
دامشاعره ،چې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په نوښت رابلل شوي وه دخوست سلګونو شاعرانو ، ليکوالو او دادب مينوالو په کې برخه درلوده .مشاعره ،چې ماسپيښين مهال پيل شوه دښاغلي او وتلي شاعر عبدالبارى جهاني له خوا ډېر خواندور او له پنده ډک اشعار واورول شول .په غونډه کې پرښاغلي جهاني سربيره دده ملګرو حاجي محمدامين باورى او حکمت الله حکمت هم ګډون درلوده غونډه دشپې ناوخته پاى ته ورسېده . دغونډې بشپړ راپوربه په راتلونکي ګڼه کې انشاء الله خپور شي .