د عربی پسرلي اقتصادي تاوانونه:

ژباړن: وسیم سجاد، همیشه بهار
اکټوبر۲۰۱۱،۱۹
د ژیوپولیسیتی په نوم یوه څیړه نیزه اداره  تازه په خپل راپور کی وایی چی د عربی پسرلی په نوم روان اوښتون په منځني ختیځ، شمالي افریقا کی د ۵۰ ملیاردو ډالرو تاوان اړولی دی.
دغه راپور چی د پیسو دنړیوال صندوق لخوا په ورکړل شوو مالوماتو برابر شوی، اخطار ورکوي که نړی خپل فني او مالی مرستی ترسره نه کړي نو د عربو پسرلی به بلا نور منفی تاثیرات په سیمه کی پریږدي او ددی امکان شته چی دیموکراتیک ارزښتونه له ورکیدو سره مخامخ شي. دغه راپور زیاتوي چی هغه هیوادونه چی له دا ډول تحولاتو په امن دي او یا یی پروخت دغه ډول اوښتونونه ځپلي لکه سعودي عربستان، کویټ او متحده عربی امارت ښکاره ګټه یی کړیده.
د سعودي عربستان اقتصاد۲۵ په سلو او دمتحده عربی اماراتو ۳۱ په سلو کی پرمختیا کړیده.
ترټولو ډیر تاوان لیبیا، سوریی، مصر، تونس، بحرین او یمن ته رسیدلی دی.
د یمن عمومی عاید۷۷ په سلو کی او د لیبیا ۸۴ په سلو کی له کمبود سره مخامخ شوی. دغه راپور کی ورانی،ځاني تلفات، د خلکو د کاروبار چی له منځه تللی نه دي ارزول شوي.

د لیبیا سیاسي اقتصادي کړکیچ:

د ژیو پولیسیتی موسسه په خپل راپور کی لیکی چی  دلیبیا حکومت په سرت کی جګړه او د قومي مشرانو دی ته تیارول چی له حکومت څخه ملاتړ وکړي نو اوږدی مبارزی ته اړتیا لري.
دغه راپور لیکي چی جګړي په لیبیا کی هر ډول اقتصادي پرمختیا په ټپه درولی ده. تراوسه پوری ۶۷ ملیارده  او ۶۷ ملیون ډالره ناخالص تولید ته تاوان اوښتی دی.



نړیوال ملاتړ ته اړتیا:
راپور لیکي چی د ګټات او بایلاټ اصلی دلیل تیل دي. د لیبیا په استثنا صادرونکی ګټونکی او واردونکی بایلونکی دی. پیتر میدلبروک ددغی موسسی مدیر وایی چی په دی څیړنی تر میاشتو بحث شویدی او جدی امکان لري چی دغه څیړنه به د یو لارښود په حیث د ۲۰ هیوادونو ډلی ته، ملګرو ملتونو، عربو اتحادیی او هغو هیوادونو ته چی ددی پسرلی تر تاثیر لاندی راغلي په ګټه تمامه شي.
میدلبروک په دی باور دی چی نړیوالی ټولنی په هغه اندازه چی تری هیله او امید کیده، مرسته او ملاتړ نه دی ښودلی او که هڅه ونشي نو امکان لري چی د عربی پسرلی لاس ته راوړنی به له لاسه ووځي.
leekwal@yahoo.com
له بی بی سی فارسی څخه په مننی!!!