د اندرا ګاندی بلنه د ښځی په لاس!!!

وسیم سجاد،کابلاکټوبر۲۰۱۱،۲۳قذافي تیره پنجشنبه په یوه فوځي کارروایی کی له منځه لاړ. دده دحکومت او شان وشوکت دوره خو هغه ده پای ته ورسیده خو دده سفارتي اړیکی او ورسره کیسی یی تراوسه د خلکو په ذهنونو کی دي. د قذافی د حکومت پرمهال د لیبیا او هند ترمنځ اړیکی ګرمی وی خو په ۲۰۰۹ کال کی چی کله ده ملګرو ملتو ته وینا وکړه نو هوری یی د کشمیر له ازادی څخه خپل ملاتړ څرګند کړ چی په نتیجه کی دغه ګرمی اړیکی په سړیدو شوې.دده په اړه ځینو پخوانیو سفارتی چارواکو کیسی او خاطری له رسنیو سره شریکی کړي چی په بل هیڅ ځای کی به یی مثال ونه لیدل شي.د هندوستان پخواني سکرتر این روی له انډین ایکسپریس سره په مرکه کی ویلی دي: د قذافي په زړه کی د هندوستان لپاره همدردی او نیکو هیلو ځای درلود ځکه چی په اویمه لسیزه کی هندوستان ، هغه مهال چی ده په تخت باندی ځان ټینګاوه ملاتړ کړی وو. له هغه وروسته زمونږ اړیکی نوره هم ټینګی شوی؛ هندوستان د لیبیا په زیربِنایی پروژو کی له قذافی سره مرسته وکړه.کله چی لیبیا د بی طرفو هیوادونو په یون کی خپله ګرمه دلچسپی وښودله نو د قذافی هیله وه چی اندرا ګاندهی—دهند د هغه وخت لومړی وزیر—د لیبیا دوره وکړي. پخوانی سفارتکار چنمی ګهریخان وایی چی قذافی د اندرا ګاندهی د دعوت لپاره له یوی حیرانونکی لاری کار واخیست.″هغه د اندرا ګاندهی سره د لیدلو لپاره خپله ښځه دهلی ته ولیږله. هغی اغلی ګاندی ته وویل: زه لیبیا څخه دلیدلو لپاره تاسو دعوتوم. زه خپل میړه دومره لری یواځی دهمدی کار لپاره رالیږلی یم او زه به ستاسو څخه بغیر لاړه نشم ځکه چی هغه له ما څخه خپه کیږي.خو د قذافی حالات بدلیدل را بدلیدل. ددواړو هیوادونو ترمنځ یو داسی وخت هم راغی چی قذافي د هندوستان د باندنیو چارو وزیر په خپل دفتر کی د ملاقات لپاره تر څلورو ساعتونو پوری وځنډاوه.په همدی منوال بیا په کال ۱۹۸۳ کله چی د ناپییلو هیوادونو غونډه په ډهلی کی جوړیده نو ده په غونډه کی له ګډون څخه انکار وکړ خپل سفیر یی بیرته وغوښت او د سفارت چاری یی په دهلی کی د لیبیا په زده کړو بوختو محصلینو ته وسپارلی. یو سفارتکار اخبار ته ویلي: دغه مهال مونږ له یوه عجیبه صورت حال سره مخامخ وو هغه ځکه چی شپه په شپه محصل زده کونکی د سفارت تر مسولیته او صلاحیته ورسیدل.اندرا ګاندی په کال ۱۹۸۴ د لیبیا دوره وکړه او دهغه د ښه راغلاست لپاره قذافی هوایی ډګر ته راغی. اخبار وایی چی دوره ښه وه مګر قذافی له اندرا ګاندی د خپل اتومی طاقت دلا مخ ته بیولو لپاره د هندوستان مرسته وغوښته خو اندراګاندی په ادب سره رد کړه. ده په تیره لسیزه کی خپل نظر د کشمیر په اړه بدل را بدل کړ خو دده لور عایشی په کال ۲۰۰۶ کی د هنی مون لپاره هندوستان وټاکه.leekwal@yahoo.comله بی بی سی اردو په مننی