روسی پانګه وال غواړی په افغانستان کی پانګونه وکړی:

زیات شمیر روسان غواړی په مختلفو سکټورنو کې پانګونه وکړی خو ددوی په وینا یواځی له آیسا اداری پرته نور له دوی سره هیڅ راز مرسته نه کیږی.
په تیرو کلونو کې روسان په افغانستان کې داسې لوی پانګونې کړی چی تر ننه پوری خلګ تری ګټه پورته کوی.
دوی وایی موږ حاضر یو چی په افغانستان کې پانګونه وکړو خو یو شمیر مافیایی کړی ددوی د پانګونی مخه نیسی، دغه مافیایی کړی په (مسکو ) کې ددوی د راتګ مخه نیسی .
روسان د افغانستان د اړوندو ادارو غواړی چی له دوی سره همکاری وکړی.
که چیرته روسان په رښتیا په افغانستان کی پانګونه وکړی نو د نورو هیوادونو په پرتله روسان ښه تجربه او د افغانستان له جغرافیی سره اشنایی لری.
د کرهڼی ، معدنونو ، اوبو لګولو ، بریښنا ، سړک جوړونی او کور جوړونی په برخه کې د روسانو پانګه اچونه د افغانستان لپاره ګټه ور ثابتیدای شی.