
جلال الدين جمال
د لوى اختر پرلومړۍ شپه چې د ١٣٩٠ل د عقرب ١٥مه کېده،جلالکوټ ادبي خوځښت په ننګرهار کې د يوه شاعرانه اختريز ماښام کوربه و.
دا ځانګړې مشاعره د ماښام پر اوه نېمو بجو د قرآنکريم د سپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند په هرکليزه وينا کې وويل:په تېرکوچني اختر پسې دا د خوځښت دويمه ځانګړې ماښامنۍ مشاعره ده چې د اختر په وياړ کېږي.
رغاند له ننګرهار ټولنيز مرکز مېديوتېک څخه خوځښت سره د مسلسلو همکاريو او همېشه بهار په نامه له سيمه ييزې راډيو څخه مننه وکړه چې دا مشاعره په ژوندۍ بڼه خپروي.
مشاعره د عبدالله هوډ په غزل پيل شوه چې نېږدې شلو شاعرانو او ترنم کوونکو پکې شعرونه او ترنمونه واورول.
د مشاعرې وياندويان انورالحق يرغل او زيارخان ياد ول.
دغه مشاعره هم په ننګرهار ټولنيز مرکز مېديوتيک کې(چېرته چې هره جمعه ورځ سهار)د خوځښت غونډه وي،ترسره او څه باندې يو ساعت يې دوام وکړ.