
د چین (۱۵)سلنه وګړي اوسمهال شپیته-کلن
دي ،څه دپاسه (۱۱۹) میلیون وګړی یې د پنځه شپیته –کلنۍ څخه اوښتی دي، له دې نه (۳۳) میلیون
وګړي مات ګوډ دي .تر (۲۰۱۴) پورې به چین د (۲۰۰) میلیون
بودا ګانو لرلو سره د نړۍ د زیاتو مات ګوډو وګړو لرونکی هیواد وي . د زیږد د ټیټې
کچې او د اوږد ژوند د هیله مندۍ له امله به په (۲۰۵۰) کې په چین کې د هرو لسو تنو څخه درې تنه د شپیتو اوښتي
وي . اقتصاپوهان د اټکل له مخې وایې چې د چین راتلونکی نفوس به نا تولیدونکی او په حکومت متکي وي له دې امله د چارو کارپوهان د
چین راتلونکې اقتصادي وضعه تیاره ویني ، د وګړو دغه کاواکه وضعیت به په اقتصادې ساحه کې پاته
نشي بلکې په نورو برخو به یې اغیز هم خورا خطرناک وي .
د فاینشنل ټایمز له مخې : ددغه حالت د
دوام له امله به په راتلونکي کې د( چین د کورني پور او عایداتو) تر منځ واټن (۱۶۰) سلنه زیات شي
. ددغه ارزونې له مخې شنونکي د چین راتلونکې وضعه د یونان، پرتګال او ایټالیا څخه زیاته کړکېچنه
اټکل کړې ده .تیرکال په چین کې (۱۸۰۰۰۰) پیښې رامنځته شوې وې ، ددغه پیښو زیاته برخه لاریونونو او اعتراضونو جوړوله . دغه
لاریونونه له کاره د ګوښه-شویو کارګرانو بیا ګومارل
،د کور-ناستو لپاره د تقاعد غوښتل او د پولیسو سره د چینایي لږه کیو د اخ و ډب له امله په لار
اچول شوي و.
لطف الله .