له امریکا سره پر سټراټژيک تړون د سپنتا ټينګار، ولس ته دقضاوت ښه چانس دی

داچې امریکا په افغانستان کې په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې ده اوس له خپل پخواني عادت سره سم هڅه کوي چې د نورو لارو چارو په کارولو سره د افغانستان نیواک ته دوام ورکړي، چې تر ټولو مهمه یې د سټراټژيک تړون په نوم هغه د زهرو ډک جام دی چې د افغانستان لپاره یې برابرکړی چې د سپنتا په شان د خپلو نورو مزدورانو په شان کسانو له خوایې د عملي کولو په لټه کې ده.
دا چې سپنتا ټول ولس پېژني چې څوک دی او په افغانستان کې د چا لپاره کار کوي، نو هغه قاعده رایاد شوه چې وايي د یوشي په ښو اوبدو دې چې سره نه خلاصیدو نو له دې شي سره د مخالفینو او پلویانو په اړه فکر وکړه او کیدای شي ډېر ژبه یې په ښو او بدو پوه شې.
داسې چې که ددې شي پلویان بد او بدنام کسان و، نو پوه شه چې دغه شی هم بد دي او که یې پلویان ښه و، نو د ښو په توګه یې ومنه.
اوس هم چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د برخلیک په اړه د لویې جرګې په نوم یوه جرګه جوړېږي او په هغې کې به خلک پریکړه کوي چې افغانستان پر امریکایانو پلوري او که یې د یوخپلواک هېواد په توګه غوره ګڼي، نو که ځینې خلک ددې تړون پر زیان نه وي پوه، فکر دې وکړي، دا چې سپنتا ددې تړون لپاره هڅې کوي، نو د سپنتا بیوګرافۍ او مخینې ته په پام سره دا خلکو ته د قضاوت لپاره ښه چانس دی.
که څه هم چې په دې اړه ما په خپلو مخکینیو لیکنو کې هم اشاره کړې ده چې ښايي دغه لویه جرګه او په دې اړه د ولس نظر پوښتل یوه نمایشي بڼه ولري او له حالاتو داسې برېښي چې امریکایانو په دې اړه د ځینو لوړ پوړو افغانانو بریتونه ورغوړ کړي او جیبونه یې ورډک کړي او اوس یوازې ددغه تړون په ډاګه کول غواړي، خو بیا هم ولس ته په کار ده چې له خپل وس سره سم ددې تړون د کولو مخه ونیسي.
وړمه ورځ مې یو خبر ولوست چې سپنتا د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په غونډه کې د تېرې سه شنبې په ورځ په کابل کې له امریکا سره د سټراټژيک تړون دلاسلیکولو سخته ننګه وکړه او هغه یې د افغانستان لپاره ګټور وباله.
په داسې حال کې چې د کابل-واشنګټن له سټراټژيک تړون سره په کورنۍ او سیمه ییزه توګه مخالفتونه هماغه شان دوام لري، د افغانستان دولت له امریکاسره په ځینو برخو کې د موافقې خبر ورکړ.
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او له امریکا سره د امنیتي تړون د تعقیبولو مسوول، رنګین دادفر سپنتا ددغه هېواد د ملي امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ددې خبر په اعلانیدو سره ټینګار وکړ چې ډېر ژربه ددغه مسودې پر نورو برخو هم موافقه وشي.
دې ته په پام سره چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۱۹ ورځو پورې ددې تړون د جاجونې لپاره دودیزه لویه جرګه جوړه شي، د افغانستان او امریکا دولتونه د تړون د جزئیاتو د نهايي کولو په لټه کې دي، ترڅو په لویه جرګه کې ددې تړون د تصویبېدو لپاره شرايط برابر کړي.
په عین حال کې ویل کېږي چې د افغانستان د پوځي چارواکو له خبریدو پرته د امریکايي عسکرو له خوا د شپې مهال بریدونو او پوځي عملیاتو په اړه ددواړو لوریو ترمنځ د نظراختلاف شتون لري.
له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه په افغانستان کې دننه مخالفتونو ته په پام سره، په دې وروستیو کې په دې اړه په افغانستان کې مختلفې غونډې جوړې شوې، ترڅو په یوډول په لویه جرګه کې ددې تړون د تصویبېدو لپاره لاره برابره کړي، خو پردې غونډه واکمن شرايط تر ډېره له دغه تړون سره د مخالفت ښودنه کوي.
له همدې امله د کابل –واشنګټن د سټراټژیک تړون د جاجونې پرهغه غونډه واکمنه فضا چې د تېرې سه شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه، له دې تړون سره په مخالفت کې پاتې شوې ده.
تر اوسه پورې له امریکا سره د امنیتي تړون د پایلو په اړه د افغانستان ډېرو پياوړو شخصیتونو خبرداری ورکړی دی.
ددې تړون د مخالفینو د لیدتوګې له مخې د کابل-واشنګټن امنیتي تړون د افغانستان د ملي واکمنۍ او خپلواکۍ د له منځه وړلو لامل کېږي، ځکه ویل کېږي چې په افغانستان کې له قضايي تعقیبه د امریکايي عسکرو د خوندیتوب،د مخابراتو د کنټرول او په دې هېواد کې د امریکا ددایمي پوځي اډو جوړیدو په شمول، له افغانستان سره د امریکا په امنیتي تړون کې ډېرې اساسي مسئلې شتون لري، چې ددې تړون د کره کتوونکو او مخالفینو د لیدتوګې له مخې، ددغه هېواد ملي واکمني او خپلواکي له منځه وړي.
له سویلي کوریا او جاپان په شان هېوادونو سره د امریکا د امنیتي تړونونو مخینې دداډول تړونونو پایلې په ډاګه کولای شي.
د امریکايي عسکرو له خوا ددې هېوادونو د مېرمنو د حرمت سپکاوی او مجرمو امریکايي عسکرو ته د سزا له ورکولو څخه ددې هېوادونو د محکمو کمزوري او بې وسي، ددې تړونونو د پایلو یوازې یوه وړه برخه ده چې د سویلي کوریا او جاپان خلکو د امریکا پرضد د لاریونونو له کولو سره سره نه دي کړای شوي چې په خپلو هېوادونو کې د امریکا پوځي شتون ختم کړي.
سربېره پردې د روسیې او چین په شان د سیمې هېوادونه هم دامریکا له خوا د افغانستان د نیواک دوام په سیمه کې د کړکیچ ددوام لامل ګڼي.
په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید زیاتیدل او د هغو قاچاق چې د سیمې د هېوادونو ټولنیز او ملي امنیت یې په خطر کې ا چولی، د افغانستان د نیواک ددوام له پایلو څخه دي.
په دې اړه موږ د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې ددې تړون د کولو نغارې ډنګوي، که هغه چارواکي دي او که نور کسان دي، د یوه مسلمان او یوه افغان په توګه دا وایوو چې که دا تړون وشي، نو پوه شئ چې نه یوازې د افغانستان ولس بلکې، د ټولې اسلامي نړۍ څخه به خلک دلته د جهاد لپاره رامات شي او لکه څنګه یې چې د روس د تېري په وخت کې د افغانستان د مجاهد ولس ننګه کړې وه، داځل به یې د امریکایانو په مقابل کې هم کوي ، نو ښه به داوي چې افغانستان د یوې بلې جګړې له ډګره د ژغورنې لپاره نه یوازې دغه تړون ونه شي، بلکې دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د ستونزو اصلي سرچینه د بهرنیو پوځیانو شتون دی، نو د عراق په شان دې له خپل هېواده په بشپړه توګه دامریکایانو په ګډون د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو هڅه وشي .
سیدرحمن سالار
Salar.jawad@gmail.com