پکتيا والي ته د ستاينې مډال ورکړل شو

 

( پنجشنبه د تلې ۲۸ مه )  سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد  د پکتیا  ولسونو لخوا په یوه لویه غونډه کی وستایل شو او د ښی بیا رغاونی له کبله یی ورته مډال ورکړ
په دغه مډال کی لیکل شوی چی ( د ښو خدمتو نو له کبله سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد ته د پکتیا ولسونو لخوا د ویاړ مډال )
دا غونډه د پکتیا قومونو  ، سولی شورا ، مدنی ټولنو ، ځوانانو او ورزشکارانو لخوا جوړه شوی وه
د غونډی له پيل مخکی پکتیا والی ښاغلی همدرد د پکتیا لوبغاړو لپاره یو ورزشی لوبغالۍ پرانیسته چی په ۷۳۰ زړه امریکایی ډالرو د مخدره توکو سره د مبازری وزارت لخوا یی پیسی ورکړل شوی
دغه لوبغالۍ په ښه او عصری بڼه جوړ شوی چی د پکتیا تول لوبغاړی یی په جوړیدو خوښ دی ، چی مخکی تر دی پکتیا ولایت داسی یو لوبغالۍ نه درلود
دغه غونډه کی دلویی  پکتیا د قومونو په استازیتوب وکیل میربت خان منګل وویل ، چی مونږ دغه د یادګار مډال پکتیا والی ته له دی کبله ورکوو چی دده کړنی نادیده ونه بلل شی او زیاته یی کړه چی پکتیا وال د هیڅ یو کس احسان نه هیروی دا چی تاسو مونږ ته ښه کار او خدمت کړی نو مونږ مشکور یو او ستاسو نوم به د تاریخ په زرینو کرښو لیکو
پکتیا والی په خپلو خبرو کی له پکتیا والو مننه وکړه چی د ده یی ستاینه وکړه خو زیاته یی کړه دا مډال زما نه بلکه د پکتیا د ټولو ولسونو او زما د کاری ټیم دی ، ځکه که مونږ څومره بیا رغاونه پکتیا کی کړی ،  د هغه لامل تاسو شمله ور قومونه یاست ، چی زمونږ ملا مو وتړله او حمایت مو وکړ
همدارنګه پکتیا والی شته همغږی د اړوندو ارګانو ترمنځ وستایله ، خو زیاته یی کړه چی مونږ باید د پکتیا په لا امنیت کی کوښښ وکړو
ښاغلی همدرد یو ځل بیا په مخالفینو غږ وکړ چی له جنګ نه لاس واخلی او له خپلو ورونو سره د بیا رغاونی په چارو کی مرسته وکړی
همدرد هغه کړی وغندلی چی له جنګ نه ګټه اخلی او د سولی مخالف دی ، ده وویل چی ددوی کټه په جنګ کی نغښتی ده نو ځکه د سولی مخالفت کوی .
پکتیا والی دا هم وویل چی که دوی له خپل عمل نه لاس نه اخلی نو کږه خوله په څوک سمیږی ، داسی ځواب به ورکړو لکه تیره ورځ مو چی ورکړ .
 
دا د ستاسنی غونډه په داسی حال کی جوړیږی چی د پکتیا والی ښاغلی همدرد په خپل  څلور کلن ماموریت کی د پکتیا بڼی  ته په هره برخه کی تغیر وکړی ، په سلګونه کیلومتره سرکونه ، ۱۵۰ بابه ښوونځی ، دینی مدارس ، روغتون او کلینکونه ، پکتیا پوهنتون ، ورزشی لوبغالۍ او دی ته ورته په سلګونو ستری او وړی پروژی پلی شوی دی .
 
رو ح الله سمون