپوهي، بېسوادي، تشلاسي، خوارځواکي، بېوزلي او بدمرغي په برخه شوه. پښتو متل دى، وايي :
                               تورې به  لا لا  وهي 
                                                                           ګولې به عبداله وهي
په شلمه زېږدي پېړۍ کې د افغان اتل ملت د بې ساري حماسه پنځاندي قربانۍ په پايله کې نه يوازې افغانستان د سره ښکېلاک له نيواک څخه خپلواک شو، بلکې ټوله نړۍ يې هم آزاده کړه، خو دافغانانو ناپوهي او بدمرغي په نصيب شوه، چې دغه چاره به په لنډ او اوږدۀ مهال کې د هېواد او ملت لپاره خورا ناوړه او بدې پايلې ترشا ولري. دا يو څه موده کېږي، چې په هېواد کې يوه ناوړه اوبده ټولنيزه ښکارنده ( پديده) راټوکېدلې ده. دغۍ سپېرې ستونزمنې پديدې په کورنۍکچه خورا لويې ناندرۍ زېږولې، چې له بده مرغه ورځ ترورځې د پراخېدا په حال کې ده. هو! (٣٩) مه شمېره يادوم، هغه عدد، چې اوسمهال يې د هېواد ټولنيز ژوند زيانمن کړى،او دادى، اوس يې سياسي ډګر هم تر خپل سيوري لاندې راووست . همدا اوس اوس په هېواد کې د ٣٩ مې شمېرې په اړه بېلا- بېل تعبيرونه اوانګېرنې راپورته شوې، چې يوه يې هم رښتينى ملي، افغاني اواسلامي اصالت لري . د ٣٩ مې شمېرې په افغاني وروسته پاتې ټولنه کې ډېر بد شهرت موندلى، چې له امله يې نه يوازې د افغانانو ټولنيز ژوند اغېزمن شوى، بلکې اوس يې  سياسي اواقتصادي ډګرونه هم زيانمن کړي دي . ٣٩ مې شمېرې په هېواد کې د ترانسپورت برخه تر نورو ټولو هغو ډېره زيانمنه کړې ده، هغه کوچنى موټر، چې په خپل نمبرپلېټ کې د ٣٩ شمېره ولري، هېڅوک يې پېرېدو ته زړۀ نه  ښه کوي،اوسره له دې چې د ياد موټر پلور بيه هم کمه وي، هغه د لارمل ټېلېفون سيمکارت، چې د ٣٩ عدد ولري، څوک يې نه غواړي، د هغو هوټلونو او مېلمستونونو خونې، چې د ٣٩ شمېره ولري ، څوک يې نه کرايه کوي او داسې نورې په سلګونو بېلګې، چې ما دلته يوازې ( چونګ له خرواره!) يادونه وکړه. دغې ناوړه او بدې پديدې زموږ په ځورېدلې او کړېدلې ټولنه کې زښتې لويې ستونزې او ناندرۍ راولاړې کړې دي . په هېواد کې له ٣٩  مې شمېرې څخه د کرکې او بدشګون په اړه بېلا- بېلې  انګېرنې کېږي، چې پخوا له دې  يې په افغاني ټولنه کې هډو مخينه نه لرو. ددغې شمېرې په اړه ويل کېږي، چې دا د ايران له خوا افغانستان ته ډالۍ شوى سوغات دى، څو په دې توګه په افغاني ټولنه کې سياسي، اجتماعي او اقتصادي ستونزې را پورته کړي، چې دا کار ترډېره شوى هم دى . ځينې بيا وايي، چې دا د هرات ولايت د يوتن بدعمله  بړوا د شخصي موټر د نمبر پلېټ شمېره وه، چې د هغه په مټ به يې خپل ناموس د (دووسۍ) په موخه خپلو مشتريانو ته ور رساوۀ. نور بيا وايي، چې د ٣٩ شمېره د ا بجد په  حساب کې دووس (دلال) ته ويل کېږي . په امريکه او لوېديځه نړۍ کې ١٣ مې شمېرې ته په سپېرۀ او بدنظر او ٧ مې شمېرې ته په ښۀ اونېک نظر کتل کېږي، حال دا، چې هلته بايد دا ډول چټيات او خرافات شتون ونه لري، ځکه لوېديځ اوسمهال د خپل صنعتي او ټکنالوژيکي انقلابي پېر له  خورا هسک پړاو څخه د تېرېدا په درشل کې پرمخيون کوي . د روان ١٣٩٠ لېږديزلمريز کال د تېرې چهارشنبې په ورځ ، چې د لړم مياشتې له ٢٥ مې نېټې سره يې سمون درلود، له امريکې سره د ستراتېژيک تړون د لاسليک په موخه په کابل کې دوديزه مشورتي لويه جرګه جوړه شوه، چې نوموړې جرګه د ولسمشر حامد کرزي په پرانېستونکې وينا سره پيل شوه . ددې لويې جرګې دپرمخبېونې په موخه ٤٠ څلوېښت کاري کمېټې جوړې شوې . ددوديزه مشورتي لويې جرګې د اجرايه مشرتابه له خوا هرې کاري کېټې ته له (١-٤٠) پورې د شمېرو وېش پيل شو، کله، چې شمېر ٣٩ مې شمېرې ته ورسېد، نود ٣٩ مې کاري کمېټې د نوموړې شمېرې له منلو څخه انکار وکړ او اجرايه بورډ اړ شو، څو ٤٠ مه شمېره ٣٩کاري کمېټې ته ورکړي او٤٠مې کمېټې ته يې ٤١ مه شمېره ورکړه او ٣٩ مه کاري کمېټه لغوه شوه. دافغاني ټولنې د ټولنپوهانو، ديني عالمانو او د نظر خاوندانو په اند د ٣٩ مې شمېرې سره اړوند ټولې انګېرنې او تعبيرونه هېڅ ډول ملي، افغاني، ديني، علمي ، اجتماعي او اسلامي بنسټ او صبعه نه لرې، او مازې د چټياتو او خرافاتو په اډانه کې رامنځ ته شوې پديده ده، چې تر ډېره بريده رواني او تبليغاتي بڼه لري. اوسمهال زموږ هېواد د خپل سياسي، اقتصادي او پوځي ژوندانه له خورا حساس، کړکېچن او برخليک ټاکونکي پړاو څخه د تېرېدا په درشل کې دى، نو د دوديزه مشورتي لويې جرګې ګډونوالو ته  نه ښايي، چې خپل ګرانبيه  وخت په داسې بې بنسټه چټياتو او مزخرافاتو ضايع کړي، ځکه همدا اوس تاسو په اصطلاح د ملت استازو ته خورا لويه او تاريخي پرېکړه په مخکې ده، چې د لويې جرګې په اډانه کې د هغې په اړه بايد افغان دولت ته رښتينې، ملي، افغاني او اسلامي مشوره ورکړئ،  څو په دې ډول زموږ ګران هېواد تاريخي افغانستان د روان کورګډي ناورين څخه په بريمن ډول سره را ووځي او افغان ملت د نړۍ له تکاملي بهير سره مل د ډاډمنې  سولې، امنيت، هوساينې او نېکمرغۍ منزل  ته  په سر لوړۍ سره ورسيږي، او افغانان د سوکاله او نېکمرغه  ژوند خاوندان شي.
                                                                                                            فضل وزير هيله من