
جرګه
دافغانستان په تاريخ کې ځانګړى ځاي لري اوډيرځله يې ددې هيواددووګړولويې ستونزې حل
کړې اودلويوشخړومخه يې نيولې
جرګه که
له يوې خوادافغانانودستونزودحل يوه منل شوې اوبااعتباره مرجع ده له بل لورې په
اسلامي ارشاداتوکې هم دشخړوپه مهال خلک سولې اوخبروته رابلل شوي .
دنادرافشارله
وژل کېدو ورسته چې کله ددې هيواددرهبرۍ مسله راپورته شوه نوله بېلابېلوسيمواوبېلابېلوقومونوخلک
راوبلل شول اوله څوورځوخبرو ورسته په دې وتوانېدل چې دالويه اوملي مسله حل کړي
هغوي دنظرونوپه اکثريت سره لوي احمدشاه
بابادافغانستان مشروټاکه . همدې ټولېدنې ته دلويې جرګې نوم ورکړل شواوله هغې
راورسته په هيوادکې دهرې لوي شخړې دحل لپاره لويه جرګه راوبلل کېده اولويې ستونزې
به يې حللوې .
دلوې
جرګې پرېکړېه هرچاته دمنلو وې اوهرچاته يې پرېکړې ته درناوى درلود.
دتېروڅولسيزودجګړويولامل
داښودل کيږ ي چې دې جرګې ته پام نه دې اړول شوي اوهمداوجه ده چې افغانستان په
لويواوسختوکړکېچونوکې راښکېل شو .
په ٢٠٠١
م کال کې چې کله دولسمشرکرزي په مشرۍ نوې اداره جوړه شوه نودنوي اساسي قانون له
مخې لويه جرګه ددې هيواددخلکودارادې ترټولوسترمظهروبلل شو اوپه نوي اساسي قانون کې
دلويې جرګې لپاره ځينې اصو ل هم وِضع شول
چې له مخې به يې په جرګه کې دپارلمان غړي ،دولايتونواوولسواليودشوراګانوغړي ګډون
کوي چې په دې ډول ددوديزې لويې جرګه اصليت هم ترپوښتنې لاندې راغى .
افغان
دولت هغه ستونزې چې له هرې بلې مرجع ورته دحل لاره ونه مومي بيانودجرګې په نامه
يوکميسون ټاکي چې ياده ستونزه له نژدې وڅيړي . په دې ډول څوکسان ټاکل کيږي اودجرګې
نوم ورکول کيږ ي چې نه يوازې ستونزوته دحل لاره نه شي موندلى بلکې
دستونزوپرسرستونزې ورزياتوي .
افغانستان
ته دامريکاله راتګ ورسته څه کم اته کاله ورسته دولت په دې فکرشو چې له
مخاليفينوسره دخبرې وشي . هماغه وو چې دافغانستان دتاريخ څوسولېدلې اوتکرارې اوپه
بېلابېلوجرمونوتورنې څېرې يې راټولې کړې اودسولې دمشورتي جرګې نوم يې ورکړ اوبهرنيانوهم
پرته له دې چې پايلوته يې وګوري په سلګونوميلونه ډالره يې ددې جرګې لپاره ورکړل.خوبياهم
ددې جرګې په جوړېدوسره دسولې لپاره ځينې هيلې راوټوکېدې . خوپه مزل يې دوه کاله
تيرشول اوددې جرګې غړي په دې هم ونه توانېدل چې دمخاليفينوسره خبرې خوڅه کوې چې
دهغوي پته يې هم پيدانکړه چې بلاخره ددې جرګې برخليک هم ددې جرګې دفرمايشي
مشربرهان الدين رباني له وژل کېدوورسته نامعلوم پاتې شو.
دادي
اوس دافغانستان اوامريکاترمنځ ديوې مهمې اوحياتي مسلې (ستراتېژيک تړون) لپاره لويه
جرګه رابلل شوې خوجالبه داده چې مخکې له دې چې داجرګه دايره شي ويل کيږي چې
دستراتيژيک تړون په سرله امريکاسره افغان دولت نوي سلنه توافق ته رسېدلى .که داسې
وي نوبيالوې جرګې ته څه اړتيا؟
او که داجرګه ورستۍ فيصله وکړي اوداتړون ردکړي
نوبيابه ورستۍ فيصله څوک کوي اوڅومره باورپه کاردي چې ددې جرګې پرېکړې به منل کيږي
. . داپه داسې حال کې ده چې دهغه حدودوله مخې چې حکومت دلوېې جرګې لپاره وضع کړې
پارلمان دلويې جرګې يوه برخه ده خوپه همدې حال کې پارلمان داجرګه غيرقانوني بولي
اوګډون پکې نه کوي تردې چې ګواښ يې کړي چې که حکومت داجرګه دايره کړي نودوي بۀ له
حکومت په دې جرګه باندې مصرف شوپيسوپوښتنه وکړي . خوله بل لورې همدالويه جرګه
دافغانستان په اساسي قانون کې دخلکوترټولوي مظهراوداتباروړمرجع بلل شوې په دې ماناچې دلويې جرګې فيصله هېڅوک
هم نه شي ماتولاي پارلمان ځينې غړي دا استدلال کوي چې داجرګه هغه دوديزه جرګه نده
چې په اساسي قانون کې ورته اشاره شوې . نوکه داجرګه هماغه جرګه نه وي نوبياولې
دلويې دوديز ې جرګې نوم ورکړل شوي دي؟ ځينې ديوالي ضدافغانان په ډيره سپين سترګۍ
په دې جرګه ملنډې وهي او يې چې جرګه ديوه خاص قوم ( پښتنو) دود دي اودټول
افغانانودارادې مظهرنه شوورته ويلاي .ځينې په دې باوردي چې قانون شته نوجرګې ته
اړتيانشته . په هرصورت اودادي جرګه رابلل شوې خوڅومره چې ښکاري همدا اوس يې
پروړاندې بېلابېل غبرګونونه راپيداشوې آياداجرګه به په ريښتياهم دالويه مسله په
برياحل کړې اوکه به داهم داوسنۍ ولسي جرګې بې منطقه بحثونوپه څيروي چې هرڅوک پکې
خپل ياسين تيزوي ؟؟
مجيب
الرحمن احساس
ننګرهار