
هدايت الله خوستى: په خوست کې د مدني ټولنو استازو په يوه غږ د هوايي ډګر د جوړولو د چارو د چټکتيا او د بوديجې د زياتوالي غوښتنه وکړه. دا غوښتنه خوست مېشتو مدني ټولنو پرون د يوې خبري ناستې په ترڅ کې له دولت او خيريه موسسو څخه وکړه. دوی وايي، چې په خوست کې د نوي ملکي هوايي ډګر جوړېدل له تېرو لسو کلونو راهيسې د خوست مېشتو تر ټولو لويه غوښتنه ده.
د استازو په خبره، که د دې مهمې او حياتي پروژې چارې وځنډول شي، نو د ولس او دولت ترمنځ شته واټن به نور هم زيات شي. دوی همداراز زياته کړه، چې د خوست او ګردېز ترمنځ د لويې لارې کارونه په هغه ډول چې لازمه ده، ښه پر مخ نه ځي. د نوموړيو په خبره، که دولت غواړي چې د خوست ولسونو ته د سفر پرمهال اسانتياوې رامنځ ته شي، نو د دغې لارې پر قرارداديانو دې زور واچوي، چې چارې يې ګړندۍ کړي. د مدني ټولنو استازو، دغه څرګندونې پرون د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وکړې. په خوست کې د سولې د ولايتي شورا منشي عزيزالله ځلاند په خپلو خبرو کې وويل، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې د پروژو پلي کېدل، د سولې پې پروسې ژور او مثبت اغېز کولی شي. ده زياته کړه، له کله نه چې په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه ګړندي شوي، نو په امنيت کې د پام وړ بدلون راغلی دى. د خوست ملکي هوايي ډګر د دغه ولايت د اسمعيل خېلو او تڼيو ولسواليو ترمنځ په پراخه دولتي دښته کې جوړېږي، چې د جوړېدو لپاره يې د افغان دولت له لوري دوه ميليونه امريکايي ډالر منظور شوي، چې اوس يې د احاطې د دېوالونو او امنيتي پوستو د جوړېدو چارې روانې دي.
د خوست د علماو شورا رييس مولوي شاه محمد وويل، چې د خوست - ګردېز پر سړک کار ډېر ورو راون دی. نوموړی زياته کړه، ژمنه شوې وه چې د دغه سړک چارې به په اتلسو مياشتو کې سرته رسېږی؛ خو دا دی د درېيو کلونو په تېرېدو سره يې بيا هم چارې بشپړې نه شوې. د ده په وينا: ((زه د خوست د ولسونو په استازيتوب غوښتنه کوم، چې نور د دې لارې چارې ګړندۍ او ژر تر ژره سرته ورسېږي.)) د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه ولايت د مدني ټولنو د استازو خبره پر ځای بولي.
نوموړی د هوايي ډګر لپاره، منظوره شوې بوديجه ډېره لږه بولي او له افغان دولت او نړيوالو مرستندويه موسسو يې وغوښتل، چې د دغې پروژې د بشپړېدو په موخه دې ورسره نوره مرسته هم وکړي.
خو نعيمي د خوست _ ګردېز د سړک د کار په اړه وويل، چې په دې وروستيو کې د دغه سړک کار چټک شوی دى. ده زياته کړه، چې نږدې ۱۵ کيلومتره سړک قير کولو ته چمتو شوی او ډېر ژر به يې د قير کولو چارې پيل شي. د خوست _ ګردېز سړک څه د پاسه سل کيلومتره اوږدوالی لري، چې نږدې درې کاله وړاندې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې (يو، ايس، اى،اې، ډي) په شاوخوا سل ميليونه امريکايي ډالرو مرستې يې د رغولو چارې پيل شوې. د سړک د چارو د پيلېدو پرمهال جوړوونکي LBG کمپنې ژمنه کړې وه، چې په اتلسو مياشتو کې به يې چارې بشپړوي؛ خو اوس هم نږدې ۴۰ کيلومتره سړک خام پاتې دى.