
وسیم سجاد، کابل
نومبر۲۰۱۱۰۵
چی وګرځی نو و به یی ګوری؛ چی وګرځی نو وا به یی وری!!! لوستونکی به کیدای شي چی په دی فکر وي چی ښه وزګارخیل یم چی د اختر په ورځو کی یی هم ورته لیکم. خو داسی نه ده!!! دومره مصروف یم چی ږیره کلول او ډریس کول می د اونی پر ځای دوی او کله خو میاشت اخلي. تیر ځل چی له مزاره راتلم نو په هوایی ډګر کی می پلار نه وم پیژندلی ځکه چی ږیره می بیخی ببره شوی وه.
خو هر څه چي دي. مصروف او یا نه مصروف خو ما لیکلو ته رزق نه دی ویلي. پرون منډیی ته لاړ وم. د بالاحصار لاندی یی ښه غوبل راخیستیی وو. بیروبار وو!!! موټر مو ټانکِ لوګر کی له تیلو پمپ سره ودراوه. پیاده شوو. پياده، پیاده لاړو. په لار کی مو مال هم بیه کاوه. خوښ په دی وم چی د مال منډیی ژبه پښتو وه!!! خلکو دلته پښتو ویله!!! مال واله له پښتنو سیمو وو. په تیږو کی وریجه هم وه.
نصرالله ستانکزی هم وو. نه می خوښیږي خو دلته د مالونو په منځ کی راباندی خوږ لګیده!!! لوفر ډوله دی!!!
وري بد نه وو. خو دغواوو او میښو قیمتونه له پاکستاني هغو سره ښکاره توپیر درلود. دلته د میښی د مذکر ډول فکر هم را پیدا شو چی هغه ته به څه ویل کیږي!!! پوښتنه به ستاسو مخ ته کیږدم که را پیدا مو کړ نو زما په علم کی به هم اضافه وشي.
زنانه هم وی هغو هم لکه د قربانی لپاره تابیا نیولی وه خو ما ویل خدای دی له شنو سترګو او د خرو له لغتو وساتي.
بس مونږ هم په یو خوسي باندی لاس کیښود؛ الله دی قبول کړي. ان الصلاتی ونسکی ومحیای وممات لله...
مندیی خپل جارګن یا ارګوټ (هغه ځانګړی ژبه او اصطلاحات چی د یوی ځانګړی ساحی خلک یی استعمالوي) درلودل لکه جلبانه چی په مقابل کی دی باید ۲۰ یا ۳۰ افغانی پری ور لور ولی وای. خو ډیر ونه ګرځیدم کنه پوره لیکل پری کیدای شول.
خو پلار می د وري اخیستلو هم ویل. وري ته مو پلان وکړ چی سبا به یی اخلو. د اختر په تیاریو کی د سبا لپاره هم بلا شیان پاتی وو. په ګنډونکی پسی باید خیرخانی ته لاړ وای او هغه هم سهار ۶:۰۰ بجی ځکه د ګنډونکي کور په پیښور کی وو او بیا نو پری ناوختیده. هوری چی لاړو نو ګنډونکی له وعدی سره وفادار پاتی نه شو!
مونږ باید کورته تلویزون اخیستی وای ځکه د کور هغه یی خراب وو او دی پسی صدیق عمر مارکیټ ته د تګ اړتیا وه. دلته به له بیرو باره په خدای(ج) سره پناه غواړی.
تلویزون او ډش ټی وي مو دواړه په ۱۰ دقیقو کی واخیستل او جوالي ته مو په دیرش تر موټره وویل. تلویزون مو بار او د کور په لور رهي شولو.
کور ته مو باید د انټی سپټیک ټانکر هم بیولی وای؛
او هو! هغه د وري خبره رانه هیره شوه. د لته د حضوري چمن سره په سرک کار روان دی. په شاروال خو دی خدای (ج) مور بوره کړي چی د نه سړي ځوی داسی قرارداد کړی چی د شپی په ځای په دومره بیروبار او مصروف سرک باندی د ورځي کار کوي. سړی نه پوهیږي چی دوی ولی دغو ملحو ظاتو ته په تړونونو کی توجو نه کوي.
بس ټول زور یی په نیکتایی وباسي. د لته په یو اړخ کار او په بل موټر روان دي. په کوم یو چی کار روان دی هوری ځینی د مال والا ولاړ دي او مال خرڅوي. غټی پګړی، سپینی ږیری؛ توری ږیری ؛ خولی والا او نور ولاړ دي.
د پولیسو د موټرو سخت اوازونه وو؛ تا به ویل چی خُودکش یی ټارګټ دی او تری خطا کیږي خو چی ګورم پولیس په دغه فارغ سرک وروختل. ما په همدغه سرک یو وری واخیسته؛ او وری می بیا په غیږ کی راوخیسته؛ په ټرافیک جم کی ولاړو ټولو خلکو را کتل او پهلوان، پهلوان یی چیغی که نه وهلی نو له ځان سره یی خو ګز مزی کاوه!
بس همدا چی موټر کی کیناستم او هغه بل اړخ ته می وکتل چی ګورم پولیسو هغه سپین ږیری ورغوښتی او له موټر سره یی ورته ولاړ دی.
پولیس، لکه اوله تلاشي له لونګی پیل کړه او همدلته می طالب ته د زړه له کومی ښیرا ووتله. زړه می ډیر بد شو.که دغه د عرفی روژی کی می څه وي نو خدایه (ج) ته مو له دغو دواړو او له دا دریواړو خلاص کړی: طالب، امریکا او دیموکراتان.
په مولینا عطالله باندی انګریز په هند کی لونګی وغورځوله؛ او هغه بیا هیڅکله لونګی په سر نه کړه او قسم یی یاد کړ چی تر هغی به یی په سر نه کړم ترڅو انګریز له هیواده ونه باسم.
لونګی باندی پښتانه مړي کوي. د بی احترامی سمبول ګڼل کیږي که چاته وغورځیده؛ مړی پری کوي خو نن یی د طالب له برکته پاړسک چی کیدای شي ډیر یی له خپلی مور څخه هم نه وي په سپین ږیري لری کوي.
د پولیس په دی هم زړه یخ نه شو او د مال والا ته یی وویل چی لری شی؛ خو د لری کولو لپاره هیڅ دلیل نه وو او هیڅ اړتیا نه لیدل کیده. خو دواړه ډلی په خپلو کی برګ شول. پولیس له موټر ښکته او یو څڼیور مال والا یی په قنداغ وواهه. ماسره می کامره هم نه وه چی ویډیو یی واخلم! وی وی نو!!!
پښتون له پولیسو، ښاره او موټرو پوره ډاریږي. اول یی څه ونه ویل خو وروسته چی څو نورو پولیسو وارونه وکړل نو پولیس یی را کش کړ؛ ګریوان یی پری پاره کړ...
که ماسره هم واسکټ وای نو دلته به می خودکُش کاوه. په دغو چی ملیونونه ډالر مصرف شوي ولی تربیه نه دارد؟ بی سلیقه اوس مونږ یو که دغه پردی اولاد!!!
دلته می کرزي ته د زړه له کومی کنځا له خولی ووته!!!
کرزیه !!! مونږ چی بی عزته یو دلیل یی دادی چی ته زمونږ یی!!! کوم پښتانه وزیران چی دي خدای (ج) دی دوی ټول له یوه بسم الله محمدی ځار کړي. ښځی دي.
شپږی ښځی یو یی نر؛ انجینر، انجینر. نو شپږ یی ښځی یو بسم الله خان. دوی ټولو پښتنو با سوادو وزیرانو او ریسانو ته یو بس دی. بس یو دی مه مره!
دلته بیا سړی په طالب افتخار وکړي. که د طالب د چاودنو زور نه وای نو تاسو به خپل عزت لیدلی وای. خپله ابرو به مو لیدلی وای.
دادومره چی ددوی سترګه سوځي هغه له وردګ رحیمه او یا د امنيت رييس رحمت الله نتبيل نه دی هغه له طالب جانه دي!!!
کیدای شي چی څوک نقد وکړي چی دلیکلو په سر کی طالب ته ښیرا او دلته بیا صفت!!! نو زما ځواب دادی چی هرشی خپل ښه او بد اړخ لري. ښه چی کله له بدو ډیر شي نو په ښو حسابیږي. له هغوی سره ۳۰ او ۴۰ ملکونه نه وو هغوی سره دری هیوادونه وو. له هغوی سره دومره متخصیصین نه وو لکه له دوی سره دي؛ هغو ټکنالوجي ناروا بلله خو دوی تری خپل اس ګرځولی.
که د پولیسو په اخلاقو چا د تیزس تابیا کړی وي نو په اساني سره کولای شي چی له ۹۰ صفحو یی ور واړه وي.
leekwal@yahoo.com