
امریکایانو ته وایو چی :که دافغانستانه د باعزته وتلو لار لټوئ موږ مو مرسته كولى شو: حکمتیار
پاكستاني چارواكو په تېرو كلونو كي د افغانستان په اړه داسي څه وكړل چي خپل اعتبار ئې په افغان ولس كي په بشپړه توگه له لاسه وركړ،
صلح هغه مهال راتلى شي چي امريكايان له افغانستانه وتلو ته چمتو شي، اشغال پاى ته ورسوي او افغانانو ته دا حق وركړى شي چي خپل برخليك د پرديو له لاسوهنو او مداخلاتو پرته وټاكي او د خپلي خوښي قيادت غوره كړي.
«دافغانستان د اسلامي حزب امیر محترم حکمتیار د پاکستاني تلویزوني شبکی سره په خپلې تازه مرکه کي په ډیرو مهمو مسایلو بحث کړې ، دافغانستان او سیمي په اړه یی خپل آند په زغرده څرګند کړې . دغه مرکه چی د حزب اسلامي په ورځپاڼه شهادت کې خپره شوي ، مونږ یی د روڼ آندو افغانانو او ټولو هغوې سره چی دخپل هیواد دبرخلیک په اړه اندیښمن دی شریکوو . په درنښت «دافغان ولس دسولي دکمیسیون له اړخه »
02-11-2011 |
|
حکمتيار صاحب السلام عليکم وعليكم السلام و رحمة الله پوښتنه : ARY ته د مرکې لپاره ستاسو له وخت ورکولو څخه تشکر . ځواب: ډېره مننه پوښتنه: تاسو له اوږدې مودې د پردې شاته ياست خپل دغه ژوند څه ډول محسوسوئ؟ ځواب: طبيعي ده چي داسي ژوند او د دومره اوږدې مودې لپاره ئې گالل د هر انسان لپاره سخت او ستونزمن وي، هغه څوك ئې زغملى شي چي د يوه سپيڅلي هدف لپاره په مبارزه بوخت وي، ځان الله تعالى ته سپاري او د هغه پر هري فيصلې راضي وي. پوښتنه: تاسو به تر څو مخفي وئ ؟ ځواب: زه به تر هغه په همدې حالت كي خپلي مبارزې ته دوام وركوم چي زما ايمان او عقيده د دې حكم كوي، زما ولس او زما هېواد ورته ضرورت لري، تر هغه چي په افغانستان كي د اشغالگرانو ځواكونه مخصوصاً ډرون جهازونه وي او تر هغه چي هېواد مي آزاد شي او په افغانستان كي د افغان ولس د خوښي منتخب اسلامي حكومت جوړ شي, پوښتنه : افغانستان دا مهال د بې باورۍ له حالت سره مخ دى – او له روسانو څخه وروسته وو هماغسې حالات تر سترگو کيږي ، په دې اړه ستاسو ليد څرنگه دى؟ ځواب: يقيناً چي د افغانستان اوسنى حالت هغه حالت ته ورته دئ چي روسي فوځونه د وتلو په حال كي ول، تر هغه هم ډېر كړكېچن، د ناټو ځواكونه د مقاومت په وړاندي له قطعي ماتي سره مخامخ شوي، د هېواد په هيڅ گوټ كي د مجاهدينو له بريدونو خوندي نه دي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د كابل لاس پوڅى نظام شړېدلى، د مقاومت ځواكمني څپې د هېواد گوټ گوټ ته رسېدلې، ټول ولس د مجاهدينو په څنگ كي د ودرېدو په حال كي دئ، له اشغالگرانو او د دوى له لاس پوڅي حكومت كركه لري، د اشغالگرانو فوري وتل او د مزدور حكومت نسكورېدا غواړي. پوښتنه : آيا تاسو دا گڼئ چې په افغانستان کې يوځل بيا دکورنيو جگړو د وخت حالات رامنځ ته کيږي ؟ ځواب: امريكايانو پر افغانستان تر بريد وړاندي داسي افغاني ډله په واك كي نه درلوده چي په ولس كي نفوذ ولري او يو مضبوط حكومت جوړ كړى شي، ناچار ئې په هغو ډلو اتكاء وكړه چي روس او ايران پلوه وې، دوى د لاس پوڅي حكومت مهمي ادارې، امنيتي ځواكونه، فوځ، پوليس او د ملي امنيت رياست همدغو وړو وړو ډلو ته وسپارل، همغه ډلي چي تر دوى وړاندي روسانو استخدام كړې او د افغان ولس په ضد ئې وجنگولې، اوس ئې امريكايان له ټولو افغانانو مخصوصاً د پښتنو په ضد جنگوي، خو دغو ډلو د يو لك پنځوس زره بهرنيو ځواكونو په مرسته ونشو كولى د افغانستان په يوې وړې برخي په ډاډمنه توگه حكومت وكړي، د دغو فوځونو له وتلو وروسته به څنگه هېواد اداره كړى شي؟! د امريكايانو د دې منصوبې موخه له دې پرته بل څه نشي كېدى چي غواړي دا جگړه بېرته مسكو او تهران ته په ميراث پرېږدي، همغسي لكه چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته ئې له مسكو او تهران سره په دې توافق وكړ چي په كابل كي اقتدار د كمونيستانو، شوراى نظار او ايران پلوه شيعه ډلو يوه ائتلافي جبهې ته وسپارل شي، همدا جبهه د شوروي ځواكونو نيمگړى جنگي مأموريت پر مخ بوځي، او په دې توگه په كابل كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي، جگړه دوام وكړي او د ائتلافي جبهې اكمال د مسكو او تهران له لوري وي. خو په ټول يقين سره ويلى شم چي اوس نه مسكو او تهران په هغه مخكني موقعيت كي دي او نه په دوى پوري تړلې ډلي. د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته به دا حكومت ډېر ژر نسكورېږي. د همدې لپاره دا ډلي د بهرنيو ځواكونو پر پاته كېدا ټينگار كوي او وايي: افغانستان د گاونډيو له لوري له گواښونو سره مخامخ دئ، د دې گواښونو په وړاندي د بهرنيو ځواكونو فعال نظامي حضور ته ضرورت لري، همدغه وطن پلوري ډلي دي چي وايي پاكستان له مجاهدينو سره مرسته كوي!! دا په داسي حال كي چي اسلام آباد د مجاهدينو د ځپلو لپاره د امريكايانو دومره مرسته كړې چي بل هيڅ هېواد نه ده كړې. پوښتنه: د رباني د وژنې مسوول تاسو څوک گڼي – او د هغه په وژنه د امن هڅه څومره اغيزمنه شوې ؟ ځواب: د كابل چارواكي ادعاء كوي چي استاد رباني د هغه ځان مرگي په لاس وژل شوى چي د طالبانو د كويټي شورى له لوري لېږل شوى وو، كه دا ادعاء صحيح وي نو بيا د ده د قتل مسئوليت مخامخ د همدغه كس په غاړه دئ، دا نه كوم ماشوم وو او نه مخبوط الحواس انسان چي چا به غولولى وي، او انتحاري عملياتو ته به ئې چمتو كړى وي، او كه دا ادعاء صحيح نه وي نو بيا به د ده قتل يقيناً چي د ملي امنيت د تروريستانو په لاس ترسره شوى وي، تاسو حتماً پوهېږئ چي د ملي امنيت رياست همغه د كمونيستانو د دور د خاد جهنمي اداره ده چي لاسونه ئې د زرگونو مذهبي، جهادي او قومي شخصيتونو په وينو سره دي، نن د امريكايانو د اشغال په دوران كي هم او پرون د روسانو او كمونيستانو د سلطې په دوران كي هم. خو دا چي د استاد رباني وژنه به د صلحي په هلو ځلو څه اغېز ولري بايد ووايو چي د صلح په اړه نه د صلح عالي شورى څه كولى شي او نه استاد رباني د څه كولو په موقعيت كي وو، صلح هغه مهال راتلى شي چي امريكايان له افغانستانه وتلو ته چمتو شي، اشغال پاى ته ورسوي او افغانانو ته دا حق وركړى شي چي خپل برخليك د پرديو له لاسوهنو او مداخلاتو پرته وټاكي او د خپلي خوښي قيادت غوره كړي. امريكايانو چي د صلحي په نامه لومړى يو كميسيون او بيا عالي شورى جوړه كړه، د دې شورى او كميسيون دنده دا نه وه چي له مجاهدينو سره د جگړي د پاى ته رسولو او واقعي صلحي د تأمين لپاره رښتيني مذاكرات ترسره شي، د دوى مأموريت دا وو چي د مجاهدينو په ليكو كي داسي كسان ولټوي چي د ايمان او ضمير سودا ته چمتو وي او د څو ډالرو په بدل كي امريكايانو ته تسليم او د كابل له حكومت سره يو ځاى شي، دغه كميسيون او شورى هم په دروغو او د مزيد امتيازاتو ترلاسه كولو لپاره هره ورځ دا اعلانونه كول چي پرون ئې دومره كسان وسلې اېښودو ته چمتو كړل او نن دومره!! پوښتنه: آيا تاسو او طالبان يو کيدى شئ ، ستاسو او هغوى ترمنځ توپير څه دى؟ ځواب: موږ په مستمره او صادقانه توگه دا هڅه كړې چي د مقاومت ټولي ډلي په يوه صف كي راغونډي شي او د مقاومت د دوام، له مقابل لوري سره د مذاكراتو څرنگوالي او د هېواد د راتلونكي په اړه گډ دريځ ولري، خو د ځينو داخلي او خارجي كړيو د مخالفتونو له كبله دا هيله ترسره نشوه، همدغو كړيو طالبان يو ځل وړاندي د حزب اسلامي په ضد وجنگول او اوس هم دا هڅه كوي چي د حزب اسلامي په ضد ئې وجنگوي او د يووالي مخه ونيسي. موږ او طالبان يوازي په دې اړه متفق يو چي ټول بهرني ځواكونه دي له كوم قيد او شرط پرته ووځي، له دې آخوا هم زموږ په تگلارو كي ژور توپيرونه شته او هم په اهدافو او د افغانستان د راتلونكي په اړه، موږ داسي عمليات په كلكه غندو چي عام ولس ته مرگ ژوبله اړوي، په جوماتونو، مدرسو، ښارونو او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي له هرراز چاودنو سره مخالف يو، موږ د هېواد له آزادۍ وروسته په داسي انتخاباتو باور لرو چي له اسلامي اصولو سره په بشپړه توگه مطابقت ولري او په ترڅ كي ئې د ملت د خوښي مسلمان، اهل او صالح زعيم او د ولس حقيقي او ممثله شورى انتخاب شي، موږ منتخب اسلامي حكومت غواړو او د دې مخالف يو چي څوك د وسلې په زور اقتدار ترلاسه كړي او پر افغانانو د خپلي خوښي زعامت او نظام تحميل كړي. پوښتنه: امريکا ولې حقاني د ځان لپاره گواښ گڼي ؟ ځواب: امريكا له هر مسلمان مجاهد سره مخالفت او دښمني لري، امريكا دوستان نه بلكي غلامان غواړي، له هر آزادي غوښتونكي انسان سره، كه مسلمان وي يا غيرمسلمان، دښمني كوي، يو مهال امريكايانو د حقاني ډېره ستاينه كوله، يوازي هغه مهال ئې د ده مخالفت پيل كړ چي د امريكايانو له نويو ملگرو سره له يوځاى كېدو ئې ډډه وكړه او له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د وتلو غوښتنه ئې وكړه. اوس ځكه دى او نور مجاهدين له پاكستان سره په ارتباط تورنوي چي غواړي خپله شرمېدلې ماته توجيه كړي, پوښتنه: ستاسو ارزونه څه ده چې د افغانستان راتلونکې به څه ډول وي؟ ځواب: زه د افغانستان مستقبل ته هيله من يم، باور مي دا دئ چي امريكايان به هرومرو او ډېر ژر زموږ له هېواده وځي او إن شاء الله په آزاد او خپلواك افغانستان كي به د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي پوښتنه: آيا ا مريکا دخپلو مقاصدو په لاس ته راوړنه کې بريالۍ شوې ده، او مجاهدين يې څومره کمزوري کړي دي ؟ ځواب: امريكا او ملگرو ئې د لسو كلونو جنگ، نږدې يو نيم ټريليون ډالرو جنگي لگښت، درې زره وژل شوو فوځيانو، نږدې دېرش زره ټپيانو، او ډېرو نورو تاوانونو په نتيجه كي يوازي دومره څه ترلاسه كړي چي د طالبانو حكومت ئې نسكور كړ او د القاعدې څو مشران ئې ووژل، خو د دې تر څنگ ئي نږدې يو لك دېرش زره افغانان او په زرگونو قبائيليان ووژل. دوى نه يوازي د مقامت له ځپلو، د افغانستان پر اوضاع تسلط او د يوه مضبوط حكومت له جوړولو عاجز پاته شوي بلكي نن او له لس كاله جنگ وروسته اعتراف كوي چي سږ كال ئې تلفات تر ټولو مخكنيو كلونو زيات ول او د جگړي لمن تر بل هر وخت زياته خوره شوې. پوښتنه: آيا تاسو دا گڼئ چې پاکستان د افغانستان دوست دى، او په افغانستان کې د امن لپاره څه کولى شي؟ ځواب: پاكستان او افغانستان دوه گاونډي اسلامي ملكونه دي، برخليك ئې يو دئ، خو پاكستان اوس په داسي موقعيت كي نه دئ چي په افغانستان كي د صلحي په راوستو كي څه مثبت او فعال اغېز ولري، پاكستاني چارواكو په تېرو كلونو كي د افغانستان په اړه داسي څه وكړل چي خپل اعتبار ئې په افغان ولس كي په بشپړه توگه له لاسه وركړ، د امريكايانو د راضي كولو لپاره ئې هم مجاهدين ناراض كړل او هم خپل ولس او هم الله تعالى، خو امريكايان ئې هم راضي نه كړى شو، اسلام آباد د افغانستان په اړه مستقل او ثابت سياست نه درلود، همغه څه ئې كول چي امريكايانو ترې غوښتل، د امريكايانو په وينا او د هغوى د گټو لپاره دې ته هم چمتو شوي چي خپلي ملي گټي قرباني كړي او حتى د خپل ولس په ضد وجنگېږي، پاكستان له امريكا سره د افغانانو په ضد جگړي كي ملگرى شو، امريكايانو ته ئې نظامي اډې وركړې، له دغو اډو امريكايي طيارو په افغانانو باندي د بمباريو لپاره 78000 الوتني وكړې، هري طيارې خپل بمونه او راكټي پر افغانانو وورول، د پاكستان له فضا په استفادې سره په سلهاوو كروز ميزايلونه د افغانستان په لوري وتوغول شول، د امريكا د كماندوئي ځواكونو په سلهاوو ټولگي له پاكستانه د عملياتو لپاره افغانستان ته ننوتل، د افغانى شخصيتونو د وژلو لپاره ئې په كليو او ښارونو كي كماندوئي عمليات ترسره كړل، د امريكايانو د بريدونو په ترڅ كي نږدې يو لك دېرش زره افغانان ووژل شول، امريكايي ځواكونو د طالبانو هغه حكومت نسكور كړ چي پاكستان قانوني حكومت گڼلو او هغه ئې په رسميت پېژندلو، او په ځاى ئې داسي حكومت جوړ كړ چي روسانو او ملگرو ئې غوښتو او په تېرو كلونو كي د زياتو مصارفو په گاللو د هغه په راوستو نه وو موفق شوي، امريكايانو د كابل واگي هغو ډلو ته وسپارلې چي د پاكستان په رقيبانو( روسيې، هند او ايران) پوري تړلې دي. پاكستان نه يوازي په افغانستان باندي د امريكايانو د وحشيانه او ناجائز بريد ملاتړ وكړ او په دې راضي شو چي د ده يو مسلمان گاونډى هېواد د كفري ځواكونو په لاس اشغال شي، بلكي د طالبانو د حكومت په نسكورولو او د دوى په وژلو، نيولو او لاس تړلي دښمن ته په سپارلو كي ئې داسي له شرم او پېغور ډك خدمت كړى چي په انساني تاريخ كي د هغه مثال نشو موندلى!! په تاريخ كي داسي خو ډېر ځله ليدل شوي چي بې همته واكدارانو د گواښونو په وجه خپل خارجي سياست بدل كړى، د خپلو وقتي گټو او مصالحو لپاره ئې له خپلو زړو دوستانو لاس اخيستى، د يوې ډلي په ځاى ئې بله ډله غوره كړې، له مخكنۍ ډلي سره ئې خپلي كړې ژمني هېري كړې او له خپلو تعهداتو په شا شوي، خو د داسي شرمناك عمل مثال نه شو موندلى چي يو حكومت دي د پرديو د گټو لپاره هم خپلي ملي گټي قرباني كړي او هم دي خپل ملگري د نورو په پښو كي ذبح كړي!! او دې ته دي تيار شي چي د خپلو ملگرو په وژلو، نيولو، سپكولو او له هېواده په شړلو كي د دوى د دښمن ملگرتيا وكړي او هغوى دي لاس تړلي دښمن ته وسپاري!! او حتى دې ته دې تيار شي چي په خپل هېواد كي د دغه اشغالگر ځواك استخباراتي شبكو ته دا اختيار وركړي چي هرڅوك په هر وخت او هر ځاى كي نيولى او خپلو محبسونو ته لېږدولى شي او د مخالفينو په نيولو كي په هومره خلاص لاس عمل كولى شي چي په خپل هېواد كي ئې نه شي كولى، هلته د قانون په مراعات مكلف وي خو دلته هيڅ قانون او هيڅ اداره نه د هغه مخه ډپ كولى شي او نه له هغه د پوښتني جرأت كولى شي. پوښتنه: له اسامه نه وروسته القاعده څومره پياوړې ده، او د هغې راتلونکې څه ډول ارزوئ؟ ځواب: د اسامه په شهادت سره القاعده خپل مؤسس زعيم له لاسه وركړ، او طبيعي ده چي دا د القاعده لپاره ستره ضائعه وه، خو القاعده اوس په داسي تحريك بدل شوى چي د مشرانو په وژلو سره نه كمزورى كېدى شي او نه ختمېدى شي، كه يو مشر له لاسه وركړي لس نور به د هغه تش ځاى ډكوي او كه يو سنگر له لاسه وركړي لس نور سنگرونه به پيدا كوي، دا دئ د اسامه په ځاى ايمن الظواهري د هغوى مشري كوي او د افغانستان په ځاى عراق، صوماليه، ليبيا او نور سنگرونه په لاس ورغلل. پوښتنه: آيا له تاسو سره افغان حکومت يا امريکا مذاکرات کړى دي، او تاسو د مذاکراتو پلوي کوئ ؟ ځواب: موږ په مختلفو پړاوونو كي له امريكايانو او افغان حكومت سره مذاكرات درلودل، د مجاهدينو شرائط او د بحران د حل عادلانه او معقوله طرح مو هغوى ته څرگند كړي، موږ د مقاومت د دوام تر څنگ په مذاكراتو باور لرو، خو په هر پړاو، هر حالت او له هر لوري سره په خبرو او مذاكراتو كي پر خپل اصولي دريځ او شرعي تگلاري ټينگار كوو، امريكايانو ته يوازي يوه خبره لرو او هغه دا چي كه له افغانستانه د باعزته وتلو لار لټوئ موږ مو مرسته كولى شو خو كه د جنگ په دوام ټينگار كوئ نو پوه شئ چي زموږ حوصلې اوچتي دي، په جنگونو او د مصيبتونو په گاللو كي پاخه شوي يو او اوږده جنگ ته چمتو يو، ښه پوه شئ چي له وتلو پرته بله د حل لار نشئ موندلى. والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته حکمتیار |