
د امريکايي رسنيو د خبر
له مخې امريکې د نړۍ تر ټولو ځواکمن اتومي بم د ټېکساس ايالت په (اماريلو) سيمه کې
شنډ کړ. دغه بم چې (بي 53 ) نومېږي او له (بي 52) الوتکو څخه د غورځولو لپاره تيار
شوی و، د هغه بم په پرتله چې پر هېروشيما غورځول شوی و 600 ځلې زورور دی. بي 53 بم
د اتومي وسلو د کمښت د تړون له مخې شنډ شوی دی.