بی خونده خبری(۱۱۹): حق من!!!

 وسیم سجاد، کابل
د مارچ ۲۰۱۳،۰۹
زما د ژوند لومړنی دویم لاریون!!!  
نن می د ژوند—د یوه هدف په موخه—مهم  دوهم لاریون وو چی برخوال یی وم او د زړه له اخلاصه می په کی شعارونه ورکړل، ځان می وږی او ستړی کړ. 
له نن څخه ۱۱کاله وړاندی، سهار ښوونځي ته روان وم. دا کیسه د دارالخلافی له وخته ده. 
د لیسی په مخکی بلا ډیر متعلمین را ټول شوي وو او د لاریون،لاریون چیغی یی وهلی. 
دا مهال نو د حضرت قیس بن سعد (رض) عالي لیسی مدیر فرهاد وو او د تعلیم و تربیی عمومي رییس علي انصاري وو چی د پښتو استاد سپین چرګ باله. 
زه چی دا مهال د ټولګي مطرح زده کوونکی وم، لیسی ته په رسیدو سره، ټولګیوال را باندی را مات شول. ویل یی چی لاریون کوو. د لاریون دلیل دا وو چی د اسلامي حزب په دی لیسی کی هره ورځ له ۶ درسي ساعتونو څخه یی دری او یا هم څلور خالي ول. 
ما د تعلیم و تربیی له رییس سره په دی اړه یوه نوکی شان خوله هم وهلی وه. ټولو هلکانو ته می وویل چی لاریون مه کوی ځکه که چیری د دارالخلافی انظباطان را خبر شي نو هم به مو ووهي او هم به مو ډیر زر سره تیت کړي. چی په دی ډول سره به مو نه نتیجه ترلاسه کړی وي او نه به مو یو منظم لاریون کړی وي.
یوه په کی غږ کړ، که ځی لاړشه او که نه ځی، مونږ خو ځو!
دلته نو بیا د غیرت، پښتون والي، او... خبری مطرح شولی خو ورسره روان شولم. تر څو چی لاریون منظمیده، چی د دارالخلافی انظباطان را ورسیدل او لاریون یی تس نس کړ. د لاریون سرلاري لومړمي هغه وو چی وتښتیدل. هغوی چی زه یی ننګولوی وم، له نورو لومړني وتښتیدل. پاتی شولم زه او یو بل ټولګیوال چی اوس هم په هماغی لیسی کی معلم دی. 
د حزب اسلامي انظباطانو ونیولم او له ځان سره یی خپل عدالت ته بوتللم. ورسره کیناستلم. د حزب لخوا کمیټی کی لاندی کسان ګډونوال وو:
الف: حاجی احسان الله، د لوګر پخوانی والي او د وخت د نصرت مینی عمومي مسوول
ب: میجر(پوره نوم یی را څخه هیر دی خو د حزب په اطلاعاتو کی وو.)
ج: انجینر زلمی (اوس مړ دی!) د وخت د امنیت مشر!
ځینی نور هم وو. 
احسان الله پوښتل چی مونږ ولی لاریون کړی. ده ویل چی مونږ خو د یوه حزب خلک یو، د یوی عقیدی خلک یو، او... نو بیا ولی یی باید خلاف لاریون وشي؟
ما ورته وویل چی حاجي صاحب اوس خو دیموکراسي ده، هر سړی کولای شي خپل غږ او حق وغواړي—دا مهال نو د کرزي حکومت نوی راغلی وو او حزبیان له کرزي سره سخت مخالف وو—او ورپسی می دا ایت هم تلاوت کړ: لا اکراه فی الدین...
احسان څنګ کی ناست انجینر زلمي ته مخ واړه وه او زما په اړه یی تری وپوښتل چی هسی نه کومه جنایي دوسیه دی ولرم! هغه مهال بیا نو حزبیان پوهیږي چی ځوانانو کوم ډول جنایي دوسیی درلودلی!
زلمي وویل چی لومړی ځل دی چی ما ګوري. میجر را ته وویل چی ځه کابل ته لاړ شه! هلته کولای شی چی خلقي دیموکراسي، پرچمي دیموکراسي هر ډول یی چی غواړی موندلی شی!
زه لا کابل ته نه وم راغلی چی میجر د یهودو په کومی موسسی کی دنده واخیستله او له ما څخه ړومبی یی دیموکراسی ته لبیک ووایه!!! 
 


\"\"
د نن لاریون:
سهار د وخته له خوبه پاڅيدلم! ستاسو وریندار ته می وویل چی زما پتلون را واخلي! شرټ می هم ولګاوه! چشمی می نه وی هغه می د لاریون څخه دوه ساعته د مخه سهار د وخته په خړه کی واخیستلی! بوټان می عسکري په پښو کړل! دفتر ته می میسج وکړ چی نن وروسته له غرمی راځم!
ما ویل چی په دهبوري کی به اخري وم خو د دویم او څلورم ترمنځ می مقام ترلاسه کړ!
دوستان د میږیانو په څیر را تلل. که ریښتیا درته ووایم نن مظاهره ټوله په دعاوو وشوله! آیت کرسي می لومړی تلاوت کړله چی له مرګ څخه خو نن ورځ بیغمه شم! درود شریف، چهارقل، او ټولی نوره مسنونه دعاګانی مو کتار کړلی ترڅو لاریون ناکام نشي!
له دعاګانو سره څنګ پرڅنګ می د پښتنو مخورو مشرانو ته لعنتونه هم کتار کړل! ما ویل ټول د محقق له چپ بوټ څخه ځار کړی!
ځوانان، لاریون او نتیجه یی!!!
ښی چیغی، ښه مرده باد او زنده باد! ټول په نعره تکبیر کی سره متفق وو. په نورو شعارونو کی به خلک ګډوډ شول خو په نعره تکبیر کی کم لیدل کیدل چی ګډوډ شوي به وي!
نظم یی ډیر ښه که څه هم د جمعیت اصلاح په څیر روزل شوي نه وو خو بیا یی هم د مور شیدی دی شي!
تنظیمات برابر او د ستایلو وړ! خو په لوډسپیکرونو کی یی ستونزه وه! بل ځل ته که لاریون کوي باید د نن ورځی دریو لوډسپیکرونو پرځای دی له ځان سره کم تر کمه ۱۰ ولري! ترڅو پیل، منځ او پای ټول خلک په یو ډول سره شعارونه زمزمه کړي!
د چکچکو وهل، ملي ترانو ته د لاسونو ښورول یی ډیر خوندور وو چی زه یی پخپل ذات کی لومړی لوی ګام بولم!
نتیجه به ورکړي؟
یوه میښین ته می زنګ وواهه چی راځه نن خو رخصت هم یی، په لاریون کی را سره ګډون وکړه، ویل یی چی څه نتیجه به ترلاسه کړی؟
مونږ هم عجیبه خلک یو! مجاهدینو په زرګونو خلک ووژل؛ طالبانو په زرګونو ووژل او په موچي تار یی حلال کړل کومه نتیجه نه لري. مونږ چی بی له توپی، وسلی، نارنجکه بازار بنده وو؛ سهار ۹:۳۰ لاریون پیلوو او په ۱۲:۳۰ یی ختموو له مونږ نتیجه په ۱:۰۰ غواړي!!!
حکمتیار او طالبان وایي چی مونږ خدای (ج) په نتیجی نه یو مکلف کړي!!! نو چی دوی یی نه دي کړي مونږ یی بیا کړي یو!
له طالب نفرت لرو ځکه چی پټاوونه کوي!
له حزب نفرت لري، بخارونه پټاوه وي!
له مونږ سره یو ځای کیږی نه ځکه چی نتیجه نه ورکوي!!!
نو بیا د هزاره رحم و کرم ته تسلیم شه! بیا نه مه وایه چی مونږ ته حق نه را کول کیږي! بیا نه مه وایه چی څوک مو غږ نه اوري!!!
خو په یاد ولره هغه چی راوتلی نن مړ شوی هغه چی نه دی را وتلی پرون مړ شویدی!!!
که د نن ورځی لاریون نور هیڅ نتیجه هم ونلري، دومره نتیجه یی درلودله چی ټول په ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو پوری چی د ځوانانو د کریډیټ او یا هم پیپسي روپی وی منسجم شوی وو. او په دغو روپیو یی بنرونه چاپ کړي وو! مطلب دا چی په تشو لاسونو یی دا کار وکړ!
نه له دوی سره د خامنه یی کڅوړی وی! نه ورسره د محقق ملاتړ وو! نه ورسره د ای ایس ای دعا وه او نه ورسره د یهودو لاس!!!
که ګاندي جي کور ناست وای او چیغی یی وهلی چی یی انګریز لوګ همارا حق نهی دیتا تو نن به یی د انګریز بوټان پاکول! مونږ له میرمنی سره ناست یو او وایو چی مونږ حق تر پښو لاندی کیږي!!! خود به هم لاندی کیږي، نن د حق لاندی کوي، سبا تا!!!
 

\"\"
 


لاریون او د مشرانو بی ځایه مشوری!!! 
زمونږ مشران خو خدای(ج) بخښلي دي! نه درسره مالي ملاتړ کوي؛ نه در څخه سیاسي! نه دی په شا ټپوي او نه هم در ته وایي مه را وځه! هم پيغور درکوي او هم دی ډاره وي! کله چی د رباني پوهنتون خلاف لاریونونه پیل شول له ګوډ خالد نیولی تر هغو چی تاسو پری ویاړی ټولو محصلینو ته زنګونه وهل چی له لاریونونو تیر شی!
د ننګرهار پوهنتون پخوانی رییس چی اوس د تعلیم و تربیی رییس دی پخپله محصلینو ته ورغلی وو چی تری تیر شی! 
هاهلهلهللهلهله
څومره ذلیل مشران! څومره خوار مشران! 
سړی نه پوهیږي چی په کوم منطق او په کوم مخ دوی له مونږ څخه دا غوښتنه کوي چی مونږ دی لاریون نه کوو! یا دی تری تیر شو!
که زمونږ لاریون د ملي نفاق سبب کیږي، نو خلیلي بهسودو ته د ملي وحدت په موخه تللی وو؟
هغه پوهانو چی په اکاډمي علوم کی څه وکړل او محقق یی څه ډول مخه ډب کړله هغه ملي وحدت وو کنه؟
منصوري چی په ډاګه د رباني کور کی محصلینو ته وویل چی دا خو د پټي سر دی، پټی وروسته سورور دی هغه خو نو اسلامي اخوت وو کنه؟
زه حیران یم چی تاسو به سبا په کوم مخ له مونږ رایه غواړی؟
افغان ملتي د کانکور د پایلو مخالفت ونکړ! خلقي پاتی شونو یی مخالفت ونکړ! مفرورو حزبیانو یی مخالفت ونکړ! نو ته چی زما له حق څخه دفاع نشی کولای نو په څه شي رایه در کړم!
په وزارت کی ارغندیوال وایي چی ما ته یی د حزب په نسبت دغه وزارت نه دی راکړی نو جنابه ته د کوم باغ ... وی چی دغه وزارت یی در کړ!
په هسکی مینی یی بمبار وکړ، له افغان ملتي نیولی تر حزبیانو ټول چوپ ول! بس څو میزونو کی یی خوشی خبری وکړلی؛ مسولیت یی ادا شو!
په کونړ کی یی خلک ووژل، له افغان ملتي نیولی تر حزبي کوم لاریون ونکړ!
پوهنتون به دانشګاه شي، مُرداري به ملی اتل شي خو تاسو به چوپ یاست!!! او مونږ به هم نه پریږدی چی راووځو نو سر له اوسه طلاق یاست! رایه په تاسو حرامه ده چی در یی کړم!!! 
ادامه: 
د نن ورځی له لاریون کوونکو څخه د ځان په ګډون مننه کوم خو باید ادامه ورکړو! د نه خوړلو اعتصاب به کوو؛ دفترونه به پریږدو؛ د تبلیغیانو په څير به بستری راوړو، بشر دوست به له ځان سره کوو؛ بل هر څوک چی زمونږ له داعیی ملاتړ کوي خپله وو او ادامه به ورکوو ان شاالله!!! 
ما حق میخواهیم!
ما عدالت میخواهیم!
حق من!
نومری من!
مرګ به وزیر عبید!
مرګ به نور بخش!
مرګ به کمیټه کانکور!!!


و ما علینا الا البلاغ!!! 
leekwal@yahoo.com