د جلالکوټ ادبي خوځښت ٥٤مه اونيزه غونډه!

 جلال الدين جمال
جلالکوټ ادبي خوځښت پخپله ٥٤اونيزه غونډه کې چې د ١٣٩٠ ل د عقرب پر٢٠مه د جمعې پر ورځ وه،دا ځل يوازې مشاعره وکړه.
 د قرانکريم د څو سپېڅلو ايتونو په  تلاوت پسې د غونډې وياند خيبر احمد ترور وويل:نن يوازې مشاعره ځکه کوو چې هم ملګري زيات دي او هم هغه ملګري نشته چې د ادبي درس او کره کتنې برخې ته يې بايد چمتوالى نيولى واى.
په مشاعره کې له کابله راغلي شاعر داود صديقي درد،محمود خزان،جانان زمري،جلال الدين جمال،اکمل ظاهر،سمندرساحل،فريد ملاتړ،ضياالدين همت مل،بيدار،جانان زمري،طارق تسل،ارشادرغاند،خيبر تروراو يو شمېر نورو خپل شعرونه واورول.
راتلونکې غونډې ته پريکړه وشوه چې ټوله به د پښتو ټپيزې په ازاد بحث ته ځانګړې وي او يوشمېر رابلل کېدونکي ادب استادان او د ټپيزو شاعران به د دې نوي اعلان شوي فورم په اړه ازاد بحث کوي.
تر غونډې وروسته د ثمر نړيوالې فرهنګي موسسې استازي عنايت الله شېرزاد د يوې ادبي تذکرې د برابرولو لپاره د خوځـښت ځينو  غړو سره مرکې وکړې.
غونډه غرمه مهال پاى ته ورسېده.
د جلالکوټ ادبي خوځښت د دې غونډې ځاى هم په جلال اباد کې د مېديوتيک فرهنګي مرکز دفتر و.