اوښکې ته

اوښکې در وګرځه ستنه شه بېرته
بېچارګۍ تر کومه کومه به ځې
په کاله کېنه، پښتنه شه بېرته
آوارګۍ تر کومه کومه به ځې اوښکې در وګرځه ستنه شه بېرته
زه ګرځېدلی یم ما ښار پوښتلی
دلته یې په سمه بیه نه پېري څوک
ما د رڼو اوښکو بازار پوښتلی ستا سلسله لکه یو بیت د شاعر
چې یې الفاظ له مایوسۍ ډک وي
چې د ورک سُر په لټه لټه کې یې
له هر یولفظ نه ارام ورک وي ما نن د ډېرو اوښکې ولیدلې
چا خریدار ورته موندلای نشوای
چا بیا په نیمه خېټه وچه ډوډۍ
په څو څو ورونو کې پلورلای نشوای چا ماشومانو به تر ډېرو ژړل
بیا به کرار شول په یوه پتاسه
ښه نو د زرو اوښکو بیه شوله
په دې بازار کې یوه پیسه پتاسه؟ چا بیا د یوې مړاوې مسکا په بدل
یوه لپه اوښکې تویولې بل ته
د ماتو زړونو له ناکامه به یې
په لپو لپو ور تللی بل ته ډېر ګرېوانه اسوېلو وچول
د ډېرو اوښکې پر درۍ څڅېدې
د ډار مسکا به وه، مسکا به هم وه
اوښکې به هم نرۍ نرۍ څڅېدې ډېر محفلونه مې تر پام تېر کړل
اوښکې پر هر مناسبت ورېدې
د ډېرو اوښکې خو کټ مټ د سلطان
د شاعرانو قصیدو ته کېدې اوښکې، یوه پاکه مشوره درکوم
که په زړه ځای لرې په زړه یې واخله
د زړه له تله دې خواخوږی یمه
باور په خدای لرې، په زړه یې واخله منم احساس د غربت ډېر لرې ته
غریب هغه وي چې الله نه لري
اوښکې د ځان په قدر و پوهېږه
په خدای چې هیڅوک دې بها نه لري ته لکه څاڅکی د باران شه اوښکې
چې د نهنګ په زړه کې ښکته شي بیا
ورڅخه لعل او جوهر جوړ شي
له ډېر قېمته بې قېمته شي بیا کله چې ته له سترګو و څڅېږې
یوه سلسله به شې منظومه به شې
سوز به دې و رسي تر ډېرو زړونو
یوه ټپه به شې منظومه به شې ته به ګویانه شې، بیان به وکړې
ته به دلوی حسن ثنا ووایې
بیابه ایمان راوړې د مینې په خدای
چې کلیمه د استغنا ووایې پام چې نفرت له بېلتانه و نه کړې
ته هر بېلتون وګڼه شرط د وصال
ته کوم ښایسته پیر ځان ته ولټوه
ورنه شروع کړه فلسفه د جمال منمه اوښکې چې به ډېر ابلیسان
د ځان درنې د بېلتون سپکې وایي
ډېر ابلیسان دي چې په دې عصر کې چې
خپلو ځانونو ته ملکې وایي منم چې ډېر خلک بېلتون نه مني
منم چې لږ خلک یې تاب راوړي
بېلتون خو سم لکه ایلچی د دوزخ
چې چاته زېری د عذ اب راوړي بېلتون خو سم لکه مین ته چې څوک
له خپل مینه رټ ځواب راوړي
بېلتون خو سم لکه ملکه د وحی
چې آیتونه د عتاب راوړي
بېلتونه خو سم لکه وطن ته چې څوک
بله ناندره د انقلاب راوړي ډېر ابلیسان به داسې وي هم وي چې به
تا وېروي چې اوښکې شومه به شې!
"د هر جنون انجام فنا دی اوښکې!
لکه مجنون به شې، محرومه به شي" اوښکې د چا د تمې اوښکه مه شه
د لوړ ارمان لپاره و څڅېږه
د خپل جانان په تمه مه تویېږه
د خپل جانان لپاره و څڅېږه