که مينه نه وای

                             ژباړن : مجيب الرحمن احساس
 
که مينه نه واې
 مابه د ورکو بهانو په پلمه څنګه ژړل ؟
ما به د کوموشېبوسوچ کولو
مابه د ژوند دا تکراري بې تسلسله شېبې
د چا په ياد کې تيرولې څنګه ؟
هوکې
که مينه نه وای
نوباورلرمه
 چې مې  دژوند دلاش دوړلوتوان په ځان کې نه وو
زه د يوچا لپاره ساه وباسم