
کوچیانو په میدان ښار کې پراخ لاریون شروع کړی!
په میدان ښار کې په زرګونو کوچیانو د خپلو حقوقو د غوښتلو او پر دوی د شویو ظلمونو خلاف لاریون پیل کړی .
کوچیان وایی د یو شمیر زورواکانو لخوا پر دوی ظلم کیږی .. د دوی مال چری غضب شوی او دوی ته د زور واکانو لخوا اجازه نه ورکول کیږی چی خپلو کورونو ته ورشی.
کوچیان وایی په حکومت کی یو شمیر زورواکان شته چی ددوی پرضد کړنې ترسره کوی او هیڅوک یی پوښتنه نه کوی .
کوچیان وایی چی زموږ پر ضد په میدان ښار کې خلګو ته ټوپک ورکول کیږی ،،، ددوی ملاتړ کیږی او ان ددوی مرستی ته حکومتی عسکر هم رسیږی