بی خونده خبری(۱۲۳): د هند د Post-Attack ابتکارات!!!

 وسیم سجاد، کابل
اپریل۲۰۱۳،۰۶
مقدمه:
روهي کی می جالب خبر ولوسته! خبر د یوه ابتکار و او ابتکار هم د دریو محصلینو! د تیر زیږیز کال په ډسمبر کی هندوستان کی په کومی پوهنتونۍ محصلی باندی په بس کی د خپل یار په وړاندی جنسي تیری وشو! ځوانان ګرم وو که د بهرنیو هیوادونو توطیه وه کومه اوسپنیزه میله یی هم...
لاریونونه وشول؛ خلک سرکونو ته را کیوتل؛ برښنا پایو ته وختل؛ ما ویل ځه بس مصر او یا هم تونس به تری جوړ شي خو پایداره دیموکراسي یی په مخ کی خنډ شوله!
هغوی چی په هندوستان کی له پاکستان بد وړي کیدای شي دغه پیښه د آی ایس آی کار بللي وي او د پیښی طرح به یی چیری کوټه او یا هم د سند دشتی بللی وی خو هر څه چی وي.... پيښه په هندوستان کی د ځينو ابتکاراتو سبب شوله:
الف: په هند کی په جلکۍ له حملی وروسته، د ټکسیو یو شرکت ښځینه ټکسي چلوونکی بازار ته معرفي کړلی. چی په دی ډول سره له یوی خوا ښځو ته کار پیدا شو او له بلی خوا د ښځو اعتماد را جلب کړای شو. ځکه چلوونکی هم ښځه وه او سوارلی یی هم ښځه!!! د ټکسیو همدی شرکت ښه بازار هم وکړ او ښه ګټه یی هم وکړله ځکه چی هم بازار ته نوی وو او هم یی لوی اکثریت خپل کړای شو او بل په موقع کی بازار ته نوی محصول وړاندی کړای شو.
ب: دغه دویم ابتکار د ښځو واسکټ دی. د طالبانو هغه نه! دغه واسکټ چی ادبي را اخیستل شوی هماغه ... بند دی! که چیری د چا ښځو ته نیت بند شي او حمله پری کوي نو دغه واسکټ به ۳۰۰۰ والټ برښنا مهاجم ته لیږده وي. د واسکټ بله ښیګڼه دا ده چی یو ډول عایق په کی کارول شویدی چی په دی ډول سره د ښځو بدن ته هیڅ زیان نشي رسولی.
دغه مقدمه به د فراه له بریدونو سره وتړو. په فراه کی بریدونه وشول ۱۵۰ شاوخوا یی مړه او ژوبل کړل!
اصل موضوع:
د طالب، آی ایس آی، ایران، قاچاق برانو دغه برید نه نوی دی او نه هم ځانګړی! ورته برید موده مخکی په ننګرهار کی د چټک غبرګون په ځواکونو شوی وو؛ دوی اونی د مخه په همدی ننګرهار کی په اردو لکه شوی وو؛ له دی پیښی څخه مخکی ورته برید په کابل کی د ملی امنیت په اداری او له هغی څخه مخکی وو او که وروسته د همزنګ کی د ترافیکو په ریاست ترسره شوی وو.
هغه څه چی مونږ له رسنیو څخه واوریدل لاندی اطلاعات وو:
* دښمن مو په کم وخت کی له پښو وغورځوه!
* دښمنان له باندی څخه راغلي وو!
* پیښه په کوټی شورا کی پلان شوی وه!
اوس نو له همدی ښاغلو څخه پوښتو چی دغه اطلاعات به د هغو چی زامن، ورونه او... یی په دی پیښه کی له لاسه ورکړیدي او ما ته، مولانا ته چی لا روغ پاتي یو د کوم درد دوا شي؟ څومره به ځان ډاډمن او په امن کی وبللی شو؟!!!
بله خبره دا چی دغه ورکړل شوي اطلاعات څومره حقیقت کیدلی شي؟!!! د طالب ادرس خو له مخکی خلکو ته معلوم دی چی پاکستان دی که ملي امنیت دا خبره وکړي او کنه!!!
په دی یولسو کلونو کی د چاودنو، ځانمرګو بریدونو د شنډولو په موخه هیڅ ډول ابتکاري پلانونه نه په لاره واچول شول او نه هم په پام کی ونیول شول.
زمونږ امنیتي ځواکونو ته قوي او ابتکاري پلان هغه وي چی عاید ولرلی شي لکه:
* له قشلی او یا هم فرقی څخه دیوال تاوول
* د دیوال په سر اغزن تار لګول
* د فرقی شاوخوا او اداراتو ګرد چاپیره د سمنټي دیوال لګول
دا ډول وړی پروژی د عاید ستری زیرمی دي او د خپلو خپلوانو سره غټ تعاون بلل کیدای شي ځکه چی ذوِالقربَی ته بایدل له بل هر چا څخه لومړی لاس ورکړل شي.
خبري غونډی، کانفرانسونه، انتقادونه به له شهیدانو سره څه مرسته وکړای شي؟ یو بل شی چی باید له ځانمرګي هم ډیر سړی تری وډار شي هغه د ملي اردو احساساتي، جذباتي عسکر دي. دوی له تخنیکي او روزنو له کبله کمزوری دي. کله چی ګرم راشي له طالب څخ ډیر ورانی دوی رامنځ ته کوي. نه خپل ګوري او نه پردی بس ډزی کوي!!!
مونږ د شمال ټلوالی له قهرمانانو او په اردو کی له بریتورو کمونیستانو څخه هیله درلودله چی دوی به داسی ابتکارات وکړی چی طالب ځانمرګي، خر مرګي چی راتلونکی به یی غوا او یا هم دیدو سپی وي، داسی ۳۰۰۰والټه،۱۰،۰۰۰ولټه شاټونه ورکړي چی خیټی پسی تړلی بم یی کیلومتر لری په ځان پسی چاود شي او مونږ غریب غوربه تری په امان کی شو. چارواکو خو هسی هم تیغ بندی تړلي نه وژل کیږي!!!
خلاصه:
د هر ځانمرګي برید SWOT Analysis (د قوتونو، ضعفونو، او د خپلو ادارو او ځواکونو د فرصتونو او تهدیدونو) مطالعه باید ترسره شي. قوتونو څخه ګټه پورته شي؛ ضعفونه باید اصلاح شي؛ فرصتونه دی په لاس راوړل شي او تهدیدونه دی دفع کړای شي. قوتونه او کمزورتیاوی د اداری دننه او تهدیدونه او فرصتونه په باندني چاپیریال کی وي. که چیرته مونږ خپلی کمزورتیاوی اصلاح نه کړای شو نو همدغه کمزورتیاوی سبا په تهدیدونو بدلیږي او پخپله یی تر برید لاندی راځو!!! تقاعد شوي فوځي مشران دی سره راغونډ شي او د ورته حملو د مطالعی په موخه دی انسټیټیوټ رامنځ ته شي او پخواني مشران دی په کی بوخت کړای شي. دغه مشوره می د کرکټ ټيم لپاره هم په درد خوري! حتی باید زمونږ دغه انسټيټیوټ چی ځانمرګی پیښی مطالعه کوي په راتلونکی کی په سوداګری هم بدل کړو. مونږ بیا کولای شو چی خپل ددی انسټيټیوټ متخصصین نورو هیوادونو سره د تجاربو د شریکولو په موخه ولیږو او په مقابل کی یی فیس ترلاسه کړو او یا هم د باندنیو هیوادونو امنیتي مامورین دی انسټيټیوټ ته د روزنیزو کورسونو لپاره را وغواړو. په ورته وخت کی به مو په فوځي زده کړو کی یوه نوی څلور کلنه رشته پرانیستلی وي چی د ځانمرګي هر څه په کی غور سره مطالعه کیږي.
هیله ده چی خلاصه یی له اصل موضوع څخه نه وي اوږده شوي!!! leekwal@yahoo.com