افغانستان
دخپل حساس ستراتيژيک موقعت په لرلوسره دتاريخ په اوږدوکې دډېرو
زبرځواکونودسيالوډګرپاتې شوى ، هرامپراطورچې په نړۍ کې يې سررااوچت کړى دآسياپه
زړه يې سترګې ښخې کړې .خودسکندرنه نيولې بيادشوروي اتحادترپاشلوپورې ټولودلته دخپل
غرورککرۍ ښکته کړې ، تردې چې ځينوخوافغانان فولادي نينې بللې چې په شخوندوهلوپرې
غاښ ماتيږي اوپه خوړلويې دهضم ځواک نلري .
افغانان
په فطري ډول سرشار، او آزادي غوښتونکي پيداشوي .دچازياتى نه مني خوکه څوک مينه
ورکوي نوخپلې سترګې هم ورته ږدي. خوله بده مرغه ډېرځله دخپلې همدې سپېڅلتياله امله
دنورودناوړه موخوښکارشوي .د احمدشاه ابدالي د امپراطورۍ له ړنګېدو ورسته د دې هيواددوګړوترټولو،لويه
بدمرغي دد وي خپل منځي اختلافات بلل شوي دي . خوددې اختلافاتوپړه ترډېره په
ګانډيوهيوادونو وراچول شوي تردې چې دا،اوس په يوه معمول بدل شوي چې په دې هيوادکې
دهرې وړې ستونزې ترشادپاکستان لاس کتل کيږي.کېداي شي دګاونډيوهيوادونولاسوهنه
تريوه بريده واقعت وي خوداهم بايدومنوچې هغوي دالاسوهنه نېغ په نېغه نه کوي بلکې
همداافغانان دي چې په مټ يې خپلې ناوړه موخې په دې هيوادکې پلې کوي .
دطالبانودنظام
له ړنګېدوورسته په افغانستان کې يوستربدلون
رامنځ ته شو.د امريکا متحدايالات دڅونورو پياوړو هيوادونو په ملتياله پوره
ځواک سره افغانستان ته راغلل. په پيل کې دې بدلون ته خلکويوڅه په هيله کتل خوديوه
ډراماتيک بدلون سره داهيلې ټولې په اوبولاهوشوې . اوپه نامريې ډول دسولې تر شعارلاندې
يوګرم جنګ پيل شو. خوددې جنګ لوبغاړي څوکاله ورسته دې ته متوجه شول چې جګړه يې له
ولکې وتلې اوپه بل لوري روانه ده . دې همدې لپاره دکرزي ادارې وپتيله چې ددې جګړې دمهارلپاره بايددمقابل لوري سره خبرې وشي دوي دسولې
جرګې په نامه دسولې لپاره يوه پروژه په کارواچوله خو هغه بيا د دې پروژې دمشرپه وژل کېدونيمګړې پاتې
شوه او غړي يې ترننه په دې نه دي سلاشوي چې ددې پروژې سرپرستي چاته وسپاري ؟
په
دې سره دلمړي ځل لپاره دامريکاهم دې ته پام شوچې دجنګ کابوکول يې له واکه وتلي
اوپه دې جګړه کې دښکېلوهيوادونووګړوهم په خپلوحکومتونونيوکې وکړې چې دوي ديوې بې
هدفه جګړې لپاره خپل زامن اودملت پيسې نه شي مصرفولاي .خوددې
هيوادونوسياستوالوهرځل هڅه کړې چې داجګړه عادي وبولي اوخپلوخلکوته قناعت ورکړي .
خوپه دې هيوادونودجګړې اغېزې دومر ه ژوروې وې چې ددوې په اقتصاديې بدې غېزې وکړې
دامريکااقتصادي نظام چې په نړۍ کې ترټولوپه لوړه درجه کې وو راښکته کړ. ډيراروپايې
هيوادونه چې په افغانستان کې ښکېل دي همدا اوس په اقتصادي بحران کې راګيردي . اوولس
يې نورددولت له ماليو او ټکسونو تر ستوني راغلى . اروپايې هيوادونه ځينو ته د سکون
زانګوښکاري خوداسې نده هلته اوس ډيرداسې کسان شته چې ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره دخپل
ناموس په سر هم سوداکوي . دوي ته دافغانستان له حالاتوبل ډول انځورورکړل شوي . په
افغانستان کې هره ورځ بهرني سرتيرې وژل کيږي خودجګړې قوماندانان هڅه کوي چې له خپلوخلکو داهرڅه پټ وساتي . تردې چې په افغانستان کې دبهرنيومړه جسدونه هم خپل هيوادونوته نه وړل کيږي .ځکه هغوي وېره
لرچې که خلک يې دافغانستان دجګړې له واقعي حالته خبرشي نوپه ضدبه يې راپاڅيږي .
دافغانستان
جګړه دامريکاپخواني ولسمشربوش پيل کړې وه ده په هماغه پيل کې نړۍ ته اعلان وکړچې
په نړۍ کې بايددوه رنګه ( توراوسپين ) موجود وي هرڅوک چې غواړي سپين ووسي نوددوي
سره دې شي اوکه کنه دتوررنګ ددوي لپاره يوډول دي . تردې چې ده داجګړه يوه مقدسه
جګړه وبلله چې په دې سره په اسلامۍ نړۍ کې
دامريکاپرضداحساساتوزورواخيست . خودامريکانوي ولسمشربارک اوباماچې کله واک ته
ورسېدنودامريکادپاليسۍ دبلون اړتيايې احساس کړه ، په پيل کې يې داسلامي
هيوادونوسره خپلې اړيکې بياټينګې کړې مصرته لاړاوتاريخي وينايې وکړه . چې تريوه
بريده يې دبوش دپاليسۍ څېره بدله کړه . نوموړي دافغانستان دجګړې بدلون هم احساس کړ
هغه پرېکړه وکړه چې دافغانستان جګړه به پاي ته رسوي اوپه ٢٠١٤م کال کې به له
افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتيري وباسي بارک اوباماظاهراداپرېکړه دخپلې بهرنۍ
پاليسۍ يوه برخه وبلله خوپه واقعت کې دادهغوفشارونوپايله وه چې دامريکاپه دننه کې
دسياستوالوترمنځ موجودوو . هغو له
لسوکلونوورسته دې ته پام شوچې روس هم يومهال په نړۍ کې زبرځواک وو خو په افغانستان
کې يې دپاشلکېدوتجربه وکړه . دوي داروپايې اتحادددريځ اواعتبارساتلولپارداپرېکړه
وکړه ځکه که دااتحاد ناکام شي نوپه دې ډول
به دټولې اروپاحيثيت له منځه ولاړشي اوپه يوه نابللې جګړه کې به يې خپل باور له لاسه ورکړي وي . خوداسې ښکاري چې
اوس ټول دې ته متوجه شوي چې دجګړې تله
درنه شوې اوشونې نده چې اوس دې دوي دالوبه په خپله ګټه وڅرخولاي شي. د وي ظاهرا افغانستان ته دسولې دراوړلولپاره رغلي وو
خو آيادو ي په ٢٠١٤م کال کې له افغانستان څخه دسولې له ټينګښت
ورسته وځي اوکه په دې هيوادکې يې دخپلې ماتې دپټولولپاره داډول طرحه وړاند کړې ؟؟؟
مجيب الرحمن (احساس )
وروستي