افرار

 ګرانې سلام مې واخله
ستادسپيڅلي محبت نه لوګى
ستادلويدلي غرور
دليونيوکتوتاب نلرم
ګرانې منم چي ته سرزورې نه وې
دمحبت له اوره زړه دصبريدلونه وي
ګرانې منم چي ملامت زه ومه
ستادياغي پېغلتوب قدرمې ونه شوکړلاي
زه دې دسوواوسيليوآوازاوس هم اورم
زه ملامت وم ملامت وم ملامت زه ومه
ستاښځينه غرورله غرونوهسک وو
نيت دي سپېڅلي ووخو
مامې دذهن له شکمنوپردو
هرڅه بې نوره اوبې رنګه ليدل
 ګرانې منم چې زړه دي نوردټوليدلونه دي
مادې دمينې په سپېڅلې رڼاشک کړي وو
خوستادزړه له مورګونوردمحبت توييده
زه مي اوس خپل ضميرته ګرم يم ګرانې
زمادذهن دشک توري کرښې
اوس لکه تورماران  
هره شېبه مي دزړه ويني زبيښي
ګرانې سلګيودې زماپه زړه کې اورشيندلى
منم چي دابه درته ګرانه وي اوس
خوخيردي سوال کومه
خيردي مامعاف کړه ګرانې
نوربه نړۍ ته ستاله سترګوګورم
نوربه دشک غرونه
 په زړه کي نه ساتمه
 
مجيب الرحمن احساس