د نويو جهانسوزانو وړاندوينه

 
دلته زما د خپل ښار په یوه څنډه کې د یوه ښاغلي ماڼۍ جوړېږي. خلک چې پرې تېرېږي، را تېرېږي، ډول ډول تبصرې پرې کوي. په دې لاره هر سهار او مازیګر د ښار د شاوخوا کلیو هغه  دیاړي ماران او تشپاڼي تېرېږي چې له کوره تر کارځایه تګ راتګ کوي. هغوی په داسې یوه ماڼۍ کې د یو وخت ډوډۍ خوړلو یا یو ساعت تېرولو تصور هم نه کوي درلودل خو یې څه کوې. ماڼۍ جوړېږي، ډېره ښه او هوسناکه جوړېږي. روغتون او جومات ته هم ورلنډه ده. ښوونځی یې تر خوا دی. مارکېټ او دوکانونه هم ورلنډ دي. لوی څړک هم ورته په نیږدې واټن کې دی. څړک به یې هم په دې نیږدې راتلونکي کې پوخ شي. د دې ځای اوبه او هوا هم خوندور دي او د دې ځای کرایې هم لوړې. خلک به هرڅه هرڅه وایي، خو ماته د داسې ماڼیو جوړېدل ښه مانا لري، یا په نېک نظر ورته ګورم. ښه ده چې مالدار ډېر شي او په ښایسته ماڼیو او ودانیو مو ښار ښکلی شي. که پکې و نه اوسو نو له بهر څخه خو به ورته وګورو. دغه ښایست یې راڅخه څوک نشي ایسارولای. خو د تلونکیو را تلونکیو کلیوالو تبصرې بیا بوږنوونکي دي. داسې ښکاري چې ټول دې ډول بډایانو ته په زړونو کې پاخه دي. دا نو بیا د تشویش خبره ده. یوې خوا ته مو د ښار دېوالونه لوړېږي او ښایسته ودانۍ جوړېږي، او بل لور ته مو د ښاریانو ترمنځ د احساساتو او خواخوږۍ پلونه ړنګېږي او په زړونو او د ماغونو کې د کرکې باروت ډکېږي. دا چې دغه ذهني او احساساتي کشمکش به تر کومه روان وي، او څه پایلې به ولري، د سړي خیال ته د دې ښار بدې بدې منظرې راولي. بل جهانسوز، بل کلکانی، بل پنا، بل ګدا، بل دادالله او بل رسول پهلوان. - آخر دې ښاري بډایانو څه کړي دي چې دا کلیوال تش پاڼي ورته دومره په غوسه دي - آخر دې کلیوالو تشپاڼو څه کړي دي چې ټول عامه خدمات، روغتونونه، ښوونځي، دوکانونه، برېښنا، ټیلېفون او نور دې یواځې د دې ماڼیو پر شاوخوا را چورلېږي او دوی دې دا ډول ماڼیو ته د تشو ننوتلو خوب هم ونه لیدلای شي. په دوی کې هرومرو پړ او ناپړ شته دي. دا برخې خو خدای دغسې نه وې وېشلي. د دواړو په اړه پوښتنې او تشویشونه پر ځای دي. د دې تشپاڼو چې کله هم وار برابر شوی نو له ماڼۍ والاوو یې غچ اخیستی او د ماڼیو ګلېمونه یې جم کړي دي. همدا پرون چې د مجاهدینو + ګلیم جمانو + وحدتیانو او بیا د طالبانو په نامه کلیوال را و بهېدل نو دې ماڼۍ والاوو ته یې څه پرېښودل؟ نن چې بیا د ښاري بډای وار راغلی نو پرون یې هېر دی او بیا پر هماغه خره سپور دی. پر خلکو د خپلې خوښې خوی او بوی تحمیلوي او پر نورو خپله ژبه او رواج مني. څه فکر کوﺉ چې د ځمکې او نورو سیارو له چورلېدا سره یورنګه د ځمکي والو ژوند قطب نه بدلوي. زه وایم، د ښار پراختیا ښه ده، خو چې د ذهنونو د غونجېدا او نورو د ټندو د ګونجېدا لامل نشي. که زما بې سوادهو پر تنه غټ، پر فکر لټ ښاري ولس د ژوند د سیپارې تر میم زرما  تېر نشي نو د غریب ولسونه به تل خپله وروستۍ حربه کاروي او نوي نوي جهانسوزان به زېږوي. که زه بد وایم نو حافظ خو حافظ دی چې وایي: ساقی به جام عدل بده باده  تا ګدا       غیرت نیاورد که جهان پر بلا کند