چرا عاقل کند کاری که باز ارد پشيمانی!!!

عنایت فانی،بی بی سی
ژ: وسیم سجاد،کابل
اکټوبر۲۰۱۱،۲۳
″چرا عاقل کند کاری که باز ارد پشیمانی″. ښکاره نه ده چی قذافي به هم په خپلو غلطیو پښیمان شوی وي او کنه خو بیا هم دغه متل د هغه په اړه ډیر جوړ راځي.
غلطی حکومتداری خو په نن سرانجام واړاوه، خو په نړیواله کچه هم یی داسی خطاوی وکړی چی د خپل حکومت په اوج کی یی هم ورته سر درد جوړ کړ.
په کال ۱۳۵۴ کی یی غوغا جوړه کړه چی د ایرلنډ  جمهوري فوځی ډلګی ته بمونه لیږي. دغی ډلی هغه مهال په شمالی ایرلنډ او برطانیه کی چاودنی کولی.
۳۶ کاله وروسته قذافی وروسته مجبور شو چی دوه ملیارډه او دوویشت ملیونه پونډه د قربانیانو کورنیو ته چی خپل خپلوان یی په ورته پیښو کی له لاسه ورکړي وو ادا کړي.
په کال ۱۳۶۷ کی د پان امریکن د هوایی کرښی په یوه الوتکه چی د سکاټلنډ د لاکربی په سر یی الوت کاوه چاودنه وشوه او ۲۷۰ نفره د پیښی قرباني شول.
۱۱ کاله وروسته قذافی مجبور شو چی د لاکربی د پیښی په تړاو دوه مظنون کسان دسکاټلنډ محکمی ته وسپاري او څلور کاله وروسته یی ددی پیښی په تړاو یی یو ځل بیا یو ملیارډ او اووسوه ملیونه پونډه د جبران لپاره ادا کړل.
که د کوم بل هیواد حکومت ورته کانی کړی وای نو هماغه مهال به یی  سر خوړلی وای خو د قذافی حکومت حتی خلکو ته د کوم ځواب اړتیا هم ونه لیده.
قذافی په خپل شان وشوکت کی دومره غرق وو چی خپلو کړو غلطیو ته هیڅ متوجه نه شو حتی هغه که دلاکربی پيښه هم وه چی ۲۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
څو نفره یی چی ترڅنګ وو دی یی دومره ړوند کړی وو چی د بل چا دخبری داوریدلو اړتیا یی هیڅ حِس نه کړه.
دده پای هم د ټولو نورو دیکتاتورانو په څير شو. دهغو خلک  غږ هم خپ شو او حتی وانه وریدل شو ځکه چی انتقام اخیستونکی په خوښیو سره وو.

leekwal@yahoo.com