نن به یوه جرمنۍ سپوږمکۍ پر ځمکه راولوېږي

د جرمني فضايي اداره خبر ورکوي، چې د دوی يوه علمي سپوږمکۍ چې دولس کاله وړاندې له کاره غورځېدلې وه، نن د ځمکې فضا ته ننوتې ده او د هغې يوڅه برخې به پر ځمکه ولګېږي. داسې اټکل کېږي ، چې د سپوږمکۍ لويه برخه به د ځمکې له فضاسره د ټکر له امله وسوځېږي، خو د 1870 کيلوګرامو په وزن شاوخوا دېرش ټوټې به يې په ساعت کې د 450 کيلومترو په چټکتيا پر ځمکه راولوېږي. څو ساعته وړاندې ساينسپوهانو وويل، چې داسې نه ښکاري چې دا سپوږمکۍ دې پر امريکا، اروپا او يا هم اسټراليا راوغورځي بلکې داسې اټکل کېږي چې ښايي په آسيا کې او په اغلب ګومان په چين کې راوغورځي.
دغه علمي سپوږمکۍ چې 2690 کيلو وزن يې درلود په 1990 کې فضا ته ولېږدول شوه او په 1999 کې يې دنده پای ته ورسېده. سپوږمکې له ځمکې څخه د  600 کيلومترو په واټن پر ځمکه چورلېده او په اسمان کې د نيوتروني ستورو، تورو سورويو او د اېکس وړانګو په اړه پلټنې کولې. تر کارلوېدو وروسته د سپوږمکۍ لوړوالی له ځمکې څخه ورو ورو راکمېده او په تېر جون کې يې له ځمکې څخه 330 کيلومتره واټن درلود، خو تر وروستيو ورځو پورې په هرو 90 دقيقو کې يو ځل پر ځمکې چورلېده.