چرسي کلينډر زه ځورولم

  ګرمۍ وهلی هډې ته ورسېدم. د تورخم پېښور فلاینګ کوچ د منځ په سېټ کې مې ځای ونیوه . د منځ سېټ د فلاینګ کوچ مرکز و، د شاو مخکې سوارلیو غږ مې اورېد. په نیمه لاره د کرایې ټولولو کار هم را وسپارل شو چې بیا مې سیټ په سېټ کرایه راټوله او ډرېور ته ور وشمېرله. مخته مې یو تور، خیرن او څپولې سر هلک کښېناست، چې د ګرېوان تڼۍ یې پرانیستې، او تر کیڼ لاس یې سور تار هم حلقه کړی و. کله یې چې کرایه راکوله، نو له پیسو سره  یې دوه واړه مرګوړي چرس هم له جیبه را وویستل، پیسې یې راکړې، او چرس یې بېرته د مخې جېب ته کړل. د شا سوارلیانو ته یې مخ شو، او د ډرېور چوکې ته یې د شا له لوري ډډه ووهله. د نسوارو چونډۍ یې تر لاندېنۍ شونډې لاندې کېښوده، ګوتې یې د نسوارو له ګرده وڅنډلې، او بیا یې پر خپل خیرن ځنګانه را تېرې کړې.
لږ ځنډ ته یې سوچونه کول. بیا یې پوښتنه وکړه، ماما ټیم څه دی؟ معنا دا چې څو بجې دي. ما چې د لاس ساعت ته وکتل، نو هلک راڅخه جوخته بله پوښتنه وکړه. ماما ډېره زبردسته ګړۍ دې ده، دا دې په څو اخیستې؟ د لومړۍ او دوهمې پوښتنې ځواب مې یوځای ورکړ. لس بجې دي، او ګړۍ مې په دوه زره افغانۍ رانیولې.
هلک چې د افغانۍ واورېدل، نو جوخته یې بله پوښتنه وکړه. ماما، اوغانستان کې خو نن به سبا امریکنیان خه ډېر وي؟
د دې لپاره چې له نورو پوښتنو یې ځان خلاص کړم، ومې ویل. هو ډېر دي. د نسوارو پر چونډۍ یې شونډه را ټینګه کړه، او  تر شونډه لاندې نسوار یې وزبېښل. ماما افغانستان کې نن سبا عیاشي ډېره ده. خی مزی دي.
ریښتیا هم چې نور د دې خیرن هلک خبرو خوند نه راکاوه، خو هغه د همدې سیمې و، او زه د هغوی په اصطلاح ماجر سړی. بیا مې لنډ ځواب ورکړ، هو خدای مو دې وساتي، زمانه خرابه ده.
تور هلک غلی نه شو، او بله یې راغبرګه کړه. مړه ستاسې ګیلم جمو پاکستان هم تباه کړ. حیات آباد کې څه ډېرې ماجري ګرځي راګرځي.
په زړه کې مې وېل، نو څه چې ماجري ګرځي راګرځي، خو دا ځواب مې د تور هلک تر ذهن لوړ را وبرېښېد، نو غوښتل مې موضوع بدله کړم. هلک ته مې وویل: ته څه کار کوې.
-مړه یو کال راهیسې مې په دې لین کیلینډري کوله، بیا مې نېک سره وران شوم او لانجه مې وکړه. یوه میاشت بیا خاصه دارو سره وم، اوس د ګنډو کاروبار کوم، مزه یې نشته، انکم ټیکس والا حرامیان دي. زړه مې دی ستاسې اوغانستان ته لاړ شم، زموږ یو کلیوال تللی دی، مخکې زما په شان بې لارې و، ماسره به یې سیګرېټی واهه، اجړاګان به یې ګډول، بیا یې تبلیغ کې چیله ولګوله اوس ډېر خه سړی شوی، افغانستان له ځي. هلته کرزای والا سره جیهاد کوي. مړه دنیا هسې هم تېره ده. نوکري موکري نه میلاوېږي، د دې ژوند نه خو مرګ خه دی، ګوناهونه به مې معاف شي.
وروستی تم ځای رارسېدلی و، او زه هم نور دې نتیجې ته رسېدلی وم، چې چرسي هلک زه ځورولم، او ځکه یې هره خبره پر افغانستان را تاووله.
وروستۍ ځواب مې له سوچه پرته داسې ورکړ: بالکل بالکل