داکتر عبدالله عبدالله د لوی جرګې له جوړیدو سره خپل مخالفت وښوده

نن په کابل کی د تغیر او امید په نوم د ډاکتر عبدالله په مشری ایتلاف د افغان حکومت لخوا د لوی جرګې له جوړیدو سره خپل مخالفت د یو شمیر سیاسی مشرانو په ګډون اعلان کړه .
دافغانستان د خارجه وزارت پخوانی وزیر او په ولس مشریزو ټاکنو کی د حامد کرزی مخالف عبدالله عبدالله وایی چی دغه جرګه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده او ددی جرګې پریکړه مونږ نه منو .
عبدالله عبدالله وایی  :  دغه جرګه مونږ او زمونږ ملګرو ته د منلو وړ نه ده ، دغه جرګه قانونی بڼه نه لری او د افغانستان د اساسی قانون خلاف یوه فرمایشی جرګه ده . او ددی جرګې اهداف مشخص شوی نه دی .
په ننی غونډه کی د عبدالله عبدالله ترڅنګ د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو ، د سیاسی ګوندونو یو شمیر مشرانو او علماوو هم دغه جرګه یوه فرمایشی جرګه وبلله .
د غونډی ګډون والو ویل چی دوی تراوسه نه پوهیږی چی دغه جرګه د څه لپاره جوړه شوی . که د امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د سند د لاسلیک کولو لپاره جوړه شوی وی نو تراوسه هیچا دغه سند نه دی لیدلی او نه هم څوک پوهیږی چی په دغه سند کی څه راغلی .
په دغه غونډه کی یوه پریکړه لیک او د خلکو لخوا ولوستل شو چی پکی راغلی .
دافغان حکومت لخوا دغه جوړه شوی جرګه د افغانستان د اساسی قانون خلاف دی او هیڅ قانونی مشروعیت نلری .
د امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو د سند امضا کول د افغانستان  د پارلمان واک دی او دغه سند باید دافغانستان پارلمان لاسلیک کړی .
په همدی توګه په دغه پریکړه لیک کی راغلی چی افغان حکومت قانون تر پښو لاندی کړی او نړیواله ټولنه باید دافغانستان ملی حاکمیت ته په درناوی زمونږ ملاتړ وکړی .
دا په داسی حال کی ده چی افغان حکومت اعلان کړی چی ددی هفتی په اخره کی به په کابل کی لویه جرګه جوړه شی چی د ټول افغانستان څخه به له دوه زره (۲۰۰۰ ) ډیر  کسان پکی ګډون وکړی .