د قذافی ژوند له تیښتی تر ماتی


 
وسیم سجاد، کابل
اکټوبر۲۰۱۱،۲۲
قذافی د ۱۹۶۹ کال په سپټمبر کی د یوی فوځي کودتا په ترڅ کی واک ته ورسید او د وخت د پادشا ملک ادریس حکومت یی ړنګ کړ. قذافي هغه مهال یو ۲۷ کلن فوځی افسر وو او د جمال عبدالناصر—دمصر دوخت ولسمشر—تر تاثیر لاندی وو.
قذافي څه کم ۴۱ کاله د واک پر ګدی ناست وو او نظامي حکومت یی چلاوه؛ په فلیپین، شمالي ایرلینډ کی یی له یاغي قوتونو لکه ابو سیاف او د ایرلنډ جمهوریخوا ډلی څخه یی مالي او وسلوال ملاتړ کاوه.
کله چی د سکاټلنډ په فضا کی یوه امریکایی مسافر وړونکی الوتکه په کال ۱۹۸۸ نسکوره شوه نو په قضافي ډول، ډول بندیزونه ولګیدل خو په دی وروستنیو کلونو کی د لویدیځ توجو یو ځل بیا د لیبیا زیرمو ته شوه او د ډول، ډول تړونونو د لاسلیکولو په لټه کی شول.
هغه پاڅون چی دده خلاف له ناکامی سره مخامخ شو له بنغازی پیل شوی وو. د بنغازي خلک وایی دا چی د قضافي باور د ښار د خلکو په اړه له زیان سره مخامخ شوی وو نو په دغه ښار کی یی ښاری او نورو اجتماعي چوپړتیاوو ته کمه توجو کوله.قضافي په کال ۱۹۴۲ کی د سِرت په ښار کی دنیا ته سترګی وغړولی. دده کورنی د لیبا له کوچي کورنیو څخه یوه وه او خپل دستورات یی تل له ځان سره وساته. له رسمي میلمنو یی په خیمی کی استقبال کاوه او حتی خیمه یی نورو هیوادونو ته هم له خپل ځان سره په رسمي سفرونو کی لیږدوله. ده خپل حکومت د استعمار--خلاف فلسفی پیل کړ او د خپل جمهوري حکومت کړنلاره یی په خپل شنه کتاب کی په چاپ ورسوله. په ښکاره ډول، حکومت د انقلابی شوراګانو او د خلکو په مشورو خپل کار ته دوام ورکاوه خو په اصل کی ټول تصمیمات دده وو او سرمایه یی هم پخپل ګورت کی نیولی وه.
قضافی خپل شخصیت ته یو ډول وده ورکړه او یو ډول پولیسی حکومت یی قایم کړ. په ۸۰ لسیزه کی په دی هڅه شو چی خصوصی سکتور هم تر خپل اغیز لاندی راولي او د کتابونو په سیزلو پسی یی راوخیسته. هر هغه کتاب چی د حکومت خلاف وو، له منځه یی وړه. د قضافي په حکومت کی غونډی منډی جوړولو اجازه نه درلوده او د بیان ازادی سر خوړلی وو. د مخالفانو ځپل بی رحمانه وو او حتی تبعید شوي مشران له هیواده بیرون هم د هدف لاندی وو.
د حکومت مخالفینو له اداري فساده او دملی شتمنی له ورکیدو سر ټکاوه. د لیبیا ټول نفوس ۶ ملیونه دی او د تیر کال له تیلو څخه لاس ته راغلی رقم ۳۲ ملیارډه ډالر وو. د بی کاری کچه په هیواد کی ۳۰ په سلو کی ده. داچی خصوصی سکتور وده نه دی کړی نو ځکه ددندو موندل له حکومتي سکتوره بیرون په ګرانه امکان لري.
خو ددی ټولو بدبختیو با وجود زده کړی مفتی وی؛ روغتیایی چوپړتیاوی پراخه او د حمل ونقل هم ارزانه وو ځکه چی حکومت پراخه سبسیډي ورکوله.
په ۲۰۰۳ کال کی، یعنی له نن څخه ۸ کاله وړاندی د اتومي وسلو پیر،پلور او تولید ودرول چی په نتیجه کی یی اړیکی له لویدیځ سره پراخی شوی. په دی اړیکو سره د لویدیځوالو شرکتونو وکولای شول چی لیبیا ته مخه ومومي او پانګه اچونه وکړي.
په اخرنیو کلونو کی د قضافی د زامنو هر یو معتصم او سیف الاسلام ترمنځ دواک پر سر کش مکش زیات شو خو داچی په ګاونډیو هیوادونو(مصر او ټونس) کی خلک د خپلو حکومتونو خلاف را اوچت شول نو ددی ځای خلکو هم له ګاونډیو الهام واخیست د قضافی خلاف یی پاڅون وکړ چی په نتیجه کی یی حکومت پس له ۴۱ کلونو سقوط وکړ.
leekwal@yahoo.com
له بی بی سی فارسي څخه په مننی