د شعر د ښکارې شاربنه زبادوي چې د شعر په اړه خبرې په اصل کې پر یوه شي خبرې نه، بلکې د څو سختو وبله تړلیو خو جلا شیانو په اړه خبري او تبصرې اړینوي. د شعر ارزونې شاخصونه له آره څلور دي، خو ځینې یې څېرمه څانګې لري چې ښایي کله کله دغه څانګې په خپله د ارزونې بېلو او مستقلو عنصرونو ته لوړې شي. هغه اساسي او ثابت شاخصونه چې شعر پرې ارزول کېدای شي له لفظ، معنا، موسیقیت، او خیال څخه عبارت دي. معنوي ښکلا بیا زیاتې بڼې لري چې بالآخره یې سر معنا ته وځي او په معنوي ښکلا کې را خلاصه کېږي. دغه څلور واړه وبله ټینګ ارتباط لري. په یوه شعر کې د هریوه ځانته او له نورو بېله څېړنه یوه لازمي خبره ده. ډېر لږ داسې موارد شته دي چې شعر دې یواځې د یوه شاخص په غښتلتیا او ښکلا ښکلی وبرېښي خو هغه یو شاخص چې پر یواځې ځان شعر ښکلی کولای شي، په خپله ډېر یواځې دی. موسیقیت یادوم. زما په اند موسیقیت له دې څلورو عنصرونو څخه یواځینی عنصر دی چې پر یواځې ځان د ښکلي شعر مرتبې ته د شعر د لوړولو استعداد لري او د همدې امتیاز په درلودلو سره زه دغه شاخص ته د شعر د ملاتیر او د شعریت مرادف نوم ورکوم. زما په اند، آهنګ د شعري وجود د دوو پایونو، یا بریدونو په وروستۍ څوکه ولاړ دی. د شعر د وجود لومړی برید لکه د بل هرڅه، د هغه محض موجودېدل او شته کېدل، او دوهم برید یې د هغه کمال او انتهایي ارتقا ده. آهنګ پر دې دواړو پایونو موجود دی. پر لومړي برید د هغه د شتون دلیل دادی چې آهنګ او لفظ یواځېني دوه عنصره دي چې بشپړه ورکه یې شعر له وجوده محوه کوي چې دا د آهنګ د اهمیت ټیټ یا لاندې حد دی. بر عکس یې، د معنا ورکه زغمل کېدای شي، او د خیال ورکه خو بېخي اسانه خبره ده. خوشحال بابا وایي: چغانۍ په چغانه، راشه بیا کښېږده لېندۍ راشه بیا کېږده لېندۍ، چغانۍ په چغانه په دې شعر کې له آهنګ پرته د خوند څه مومئ؟ معنا؟ کومه ده؟ خیال؟ کوم دی؟ لفظ؟ دلته د معنا او خیال پر کمزورتیا سربېره هم شعر ابدي دی خو که همدا یو آهنګ یې ورڅخه کډه کړئ او شعر دې لاندې بڼې ته واړوئ نو آیا بیا به هم دا بیت د چا پام ځان ته واړوي؟ تاسې همدغه لفظ په یوه بل ترتیب کښېږدئ چې همدغه ډول خوند کوي او که بل څه ورڅخه جوړېږي. ته یې داسې ووایه: راشه په چغانه لېندۍ بیا کېږده، چغانۍ راشه په چغانه لېندۍ بیا کېږده چغانۍ آیا همهاغسې خوند یې وکړ؟ دوهم برید، یا د آهنګ د اهمیت بره حد، د شعر کمال او انتهایي څوکه ده. که د ښه شعر د اندازې واحد خوند او وجد وي نو خوند یوازې د آهنګ په شتون بشپړېدلای شي. یعنې دا چې د معنا او خیال په کمزورتیا او د آن ورکه کې شعر ښکلی پاتې کېدای شي خو د آهنګ په کمزورتیا کې شعر ښکلی نه شي پاتې کېدای او هیڅکله به غوښتې درجه خوند و نه کړي. اوس به یوڅوک دا پوښتنه را ولاړوي چې بابا دا خوند له کومه دومره لوړ مقام ته وخوت چې د ښه او بد شعر بریدونه را پېژني. زه وایم، دا زما او ستا کار نه دی چې مقامونه و وېشو. د شعر سروکار له وجدان سره دی، او د وجدان په هېواد کې بې وجدانه پرېکړې امکان نه لري. شعر ښکلی دی، ځکه چې آهنګ یې ښکلی دی: زما په نظر آهنګ یواځېنی عنصر دی چې په یواځې سر شعر ښکلی کولای شي. دا همهاغه آهنګ یادوم چې په یواځې سر شعر شته کولای شي. یعنې څرنګه چې یواځې د نظم په شتون شعر منځته راتللای شي، یواځې د نظم په ښایسته والي شعر ښایسته کېدلای هم شي. زه هماغه آهنګ یادوم چې دروېش یې په اړه وایي: \\\" د غزل ژبه دې پسته کړه د ګلاب تر پاڼو دروېشه ډېر شاعران خپل کرخت اهنګ وخوړل\\\" د کاروان لاندې بیت راسره و لولئ: کله لرې میکدې ته، کله برې میکدې ته هغه رند یمه چې ځمه، هرې هرې میکدې ته شعر څومره ښکلی دی خو هیڅ خیال نه لري. معنا یې هم ډېره عادي ده. کټ مټ لکه څوک چې وایي: کله هغه جومات ته لمانځه ته ځم، او کله دغه جومات ته، او هر رنګه جومات چې په مخه راشي لمونځ پکې کوم. دا څه شي دی چې په یواځې سر یې شعر ښکلی کړی دی. همدغه آهنګ دی. اوس شته داسې څوک چې د آهنګ په نه شتون او غیر حاضرۍ کې د شعر د ښه والي پرېکړه وکړي؟
وروستي