بی خونده خبری(۱۲۵): ۷ و ۸ ثور از دیدګاه وسیم سجاد!

 
خبریال په شد سره وویل چی له نن څخه ۳۵ کاله پخوا....
پلار می وویل درواغ وایي! زه چوپ شولم. ما ویل ځه دادا احساساتي دی، وروسته یی خپله مني!
وروسته می پلار ویل چی زما د مور په واده کی د حکومت طیارو په کلي بمبار کړی وو او زما د ناوی  مور سپیدی دوړیدلی وی. پلار می خدای (ج) خبر څومره کړیدلی وي!  جالبه دا چی کلیوالو او سپیو په یوی سمڅی کی بی له کوم تعصبه پناه اخیستی وه.
۷ ثور کی قادر له داوود خان سره خیانت وکړ. ما ویل مولانا به په مکروریانو کی له قادر خان سره لیدلی وي خو هغه هم لکه چی تری خبر نه دی!
۷ دی ثور ما ته می مدیر په اداری کی وویل چی ....جان در مطبوعات در باره هفت ثور چه میګن؟ ما ورته وویل چی چټیات!
اصلا کی ده پخپله غوښتل چی ما ته د قادر خان په اړه معلومات را کړي او د هفت ثور په اړه خپله خاطره ووایي.
قادر خان حالی در مکروریان زنده ګی می کنه. هفته ګذشته کله و پاچه را پوخته کرده بوده. شوهر خاله مه را دعوت کرده بود. شوهر خالم جنرالست! حالی قادر خان غریب شده. وقتیکه از خارج امده بود. برای داشتن کدام خانه مانه به وزارت شهر سازی رفته بود. خانه را درخواست کرده بود! مامورین برایش ګفته بود که ما خانه به مامور دولت میتیم! قادرخان برایش ګفته بود که مه هم مامور دولت بودم!
مامور باز پرسیده بود که به کدام پوست کار میکردی؟ قادرخان ګفته بود که وزیر دفاع بودم! مامورین که ګپش را میشنوه، دویده، دویه به وزیر میګه!
.....جان! آنها خیانت نه کرده بود! باز خانه وزیر آباد که یک خانه را برایش داده بود!
ما ورته وویل: کاشکی چی دغه کور یی هم نه وای ورکړی! خاین بود!
خو دا چی زمونږ مدیر عسکر پاتی شوی وو نو دا زما خبره یی ډیره خوښه نه کړله!
مدیر نن په موډ کی برابر وو. کیسه یی وغځوله!
....جان! مه صبح مکتب میرفتم! مکتب ما در خیر خانه بود. در پیشروی ارګ که تیر میشدم، عسکر را دیدم که پروت کرده بود. مه در فرق شان ایستاد شدم و از یک صاحب منصب پرسیدم که چه ګپ است؟
هغه ورته ویلي وو چی هلکه ځه! مکتب ته ځان رسوه!
مدیر چی مکتب ته رسیدلی وو نو مکتب ته امر شوی وو چی هلکان رخصتوی چی څه خبره ده!
مدیر بیرته کور ته راغلی وو. کور کی یی پلار لیدلی وو چی له دندی هغه هم رخصت شوی وو او کور وو.
ده را ته کیسه کوله: همی جټ که سر ارګ تا میشد همطو تا میشد، خپل لاس یی جټ جوړ کړی وو او ۸۵درجه زاویی باندی یی نیولی وو. فکر می کردی که خورد خو که بمبار میکرد سره ارګ، بالا می شد!!!
دده له الوتکی کوزیدلو سره ما ته بچه پیش خدمت رحیم پنجشیری را یاد شو. ههاهاهاهاهاه
دده له خاطری چی خلاص شولم، کوم کار را پیدا شو!
فیسبوک کی می د داوود خان کارنامی لیدلی. خلکو سخت دروند کړی وو. له ځان سره می وویل چی هلکه په دی ملک کی د هوښیارانو کمی دی! یو سترګی په کی پاچا وي! چانس له لاسه مه ورکوه!
بیا نو شپی په تلویزونونو برابر شولم.
طاقت می لومړی ځل واوریده چی ویل یی مونږ نه خلقیان وو او نه پرچمیان!!! ما ویل هلک بی طرف ونه وایی ځکه چی هغوی وار له مخه بی شرف وو!!!
بیا چا ورڅخه وپوښتل که نومونه یی واخلی؟ پوی نه شوم چی د څه شي نومونه؟ خو د طاقت ځواب دا وو چی مونږ د رازونو، اسنادو مایکرو فلمونه اخیستي دي او ۵۰ کاله بعد به یی افشا کړو. اوس یی صلاحیت نه لرو.
ما ویل والله چی که دومره مهم وای نو د لمر مخ به دی نه وای په نصیب شوی! ته به هم اوس د سروري په څير چیری په پنجشیر کی وی بچو!!!
کوم اخبار لیکلي وو چی د افغانستان تقدیر د دوو غویانو په ښکرونو تکیه دی! بده خبره نه ده! خو سړی دی خدای (ج) د هفت او هشت منځ ته نه غورځوي!!! په دی ټوکه می د کابل لوفران ښه پوهیږي!!!
اسد الله سروري یکی یوازی مجرم:
نه کمونیستان ځان پړه بولي او نه هم مجاهدين ځانونه خاینان! خو یو سړی چی اوس مهال مجرم پیژندل شوی هغه اسدالله سروری دی! که تاسو یی په اړه ډیر معلومات غواړی نو له سلطان علی کشتمند چی کابلیانو هغه مهال سلطان علی ریشخند یاده وه وپوښتی!
وایي یو له چا پور نه هیریږي او بل چی چا و چا ته ...... ورکړی وي.
سلطان علی کشتمند، سروري ښه پيژني ځکه چی سروري د کودتا په اړه تری اعترافات اخیستي وو. دا چی خصیی مبارکی یی ورته په کوم تار تړلی وی نو د محقق په واسطه ورسره په لندن کی په تماس کی شی.
له شلو کلونو وایي ډیر وخت کیږي چی سروري زندانی دی خو نه یی کمونیست ملګري پوښتنه کوي او نه هم اوسنی مقننه او قضایه قوه! نه جبار قهرمان څه وایي او نه هم فراهي لوي قاضي!!! که سروري خاین وي، رهزن وي، قاتل وي نو محکمه چیرته پری صادره شویده.
که قاضي یی آمر مسعود وي او یا هم د شمال ټلوالی داړه ماران نو فیصله پری چیرته او څنګه او څومره صادره شویده.
که د عمر قید خبره وي خو همدومره عمر قید یی بس نه دی؟!!!
هغه کوم پټ تور دی چی په جرم یی سروري تر دی دمه په زندان کی ساتل شویدی؟
که د اسدالله سروري په نوم د چا غونی زیږیږي او یا هم برګیږي نو پوی دی شي چی زه له هغو کسانو څخه یم چی حتی دیکتاتور ته هم عدالت غواړم!!!
که څوک د اسدالله سروري د دوسیی په اړه پوهیږي نو لطفا دی خپل معلومات له مونږ سره شریک کړي!!!
شه نو اوس ۷ یی ښه وو او که ۸؟ لعنت په دواړه توکه!!!
leekwal@yahoo.com