
جلالکوټ ادبي خوځښت خپله اونيزه غونډه د ١٣٩٠کال د عقرب پر٦مه د جمعې پر ورځ د قرانکريم د څو سپېڅلو ايتونو په تلاوت پيل کړه.
د غونډې مشر رياض الله شفق،مشر مېلمه محمد صابر دلراز او کوربه ايمل خان غيورر و.
خيبر
احمد ترور وياندي کوله،د تېرې اونۍ د غونډې رپوټ جلال الدين جمال
ولوست،غيور وويل:له غونډې سره د وروستنۍ کليمه بايد نه واى راوړل شوې.
زيار خان يادوويل:د کره کتنې په برخه کې د سمندر ساحل خبرې نه وې را اخېستل شوې.
ورپسې دادبي درس برخه وه چې زيار خان ياد پکې د حمزه بابا پر ژوند،شاعرۍ او شخصيت معلومات وړاندې کړل.
ويې
ويل:حمزه بابا له کوچنيوالي څخه له زده کړو سره چندانې جوړ نه و،له پينځم
ټولګي څخه يې پر اردو ژبه شاعرۍ ته مخه شوې وه،افسانې يې هم ليکلې،وروسته د
شېخ عبدالستارچشتي په غوښتنه يې پښتو شعرليکل پيل کړل،ډرامې يې هم ليکلې
او په پښتو ادبي تاريخ کې ځانګړى ځاى لري...))
بيا د ادبي ازمېښت برخه چې له څه وخته ځنډيدلې وه،پيل او محمود خزان پکې درې پوښتنې له ګډونوالو وکړې.
لومړۍ پوښتنه وه:نورړلنى څه ته وايي؟د دې ناځواب شوې پوښتنې ځواب خزان غم وباله.
دويمه پوښتنه وه چې د پوهاند صديق الله رېښتين د پلار نوم څه و؟د دې پوښتنې ځواب تاج محمد و،چې دا هم ځواب نه شو.
درېيمه پوښتنه د يوه پسرلني بيت د شاعر د نامه په اړه وه چې ايمل خان غيور ځوابه او وويل چې بيت د الفت صيب دى.
خزان غيور ته د پوښتنې د ځوابولو په بدل کې د خوځښت ډالۍ چې يو کتاب و،ورکړ.
بله برخه د کره کتنې وه،په تېره غونډه کې د غزل وړاندې کولو ژمنه ثاقب احمد عايل کړې وه،خو نه و راغلى.
خوشال دراني د واده په نامه خپله يوه لنډه طنزيه کيسه کره کتنې ته کېښوده.
فضل کريم احساس وويل:په کيسه کې راغلي،کله مې چې مشر ورور خبر شو،دا بايد نه واى راغلى.
استاد عنايت الله شېرزاد پرې داسې څرګندونې وکړې:يو ځاى ويل شوي،په خوب کې ګورم چې واده دى،ښه به وي چې دا هم پکې نه واى راغلى.
افکار مجرب بيا په دې نظر و چې:د کورنۍ د ټولو غړو په يادونې پسې د مشر ورور بېل يادول ضرور نه و،ځکه هم د کورنۍ غړى دى.
ياد بيا ويل چې :د کورنۍ غړوڅخه دې دټولو کلېمه لرې شي،اضافه ده.
بلال همدرد غوښتنه وکړه:که په کور کې د بد حال و،پرځاى ګڼه،ګوڼه راشي،ښه ده.
همايون همت مل بيا د مشر ورور کرکټر ټاکل ښه ونه ګڼل،ويې ويل،بايد د پلار يادونه شوې واى.
ارشادرغاند
پر ټولې کيسې وغږيد،ويې ويل:د کورنۍ د ټولو غړو پرځاى که ځينې راشي،ښه
ده،د بدحال اصطلاح هم ښه کليوالي او د کيسې مطابقه اصطلاح ده،د کيسې مکالمې
ډېرې او طنزيه ژبه لږه ښه ده.
رغاند د ځينو متبادلو کليمو په پېشنهادولو سره وويل چې که د کيسې ژبه نوره هم طنزيه،ساده او انځوريزه شي،ښه به وي.
غيور بياوويل:که د دې پرځاى چې خوله مې له خندا نه راټوليده،وويل شي:خوله مې له خندا نه جېنګه وه،ښکلى کېږي.
خوشال دراني ځينې خبرې پرځاى وګڼلې او په مننې سره يې ځينو ته ځوابونه وويل.
بيا ازاده مشاعره وشوه چې څو ځوانانو پکې ترنمونه او نېږدې پينځه دېرشو نورو شعرونه ولوستل.
د
ثمر نړيوالې فرهنګي موسسې استازى عنايت الله شېرزاد چې د يوې ادبي تذکرې د
برابرولو لپاره د خوځـښت غړو سره مرکې ته راغلى و،د غونډې په ارزونه کې د
غونډې صفت وکړ.
غونډه غرمه مهال پاى ته ورسېده.
د جلالکوټ ادبي خوځښت د دې غونډې ځاى هم په جلال اباد کې د مېديوتيک فرهنګي مرکز دفتر و.